پلستر څنګه ترمیم شي ?. How to Repair Plaster Walls
د ودانیو د حفظ او مراقبت او روغ ساتنې په موخه وخت په وخت د پلستر ترمیم ته ضرورت وي .د پلستر ترټولو عامې ستونزې د پلستر راډډیدل (crumbling) ،د اوبو تخریب او درزونه دي .په دې مقاله کې د پلستر د ترمیم پروسې تشریح شوې .
د دیوالو د پلسترونو ترمیم کول .Repairing of Plaster walls
هغه پروسې چې د پلستر په ترمیم کې شاملې دي په لاندې ډول دي .
1. د پلستر ستونزه مشخص کړۍ .Identify Plaster Wall Problem
د ترمیم له کار وړاندې باید د پلستر د تخریب ډول مشخص شي .په دې ډول به دتخریب شوي ځای د ترمیم لپاره ترټولو مناسب تخنیک او وسایل په ګوته شي او ښه پایله به ورکړي.دلته د پلستر یو څو عامو ستونزو او د هغې د لاملونه یادونه کوو چې باید ترمیم شي .
a) که ستونزه درزونه وي نو د ستونزې لامل دادی چې د لمدبل د تبخیر له امله فعال نري درزونه پیداشوي ،او یا هم پلستر د هغې له بستر راپورته شوی او یا هم ودانۍ نشست کړی .
b) که ستونزه د پلستر د یوې برخې تخریب وي نو لامل دادی چې دودانۍ دننه د یو شمیر فعالیتونو له امله تخریب پیدا شوی لکه ددیوال سره دیو شي ټکر یا پرې د یوې درون وزن راپریوتل.
c) که ستونزه داوي چې د پلستر یوه برخه راپړسیدلې او راډډ شوی نو لامل دادی چې په پلستر کې د چونې ذرات کم دي .
d) که ستونزه داوي چې پلستر داسې پرچه پرچه رابیل شوی نو ستونزه داده چې پلستر جوړولو پرمهال د دیوال او پلستر ترمنځ ښه نښتل نه دي ترسره شوي .
e) که ستونزه داوي چې د پلستر رنګ تغیر شوی نو لامل دادی چې پلستر کې دننه د کوم لوري څخه اوبو نفوذ کړی.
2. د خوازې ځای په ځای کول . Setting up Scaffolding
د پلستر د ترمیم کیدونکې برخې د ښه کیندنې لپاره خوازې نصبول ضرور دي .که شوني وي زینه هم کاریدای شي.
3. د خوندیتوب تدابیر . Protective Measure
ددې لپاره چې دراوازې ،کړکۍ ،المارۍ ، فرشونه او یا هم د ودانۍ نورې برخې له مسالې سره خراب نه شي د هغو مخ باید وپوښل شي.
4. د زوړ پلستر قطع کول .Cutting of Old Plaster
چیرته چې درز یا هم تخریب منځ ته راغلی او منځ خالې برخه وي د هغې خواشا برخې رالرې شي .دا ځای یا مربعوي یا هم مستطیلي قطع شي .څنډې یې سره قطع شي څو ښه جینټ ورکړي .
5. د سطحې چمتو کول .Preparation of Surface
د خشتکارۍ یا سنګکارۍ هغه جینټونه چې د زوړ پلستر له رالرې کولو وروسته ښکاره شوکه خشت ککاري وي باید لږترلږه تر 10mm ژوروالي پورې وتراشل شي او که سنګکاري وي تر20mm ژوروالي پورې وتراشل شي. دا ترشل باید ټولو برخو یو شان وي او ګرد او غبار ترې رالرې شي.بیا سطحه د اوبو سره ومینځل شي او ترمیم پلستر پورې لمده وساتل شي.که ترمیم کیدونکې سطحه کانکریټي وي ،زوړ پلستر د سیمي برس په واسطه وتوږل شي ،بیا وروسته زیږه سطحه په نښه شي او ګرد او غبار ترې پاک شي ،بیا سطحه ومینځل شي او د ترمیم پلستر تر شروع کیدو پورې لمده وساتل شي.
6. د پلستر کارول . Application of Plaster
اوس د پلستر مساله په 1:4 یا 1:6 نسبتونو سره له شګې او سیمنټو مخلوط شي او وکارول شي.کله چې تخریب شوی ځای پلستر شي باید هواری یې وشي څو له چاپیره پلستر سره یوشان راشي .
7. پلستر ته اوبه ورکول . Curing of Plaster
ددرزونو د مخنیوي او ښه کلکوالي لپاره ترمیم شوي پلستر ته اوبه ورکول او روغ ساتل یې ډیر اړین دي .لږه ترلږه اوه ورځو پورې اوبه ورکول شي.
8. د پلستر زینتي کار.. Finishing of Plaster
وروسته له دې چې پلستر ته اوبه ورکول شوې او سطحه بیرته وچه شي ،پلستر شوې سطحه باید رنګ شي ،هغه رنګ چې ورچاپیره یې څه ډول رنګ شوې .