لیکنه: اسد سعید
له بده مرغه په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې داسې کسان پیدا کیږي چې له خپل بډای تهذیب او تمدن څخه بی خبره او په هره برخه کې غواړي د پردو فرهنګ پلی کړي. نه یوازې دا چې د سیاست او اقتصاد په ډګر کې، بلکې د ادب په میدان کې هم د غرب ګرد وهلي دي. د کلاسیسم، رومانتیزم، ریالیزم، ناتوریالیزم، سمبولیزم او نورو ادبي مکتبونوڅخه متاثر دي. حال داچې دا مکتبونه د ځانګړو مفکرو او عقایدو د نشر لپاره ګټورې وسیلې دي.
هغه ادیب چې ځان ته مسلمان وایي، باید د اسلامي ادب په صفتونو او ځانګړنو ځان مجهز او بیا د معرکې میدان ته ووځي، له نورو نه متاثر نه بلکې نورو ته موثر وي.
په جاهلیت کې هم شعر او ادب ته د خلکو پاملرنه وه، هغوی به د مال، نسب، نژاد او قوم په هجو یا مدحه پسې پښې لوڅې کړې وې. ځینې شاعرانو به د شرابو په وصف کې هوښ باللې وو او نورو به لوڅې ښځې داسې ستایلې چې ټول اخلاقي مکارم به یې تر پښو لاندې کړي ول.
اسلامي تعلیمات د رحمت د هغه باران په شان شول چې هر لوری پرې سمسور او هیڅ برخه ترې وچه پاتې نه شوه. د اسلام د شامل او کامل والي په سبب ادب ته هم پاملرنه وشوه.
په شعر او ادب کې وینې، نسب او قبیلوي ستاینو خپل ځایونه ایماني اخوت ته پریښودل. د شرابو مدحه بنده او هغه ښځه به چې پخوا د شعرونو په بازار کې لیلام او بې عفته وه، ترینه با عزته مور او خور جوړه شوه.
نوی ادب چې د جاهلي ادب ځای ناستی شو، د الله په حمد او د رسول الله په نعت پیل شو. د ایمان د قوت لامل وګرځید. هرې کلمې یې د اخلاقو له کان نه سرچینه واخیسته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی د دې وینا په پام کې نیولو سره چې ( وجاهدهم به جهادا کبیرا) صحابه کرام وهڅول تر څو د مشرکینو شعرونه بې ځوابه پرې نه ږدي. په حدیث شریف کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ( ان من البیان لسحرا و ان من الشعر لحکمة) په ځینو خبرو او بیانونو کې جادویي اغیزه او په ځینې شعرونو کې حکمت نغښتی دی.
د همدې ادبي او فکري مبارزې (شعر او خطابې) له امله اقرع بن حابس رضی الله عنه چې د تمیم د قبیلی مشر وو مسلمان شو. هغه وویل: ( یقینا دا پیغمبر منصور دی، ځکه د هغه خطیب زمونږ د خطیب نه او شاعر یې زمونږ د شاعر نه غوره دی).
مسلمانان په شعر او ادب کې چې په تبلیغاتي جګره کې ستره ونډه لري د هر چا مخکښ وو.
حسان بن ثابت رضی الله عنه دا خبر مني او مشرکینو ته په خطاب کې داسې وایي:
فانا و من یهدی القصاید نحونا کمستبضع تمرأ الی أهل خیبرا
( د ادب او هنر سړي موږ یو، او هغه څوک چې په شعرونو سره مونږ تر هدف لاندې نیسي، د هغه چا په شان دي چې خیبر ته خرما وړي.
اسلامي ادب له لهو او لعب نه ځان ساتي او اخلاقي التزام لري. مسلمان ادیب باید پوه شي چې هغه یو هدفمند کس دی او ادب د ادب یا هنر د هنر لپاره نه استعمالوي، بلکې د هغه په هره جمله او مسره کې خیر نغښتی دی. په ادب باندې د خپل ملت او امت خدمت کوي.
د زمانې په تیریدو سره چې په مسلمانانو کې د دنیا مینه پیدا شوه او د تقوا ځای عیاشی ونیو او داسې پادشاهان واک ته ورسیدل چې درباري شاعرانو او ادیبانو ته یې ځانګړی پاملرنه وه. اسلامي ادب د اسلام د سپیڅلي نظام د نورو برخو په شان ورځ تر بلې ضعیف شو.
امام محمد غزالي په خپل کتاب ( سر تاخر العرب و المسلمین) کې لیکي:
( اموي پادشاه عبدالملک بن مروان ته جریر ( شاعر) راغی او خپله مشهوره قصیده یې ورته واوروله چې پیل یې داسې دی: ( لا تصحوا ام فؤادک غیر صاح…؟) آیا د مستې د خمار نه پاڅیدلی یې که تر اوسه دی زړه مست دی؟ عبدالملک چې دا مطلع یې خوښه نه شوه وویل: ستا خپل زړه مست دی! شاعر خپلې قصيدې ته دوام ورکړ او دې بیت ته راورسید:
الستم خیر من رکب المطایا………….. و اندی العالمین بطون راح!
آیا تاسې تر ټولو غوره نه یاست چې پر خره سپریږی، تر ټولو نه سخي؟
عبدالملک ډیر خوشاله شو او ویې ویل: ( هو، هو مونږ دا ډول یو! تر ټولو غوره چې په خره سپریږي او تر ټولو سخي!… او د بیت المال دروازه خلاصوو تر څو جریر هر څه غواړي واخلي).
د نا اهله پادشاهانو پاملرنه یواځې مداحانو ته شوه، یوځل بیا د تسبیح ځای پیالې، د جومات میکدې او د شهادت وینو د ساقي د شونډو سوروالي ونیو.
اسلامي ادب ته څنګه خدمت شوی وای چې د اسلامي امت مسولین په دی شان ول.
بیا د جانان د قد، سترګو، شونډو او زلفو ستاینه پیل شوه، چې دا لړی له بده مرغه تر نن پورې دوام لري. مسلمان ادیبان ددې پر ځای چې اسلامي ادب ته خدمت وکړي په لغته یې وهي. د ادب تر نامه داسې کلیمې استعمالوی چې شاید ډیر بې ادبه کس هم د هغوی د استعمال نه شرم او حیا وکړي.
هغه ادیبان او شاعران چې د پردو په لار روان دي، او خپل اصلیت یې هیر کړی دی د استخراب لپاره ستر خدمت کوي. ځکه همدوی د بی حیایی د خپریدو او د پردي فرهنګ د ترویج وسیله دي.
نن مونږ داسې ادیبانو ته اړتیا لرو چې دعلامه اقبال په شان د غزل ماته بیړی د مۍ له ګرداب نه د دعا او عرفان په وسیله د اخلاقو او حماسې ساحل ته ورسوي.
زه د هغې ورځې په هیله یم چې د افغانستان او نړی مسلمان ادیبان او شاعران خپلو مسولیتونو ته پام واړوي او کوښښ وکړي تر څو د دوی ادب بشریت ته د هوساینی وسیله وګړځي.
You also might be interested in
لیکنه: ګل رحمن رحماني مشهورکولمبيايي ليکوال ګابرېل ګارسيا مارکز (١٩٢٧-[...]
لیکنه: هارون سمون په ځینو داستاني توکو کې د لیکوال[...]
لیکنه: محمد عالم امین دغه لیکنه کولی شي، د هغو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی