لیکنه: هارون سمون
په داستان لیکنه کې پلاټ خوارا اوږده مخینه لري، ځکه پخوانیو اسلافو لکه ارستو بحثونه ورباندي کړي دي. په تحلیل ګران ډېکشنرۍ کې د پلاټ کلیمې ماناوې طرحه کول، رسمول، نقشه کښل، اصلي موضوع او نورې راغلې دي، سید محی الدین هاشمي په خپل کتاب ” دنثري ادب ډولونه” کې پلاټ داسې راپېژني: ” په کیسه کې کې د راغلې پېښې او واقعې طرحې یا خاکې ته پلاټ ویل کېږي، د ځینو ادب څېړونکو په عقیده: په لنډه کیسه کې پلاټ د ملا د تیر حیثیت لري او د کیسې ښه او بد ټول دارمدار په پلاټ پورې اړوند دی.” ۴
پلاټ چې د داستان چوکاټ هم ورته ویلای شو پینځه بنسټيز عنصره لري او په دې توګه ښودل کېږي.
۱ـ پیل (Exposition)
۲ـ لوړېدن (Rising action)
۳ـ کلایمکس (Climax)
۴ـ رالوېدن (Falling action)
۵ـ پای (Resolution)
پلاټ د داستان د سټرکچر حیثیت لري. له پلاټ پرته داستان ناشونی دی، په دې توګه ویلای شو چې هر داستان یو پلاټ لري، پلاټ چې طرحې او نقشې ته ویل کېږي د لیکوال ذهن ته د یوې موضوع په تړاو ورځي، کله چې لیکوال د لیکلو لپاره موضوع وټاکي او وغواړي، چې په هغه داستان ولیکي؛ نو موضوع په خپل ذهن کې غزوي، په لومړیو کې پلاټ د یوې جړ رسۍ په شان د لکیوال په ذهن کې پروت وي، پدې وخت کې لیکوال کله کله ځورېږي، ځکه ددغې جړ رسۍ سر پیدا کول او ټولې غوټې پرانیستل، څه ناڅه ستونزمن وي، خو د ژور فکر څخه وروسته لکیوال پدې بریالی کېږي، چې بشپړ داستان رامنځته کړي، مانا دا چې پیل، منځ او منطقي پای ورته پیدا کوي. ورپسې د عمومي پېښې له منطق سره سم په سیسټماټیک ډول د کرکټرایزېشن، ژبې، خنډونو او د پېښو د تسلسل منطقي حل لټوي.
پورتني یاد توکي ټول په پلاټ پورې نښتي دي، منطقي پنځول یې د داستان دپلاټ قوت ښيي دغه راز یې کمزورتیا د پلاټ شړېدل او ضعف دی. د ښه او قوي پلاټ لپاره لازمه ده، لکیوال د داستان تخنیک ته په کتو هر څه منطقي وپنځوي، تر څو د پلاټ ټول اړخونه منظم شي. د بېلګې په توګه که چېرې کرکټرونه په منطقي توګه ونه لوبول شي، د داستاني ژبې ډولونه مراعات نشي، پېښې نه وي ترتیب؛ نو پدې مواردو کې پلاټ کمزوری دی. په راتلونکو مبحثونو کې به یاد څيزونه په مفصله توګه توضیح شي.
مخکې مو وویل، چې پلاټ طرحې او نقشې ته ویل کېږي، کله چې کومه چاودنه وشي موږ وایو دا یې پلان کړې وه، پلاټ د طرحې او ډيزاین په مانا دی، یا هم وبه وایو موږ د یو مقصد د ترلاسه کولو لپاره د ځينو حوادثو د ځينو کارونو تنظیمولو ته پلاټ ویلی شو یا په بله وینا د پېښو منطقي تنظیم ته پلاټ ویلی شو پر دې بنسټ پلاټ باید د تسبو په شان پېلی شکل ولري.
