🚗 په ټوله اروپا کې د سړک خوندیتوب يوه مهمه مسله ده چې اروپايي ټولنه هڅه کوي چې د ترافیکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې کچه راټيټه کړي.
تېر کال په اروپايي ټولنه کې تقريباً 20600 تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي. سره له دې چې دا ارقام د تېرو کلونو په پرتله کم دي ولې بيا هم د نفوسو په پرتله دا يو لوى رقم دى.
ددې تر څنګ تقریبا يو ميليون وکړي ژور او سطحي تپيان شوي.
په بلجيم کې هم د تېر 2023 کال ارقام ښيي چې 540 تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي دي او تر 45 زرو تنو پورې تنه په دې پېښو کې تپيان شوي دي.
په بلجیم کې د ترافیکي پېښو له امله د ژوبلې کچه اوس هم د اروپايي ټولنې له متوسطې کچې څخه لوړه ده خو بيا هم د تېرو کلونو په پرتله 25 سلنه کموالى په کې راغلى.
د بلجیم سرکونه په دې خاطر چې د هالنډ، جرمني، فرانسې او برتانیې تر منځ د ارتباطي لارو په ډول د وړو او سترو موټرونو لپاره کارول کېږي، د نورو غړو هېوادونو په پرتله ترافیکي ګڼه ګوڼه ډېره لري. له همدې امله دلته اړينه ده چې دلته له ډېر احتياط څخه کار واخیستل شي.
# د سړک خوندیتوب # اروپایی سړکونه # بیلجیم موټر چلول # خوندي پاتې کیدل