ژباړه: حمیدالله حمیدي
دلته هر څه مثبت دي
نن زه، له ډېره توانه برخمن یم، غواړم له نورو سره یې هم شریک کړم.
نن زه، له خپله ځانه سره بې حده مینه کوم.
نن زه، خپل ټول کارونه په پوره مینې او دقت سره تر سره کوم.
نن زه، په خپل وجود کې د خوښۍ احساس کوم.
نن زه، خپل تېر هېروم او یوازې د نن ورځې په اړه فکر کوم.
نن زه، په خپل ټول توان سره د هغه پېښو پروړاندې جنګېږم چې مخې ته رازي.
نن زه، په خپل ټو توان سره تیار یم، چې له یوه بریالي ژوند څخه خوند واخلم.
نن زه، په دې اند یم او پوره باور لرم، چې له خوښیو یوه ډکه ورځې مې په تمه ده.
نن زه، تر نورو ورځو زړه سواندی او مهربانه یم، خلک درک کوم او بښم یې.
نن زه، د خپل زړه دروازې د خوښیو او خوشالیو پر لور پرانیزم.
نن زه، په خپل عالي فکر سره نړۍ راته له خوښیو ډکه او داسې جوړم، چې وکولای شم نورو ته هم خوښۍ ورکړم.
نن زه، د نورو ورځو په پرته ډېره مثبته انرژي لرم.
نن زه، زه د هغه مینه ناکو خلکو په منځ کې ژوند کوم، چې یوازې زما ښېګڼې ویني او بس.
نن زه، داسې فکر کوم، چې داسې یوه نړۍ رته ته په تمه ده، چې خوند تر واخلم.
نن زه، یوازې په خپل ځان کې د مثبتو تغیراتو په اړه فکر کوم.