پلاټ په داستاني ادب کې د خپل ماهیت له وجې بنسټیز رول لري؛ ځکه خو ارستو پلاټ د تراجیډي روح بولي او له پلاټ بغیر د تراجیډي تصور محال ګڼي دغه راز ده په خپل کتاب بوطیقا کې هر ځای پلاټ ته اهمیت ورکړی دی، د ټراجیډي د اجزاوو په وېش کې هغه اجزاوې، چې د نقل او موضوعاتو سره تعلق لري، ارستو پلاټ ته لمړیتوب ورکوي پدې کټګوریو باندې یې وېشي: ۱ـ پلاټ ۲ـ کردار ۳ـ خیال. ۳
پلاټ ته ځکه د داستان د ملا تېر ویل شوی دی، چې د داستان مقصد همدا پلاټ دی، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د داستان ټولې اجزاوې په پلاټ پورې تړلې دي، په کیسه کې تصادف، غیر منطقي منظر کشي، د کرکټرونو مصنوعي لوبول، د پېښو نامنظم ترتیب پلاټ شړوي، کله چې پلاټ وشړېدو کیسه تباه شوه، ارستو وایي د المیې واقعات د هغو خښتو په شان وي، که یوه خښته هم لرې شي، نو چې ټول دېوال راپرېوځي. په داستان کې وړې او لویې پېښې باید په یو ډول نه یو ډول د داستان له عمومي پېښې سره تړاو ولري، د داستان د طرحې او په اړه ام. کی ـ لارنس (M.K Lorens ) لیکي: ” کېدای شي چې تاسې یو له ډېرو بریالیو او تکړه لیکوالانو څخه یاست، چې مخکې له لیکلو خپلې طرحې په منظم ډول راټولوئ او صحنې په غور سره لیکئ”
ځينې د نظر خاوندان د پلاټ په تعریف کې وایي، چې پلاټ د پېښو تر منځ منطقي تړاو ته ویل کېږي، یانې پېښې باید ځنځيري شکل ولري، پدې ځنځير کې کړۍ پېښې دي او ټول ځنځیر د داستان پلاټ دی ارستو د المیې د پېښو او تسلسل په برخه کې هم په دې اند دی، چې د المیې په واقعاتو کې داسې ربط پکار دی چې هره واقعه یې د وړومبنۍ واقعې نتیجې وي او ددغو واقعاتو د علت او اثر نه دې الیمې ارتقأ کېږي. ۳
زما په اند دلته ارستو د علت او معلول اړیکې ته اشاره کوي، یانې پېښې باید تر شاه اړوند علتونه ولري، ځکه د یو لامل په عدم موجودیت کې پېښه او پدیده منځته نه راځي، پر همدې اساس ویلی شو چې په داستان کې پرته له علت څخه د پېښو وجود او منځته راتګ د زغملو ندی. موږ چې داستان پر چاپېریال خبره کوو منظور د علت او معلول سلسلې دي، کله چې وایو د داستان په چوکاټ کې د ننه باید منطق موجود وي مانا دا چې داستان په خپل ځان کې منطق لري، مطلب مو همدا دی، چې پېښې او کرکټرونه باید د علت او معلول د اړیکو پر بنسټ وپنځول شي. پدې تړاو ګل الرحمن رحماني په خپل کتاب زرلټون کې لیکي: ” د کیسې کرکټرونه باید د کیسې د وروستۍ موخې او د خپلو کړنو د منطق پر بنسټ چې د ټولنیزو طبقو، روحي او رواني ځانګړنو ښکارندوی وي مناسبې خبرې رامنځته کړي او هر یو یې د موجود عمل او غبرګون، له مخکې د موجودو جوړښتونو، د علت او معلول د اړیکې پر بنسټ وړاندې شي” ۱
چیټ وټیو(Chet Vittitow) یو بهرنی لیکوال وايي: ” د یوه منطقي داستان په منځ کې یوه بې اړیکه پېښه، پرته د لیکوال له بې مهارتۍ څخه د نور څه نه څرګندوي.”
د صبرینې په نوم مشهور شوی یو تاجکي فلم کاته دوه مرکزي کرکټرونه یې درلودل (هلک او نجلۍ) مرکزي کرکټر په اطراف کې اوسېږي، د پوهنتون په دوران کې له یوې ښاري نجلۍ سره د مینې تارونه ځغلوي، په پای کې دوی غواړي یو بل سره ژوند جوړ کړي خو د هلک مور مخالفت کوي، خبره تر دې حده رسېږي، چې نجلۍ له ښاره د هلک کورته راځي او همدلته ورسره اړوي، د هلک پر مور داسې تمامېږي، لکه له آسمانه یې په کور تندر رالوېدلی وي، له نجلۍ سره بد چلند پیلوي، د فلم په بله برخه کې د هلک مور پدې رضا کېږي، چې نجلۍ خپل زوی ته په نکاح کړي، خو په دې وخت کې د هلک د مور د جبر اوظلم له امله نجلۍ ناڅاپي تښتي بېرته ښار ته ځي، د هغه نجلۍ پلار دولتمند سړی دی، د فلم په یوه صحنه کې هلک او د هغه مور یوه بله زړه ښځه په یوه کوټه کې ناست دي، په یوه کاغذ باندې نقشه کاږي، هر کس خپل اند بیانوي بیا یې په قلم کاږي، د هلک مور د هلک ځينې خبرې رد کړي، ځينې یې ومني، ډېری وخت د هغه بلې ښځې مشورې ته غوږ کېږدي، یو ځل یو نظر وړاندې شي، بېرته رد شي ټول د یومې موضع په اړه یوه خوله شي چې دا ممکنه ده او دا نه ده. د فلم هغمه صحنه مې په ذهن کې پاتې دوی یو منظم پلاټ کښلو تر څو پدې کامیاب شي، چې څنګه په ښار کې له یوه دولتمند سړي یوه یتیم هلک ته د هغه لور وغواړي، کومې لارې چارې دي، چې بېرته هغه نجلۍ راضي کړي او څنګه شونې ده، چې د هلک هیلې له خاورو سره خاورې نشي؟ دوی ددې کار لپاره منطقي حل لارې لټوي، په کاغذ یې ترسیموي، کومه کړنه چې مناسب نه وي، هغه له خپلې نقشې باسي، کوم نظر چې مقول ورته برېښي، همغه په خپل پلان کې اضافه کوي او په دې توګه دوی بریالې کېږي، نو د داستان پلاټ هم باید دا ډول ترتیب شي، ټولې پېښې باید منطقي پکې وپیل شي.
