- فکر
که فکر کوئ چې کوم کار کولای شئ او يا فکر کوئ چې نه يې شئ کولای؛ په دواړو حالاتو کې رښتيني ياست.
هنري فورډ
- شونتيا
هر هغه څه چې د انسان ذهن يې تصور کولای شي او باور پرې ولري؛ تر لاسه کېدای شي.
نپلین هېل
- زدکړه
تاسې قدم وهل د قوانينو په پیروۍ نه بلکې په پورته کېدلو او لوېدلو زده کړي دي.
ريچارد برانسن
- وېره
زموږ ډېر له خپلو هيلو سره نه بلکې له خپل ډار سره ژوند کوو.
لېز براون
- شتمني
د پیسو ډېرولو تر ټولو آسانه لار دا ده چې هغه قات کړئ او بېرته يې په جېب کې کېږدئ.
وېل راجرز
- ارزښت
نړۍ ته تاسې يو کس ياست خو ښايي يوه کس ته يوه نړۍ ياست.
برانډي سنډر
- ژوند
کله چې له چا اورم چې وايي: «ژوند سخت دی»؛ هڅه کوم وپوښتم چې: «د څه په پرتله؟».
سېډني هېرېز
- ماته
د ماتې په نوم هېڅ نشته؛ ماته د ژوند هغ هڅه ده چې موږ ته د بل تګلوري لارښوونه کوي.
اوپرا وېنفري
- مثبت فکر
د مثبت فکر او ښه ليدلوري ټاکنه ستاسې د ژوند تېرولو د څرنګوالي څرګندونه کوي.
جول اوسټين
- هوډ
که باور ولرئ چې کولای شئ؛ تاسې نيمه لار وهلې ده.
تيودور روزوېلټ
- بخت
بخت د خولو تویولو وېش دی؛ چا چې ډېرې خولې توی کړې؛ ډېر بختور دی.
رې کراک
- پرمختګ
موږ هغه څه جوړېږو، کوم چې په اړه يې فکر کوو.
ايرل نایټېنګل
- ورځ
يا به تاسې ورځ تېروئ؛ کنه ورځ تاسې په مخه کړي.
جېم ران
- پیل
هره ورځ د ژوند د لومړنۍ او نوې ورځې په شان ژوند وکړئ.
جان ولفګنګ
- توپير
له برياليو کسانو سره د نورو کسانو توپير د ځواک او پوهې کمی نه بلکې د هوډ نه شتون دی.
وېنس لومبارډي
- هيلې
خپل خوبونه په حقيقت بدل کړئ؛ که نه بل څوک به مو خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره وګماري.
فره ګرې
- کسات
تر ټولو ښه کسات، ستر بری تر لاسه کول دي.
فرانک سيناترا
- بدلون
که فکر مو بدل کړای شئ؛ ژوند مو هم بدلولی شئ.
ويليامز جېمز
- شونتيا
که چېرې څوک تاسې ته ووايي: (ته نه شې کولای)؛ د هغه رښتيني موخه دا ده چې: (زه نه شم کولای).
سټين سټيفنس
- غبرګون
د ژوند ۱۰٪ برخه موږ ته له رامنځته کېدونکو پېښو او پاته ۹۰٪ د هغو پر وړاندې زموږ له غبرګونونو جوړ دی.
ډېنس کېمبرو
- پرېکړه
زه د خپل چاپېريال د شرایطو محصول نه بلکې د خپلو پرېکړو محصول او پایله یم.
سټيفن کووي
- پیل
نن ورځ، ستاسې د پاته ژوند لومړنۍ ورځ ده.
هافمن
- فرصتونه
ځيرک انسانان فرصتونه جوړوي؛ په تمه يې نه کښېني.
فرانسس بېکن
- ليدلوری
تر اوسه تر ټولو ستر کشف دا دی چې يو کس يوازې د خپل ليدلوري په بدلون؛ خپل راتلونکی بدلولی شي.
اوپرا وېنفري
- پایله
د هر کار پایله د هغه چا لپاره تر ټولو ښه وي چې د هغه کار د تر سره کولو لپاره تر ټولو ښه لار غوره کوي.
جان ووډن
ژباړه: سعيد