ژباړه: الهام الله بابر
ددې ټکو په لوستلو سره چې دلته ورته نغوته شوی ده، کولې شي خپل امنیتي حدود په مجازي نړۍ کې خپل کړی. دغه پنځه ټکې، یعنې هغه ساده تیروتنې چې پدې وروستیو کې هر کارکوونکې پری تورن کیږي
د انټرنیټي انلاین خدمتونو په ډیرښت سره، امنیت هم خپل ارزښت ورځ تر بلی پیدا کوي. د ډیجیټلي ژوند ساتنه او د خپل شخصي حریم څخه په مجازي نړۍ کې حراس درلودل یوه پراخه موضوع بلل کیږي چې پر دې باندی واک د انلاین نړۍ امنیت بدلونونو سره لازم بلل کیږي؛ هغه موضوع چې ډیرې کارکوونکي ورته کافي وخت لاس پوری کولو دپاره ورته نه لري.
په نړۍ کې هکران (انټرنیټي غله) ورځ تر بلې نوي نوي دامونه او لارې د شخصي معلوماتو غلا کولو دپاره په جلا جلا چاپیریالونو کې په مجازي توګه جوړه وي او خپروي، یواځی ستاسې کمپیوټر کې د یو انټي ویروس او پاسورډ په نصبولو سره د بی سیمه اتصال او امنیتی جزئیاتو ته نه کتل، نشي کولې ستاسې امنیت ټینګ کړي. د ځینو رایجو تیروتنو انټرنیټي مسایلو څخه د نړۍ په کچه ځان خبرول کولې شي ستاسې د انټرنیټي ژوند امنیت کې پرمختګ او ارتقاء رامنځته کړي. د امنیت ساتل د هرې ورځې مستمرې کتنې ته اړتیا لري.
پدې لیکنه کې چې پنځو ټکو ته نغوته شوی کوښښ وکړئ چې تر حده یې ترسره نه کړی.
نوموړې مطلب د تخصصي انټرنیټي امنیت شبکې وړاندیزونو څخه دي، او هیره دی نوي چې امنیت په بشپړه توګه یوه نسبي مسله ده او داسې کومه لاره شتونه نه لری چې په قطعي او تل پاتی توګه یې تامین کړو، خو که چیرې د زیانمنوونکو روشونو څخه یې خبر واوسو نو کولې شو چې ډیره ګټه ځینې پورته کړو.
کمزورې پټ نوم یا پسورډ د انټرنیټي غلو غلا دام ته زمینه مساعده ول
که چیرې د ۲۰۱۲ کال کمزورو پټ نومونو نوملړ ته وګورو، ډیرې استعمالوونکي د اسانه پټ نومونو یا پاسورډونو عباراتو څخه استفاده کوي چې انټرنیټي غلو یا کرکر (Cracker) د بپاره ساده او په اسانه توګه نفوذ ور باندې کولی شي.
د ۱۲۳۴۵۶۷۸، qwerty، abc123 او iloveyou په نړۍ که له هغه پاسورډونو څخه دي چې تراوسه لا هم ډیر استعمالیږي. کیداې شي تاسې باور ونه کړی د ۱ څخه ٪۱۰ سلنې پورې ډیری استعمالوونکې د ۱ – ۸ اعدادو پورې د پټ نوم په توګه ټاکي او استعمالوي. نږدې ۵٪ سلنه کسان د password کلمې څخه د پټ نوم په توګه کار اخلي. که چیرې تاسې د انټرنیټ غله په توګه فرض کړئ لومړی به تاسې نوموړې عباراتونو وآزمایی.
په کال ۲۰۱۲ کې د یاهو، لینکډین، لسټ اف ام او داسې نورو ډیرې اکاونټونو استعمالوونکو خپل اکاونټونه له لاسه ورکړه چې علت یې لدې څخه پرته بل څه نه وو. لومړی قدم پټ نوم ماتولو کې د حمله کوونکو لخوا د جلاجلا ژبو ډیر استعمالوونکو نومونو څخه بل څه نوي هغه آزمایي.
پدې اساس، لومړی وړاندیز د کلک پټ نوم ټاکل د ایمیل پاسورډ، فیس بوک یا بانک اکاونټ هغه چې په ډکشنري آسانه توګه پیدا نشي یو کلک پټ نوم چې د ۱۲ تورو څخه کم نوي او د داسې تورو څخه جوړ وي چې سره خپلو کې اړیکه په هیڅ عنوان ونه لري او پټ نوم کې د کوچنیو، غټو او ځانګړو نښو څخه کار واخلی لکه @#$^&*!)).
