لیکنه: عادله حسن
پنځه هغه کارونه چې باید دکوژدې په وخت کې باید تر سره کړۍ۱ ـخپل دژوند ملګری یا ملګرۍ نورو ته وروپېژنۍ
۲ ـ یو بل وخت ورکړۍ تر ځو دیو بل په خوا کې واوسۍ
۳ـ دواده وخت ځانګړی ګړۍ
۴ ـ دواده لګښت او پسې معلومې کړۍ
۵ ـ له همدا اوس نه په پس انداز پیل وکړۍ
په ټوله کې دکوژدې وروستي ورځې شپې ډیرې دتشویش او ویرې ډکې وې ددې ټول اصلي لامل هم دا دي چې دواړه خواوې په دې باندې فکر کوي چې دا ټول لګښت به ځنګه شي دواده لپاره ټول هر څه په خپل وخت باید واخستل شي دکور جوړونه دجهیز جوړونه دسره زرو چمتو کول ددوستانو لپاره ځينې شیان اخستل چې دا ټول دویرې او تشویش لامل ګرځي چې دا وخت نو نارینه بیا تر ټولو زیات ځان له نورو نه پټوي او یوازې توب خوښوي .
دحل لارې
۱ ـ په یو حالت کې اوسیدل او دیو بل درک کول
۲ ـ میرمنې اړتیا لري چې خبرې ورسره وشي
۳ـ ځانته په یوه کوټه کې مه کېنۍ
۴ ـخپلې وعدې عملي کړۍ
ددوه کورنیو دکلتوري نظرنو اختلاف دکوژدې په وخت کې باید دې ټکو ته پام وکړۍ ځکه چې همدا وخت دی چې دواړه کورنۍ سره یو بل په ښه ډول پیژني او نورهم ددواړو کورنیو تر منځ داعتبار او اعتماد اړېکه ټينګيږي .
دکوژدې د وخت نه جبرانیدونکي تيروتنې
۱ ـ کورنې دې په خپلو اولادونو محدویت نه ږدي
۲ ـ په خپل منځ کې جنسي اړېکه مه نیسۍ
۳ ـ دکوردنې اړېکې ته درناوې ولرۍ
۴ ـ له حده وتلی تګ راتګ هم ښه نه وي
۵ ـ خپل دژوند ملګرې یا ملګري نه بت مه جوړوۍ
۶ ـ هره څه ته په کمه سترګه مه ګوره
۷ ـ په خپلو منځو کې دروغ مه وايۍ
۸ ـ دخپلې کوژدې راز مه شیندۍ
۹ ـ خپل دژوند ملګری یا ملګرې دنورو سره مه پرتله کوۍ