تاسو به اورېدلي، وي یا به مو کوم فلم کتلی وي، چې په هغه کې په زندان کې قلم او کاغذ منع وي، خو یو کس په خپل بدن د وتلو نقشه کاږي او له زندان څخه فرار کوي، همدې ته پلاټ ویل کېږي، چې له زندان څخه پنځګر په په کومو منطقي لارو چارو یو کس راباسي، د داستان د ټينګ او قوي پلاټ لپاره ښه لاره داده، چې لمړی د کاغذ پر مخ ترسیم شي، څنګه چې له زندان د وتلو نقشه ترسمېږي، دغه راز که د داستان پلاټ وکښل شي، د لکیوال لپاره ډېرې اسانۍ منځه راوړي، پېښې او هر څه به یې منطقي وي.
د پلاټ یوالی د پالاټ لپاره ډېر اړین دی؛ د پلاټ له وحدت او یوالي څخه موخه داده، چې پلاټ باندې اضافي پېښي بار نشي، هغه پېښې چې په اصلي کیسه پورې اړوند ندي او نه له اصلي پلاټ سره کوم تړاو لري، داستان بې خونده کوي، په کیسه کې د اړوند پېښو د پنځولو لپاره باید د پلاټ وحدت په پام کې ونیول شي، د بېلګې په ډول داستان یو یا دوه مرکزي کرکټرونه لري، دوی له ډېرو پېښو او واقعاتو سره مخ کېږي، لیکوال هغه پېښو ته تم کېږي، چې د اصلي داستان په موضوع چورلي، که موږ په داستان کې اوږده زماني موده هم ولرو، نشو کولای چې هر څه راواخلو مثلاً که چېرې د داستان زماني موده یو کال یا هم یوه اونۍ یا یوه ورځ وي د داستان د پېښدو (پیل او پای) په موده کې هغه څه را اخلو کوم چې له اصلي کیسې سره تړاو ولري. په عادي ژوند کې موږ له ډېرو پېښو سره مخ کېږو خو په داستان کې یوازې هغه پېښې را اخلو کومې چې په اصلي کیسه پورې اړوند وي، د پلاټ د وحدت ارزښت پدې کې دی، چې داستان مو له بې اړتیا خبرو، اوږدې او بې خونده منظرکشۍ او اضافي پېښو پاکوي، له اسمانه راکوز کرکټر په داستان کې را څرګندول د پلاټ د وحدت په عدم موجودیت باندې دلالت کوي، په لنډه توګه ویلای شو چې د داستان اړوند توکي، چې په اصلي پېښه پورې تړاو ونه لري، د پلاټ وحدت یې په کیسه کې د دخالت مخه نیسي.
سرچینې:
۱. رحماني، ګل الرحمن. (۱۳۹۵ل/ ۲۰۱۶م). زرلټون. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.
۲. سمسور، صدیق الله. (۲۰۱۳م / ۱۳۹۱ل). دکیسې لیکلو هنر (ژباړه). کابل: خیبر خپرندویه ټولنه.
۳. مومند، قلندر. (۲۰۱۲م). د ارستو نظمیات (دویم چاپ). قلندر مومند ریسرچ سېل.
۴. هاشمي، څېړنوال سید محی الدین. (۱۳۸۹ل). د نثري ادب ډولونه. کابل: وحدت خپرندویه ټولنه.