لدې سره سره ، په هرو څو میاشتو کې خپل پټ نوم بدل کړئ او خپل پټ نوم کې د پیژندنې شمیرو څخه لکه د تذکرې شمیره، شهادت نامې، زیږدنې نیټه او داسی نور..استفاده ونه کړئ. که چیرې څوک غواړي ستاسې د شخصی معلوماتو څخه کار واخلي لومړی دا تګلاره پیاده کوي. د پټ نومونو پوستکالو مدیریت څخه استفاده هم کولی شي امنیت کی مرسته وکړي.
برښنالیک کې بې باروه اړیکو باندې کلیک کول!
د سایبري حملو یوه نوموتی تګلاره د Phishing ترنامه لاندې شهرت لري چې انټرنیټي غله د جعلي پاڼو په جوړولو سره ستاسې شخصي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي، یو جعلي بریښنالیک ستاسې بانک په نامه ستاسې د بانکي حساب ته ورته وړاندیزشوی پاڼه د انټرنیټي غلو څخه کولي شي ستاسی ټول معلومات ترلاسه کړي ځکه کیدای شي تاسې معلومات هلته درج کړي نو دا، دا معنی لري چې تاسې په خپل لاس ټول معلومات انټرنیټي غله ته ورکړه. لکه په مجازي نړۍ سکایپ، فیسبوک او لینکډین او داسی نورو کې ډیرې داسې وړاندیزونه راځي چې د شک او تردید په سترګه باید ورته وکتل شي او خپلو اکاونټونو ته تل د کره لارې څخه دننه (login) کیږئ .
د پوستکالو حیاتي اپدیټ وخت کې نه پاملرنه
په سر کې هغه عامل پوستکالي ( وینډوز، مک ، لینکس او…) وروسته ټول هغه پوستکالي په کمپیوټرونو، ټبلیټونو او نورو هوښیارو آلو کې باید وخت په وخت سره اپدیټ شی. د خدمتونو وړاندې کوونکې کمپنۍ وخت په وخت سره نوې کڅوړی د امنیتي ګواښونو په وړاندې وړاندې کوي که چیری په اپدیټ کولو کې ځند وکړئ کیدای شي چې د انټرنیټی غلو په دام کې ولویږې ځکه چې هغوې ددې واټن څخه د استعمالوونکو استفاده کوي.
یو ټکې په یاد ولرئ: د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا د وینډوز پوستکالي اپدیت وجه دا وي ترڅو د یو لړ امنیتي ستونزو څخه خوندېتوب پیدا کړی چې ژر تر ژره باید اقدام ترسره شي. که چیری انټرنیټ مو چټک وي نو د اتومات ډول خوښه وټاکئ تر څو وینډوز مو هر وخت اپدیټ شي.
د ناپیژاندو وړیا سرچینو څخه د پوستکالو راښکته کول
د پوستکالو یا اپلیکشنونو راښکته کولو دپاره تر شتونتیا حده د معتبرو او پیژاندو سرچینو څخه ګټه واخلی. په نړۍ کې بی شمیره ویبپاڼې شتون لري چې په وړیا توګه انلاین خدمتونو همدې دامونو دپاره وړاندې کوي ترڅو د ترجنونو، ویروسونو د لارې راښکته شوی فایل سره یې مل او ستاسو سیسټم پری ککړ کړي.
که چیری ستاسی کمپیوټر آنټی ویروس لري تل یې اپدیټ وساتئ او ورڅخه استفاده وکړئ د نور لینکونو او اشتهاري پیغامونو څخه ځان وساتی تر څو د انټرنیټي غلو څخه په امن پاتی شی.
خپل شخصي معلومات د حده وتلي په مجازی فضا کې شریکول
رسنیزو شبکو کې د ډیرو اوسیدونکو څخه دا فسلفه اوریدل کیږي چې وایي شریک به کړم یا شریکوم یې دا اصطلاګانې په حقیقت سره د یادو پدیدو رایج کول ته منشا او امنیتي ګواښونو ته زمینه سازي کوي.
ډیرې خلک خپل شخصي معلومات د ځان په اړه ټولنیزو شبکو کې شریکوي چې دا په خپله انټرنیټي غلو ته د حملو زمینه جوړوي او خپلې موخې ته یې رسوي. نو د overshare یا حده وتلی معلومات شریکولو څخه ډډه وکړئ او خپل شخصي معلومات لکه برښنالیک، تلیفون شیمره، کور پته، هغه برنامې چې د رخصتیو دپاره یې لری او نور پلانونه شریک کولو څخه په کلکه ډډه وکړئ .