ژباړه : مصدق اکرم اسحق زی
تېر کال، zeneger folkman د مطالعاتو یو ې کمپنۍ، پر ۷۲۸۰ تنو وروسته له تجزېې او تحلیله، اعلان وکړ، چې ښځې د ۱۶ امتیازو په درلودلو سره د نارینو په پرتله په خپل وجود کې ۱۲ غوره ځانګړتیاوې لري، چې له دوی نه د نارینو په پرتله ښې او بهترې کارفرمایانې او رهبرانې جوړوي.
په دغه پنځه دلیلیونو کې دا روښانه کېږي چې ښځې نسبت سړو ته ښې کارفرمایانې دي
۱ـ ښه اړیکه
ښځې نسب نارینو ته ښه اوریدونکې دي، چې په واقعیت کې ښه خصوصیت دی، او له دوی سره کمک کوي چې مراجعین او کارکوونکي ښه مدیریت کړي. د ډاکټر سوزان شرود، د راپور په اساس د همدغې ځانګړنې په پایله کې په مجلسونو او بحثونو کې میرمنې ډیره ونډه اخلي ، په داسې حال کې چې ډیری نارینه انفرادي عمل کوي، دا ځکه چې دوی د خبرو او بحث په ځای د عمب په وسیله د اړیکو ساتلو او جوړولو ته ډیره لیوالتیا لري.
دغه یو مهمه او ارزښتمنه موضوع ده چې همدا لامل له ښځو نه ښې او بهتر ېکارفرمابانې جوړې کړې دي، ځکه چې هر کارکوونکی غواړي چې مدیر یې دده خبرو او نظریاتو ته غوږ کیږدي او مراجعین غواړي تر څو د دوی د مشکلاتو په وړاندې همدردي او زړه سوی وښودل شي. په ټولیز ډول ښې اړیکې د ډیر باور او ښه والي سبب ګرځي.
۲ـ د یوې اغیزمنې اړیکې جوړول
ښځې کولای شي چې یوه ټولنه جوړه کړي او اړتیا نه لري لکه د نارینو غوندې هر یو شخص په مستقیم او انفرادي ډول مدیریت کړي.
۳- ځواکمن کسب او کار
بارت او مک کوئین د نړۍ موثر ترینه مدیران دي، دغه موضوع یې مطرح کړې چې ښځینه مدیران ډیر د دې په هڅه کې دي ترڅو د کارمندانو او مراجعینو ترمنځ عدالت او همغږي رامنځته کړي.
۴- ډیر صبر او زغم
ښځینه مدیران د نارینه مدیرانو په پرتله د خپلو کارکوونکو په وړاندې له زغم نه کار اخلي، په همدې دلیل د هغوی په وړاندې چټک غبرګون نه ښيي او بیړنۍ نتیجه ګیري نه کوي، ان خپل تصمیم په زغم او صبر نیسي، یوې څیړنې ښوولې ده چې ښځې د یوې ښې پایلې ترلاسه کولو له پاره په پوره کچه زغم او صبر کوي.
۵ ـ له دندې سره د ښځو مینه او فعال اوسېدل
د جی فورت، راپور په اساس چې د fire up! your emloyees and smoke your competition کتاب یې لیکلی دی ، فورت وایي ښخې د خپلو کارکوونکو د فعالیت او مینې کچې یا اندازې ته ډیر اهمیت ورکوي، او هغوی به ستاسو د مخ ۴۳ عصلو ت تل پام وکړي چې څه رنګه تقیر کوي.