اروپایي چوکاټ په ټوله اروپا کې د ژبې د زده کړې په برخه کې یو شریک واحد یا بنسټ ګنل کېږي چې د ټولو ژبو درسي سیستم پر همدې بنسټ تنظیم شوی. په شپږو معیاري پوړونو یا لېولونو کې دا چوکاټ له هر پوړ څخه د تیریدلو لپاره زده کوونکو ته ټاکلې اړینې وړتیاوې او مهارتونه ور کوي.
د A1 پوړ یا لېول – دا لومړنۍ سویه یا کچه ده چې د یوې ژبې لومړنۍ خبرې اترې زده کول، لکه، د ځان معرفي کول، تاسې چیرته اوسیږی او څه بوختیاوې لری. په کې شامل دي.
د A2 پوړ یا لېول – دا دوهمه سویه یا کچه ده چې زده کوونکي ته د اساسي مالوماتو ارایه کولو توان ورکوي، ددې دورې په پای ته رسېدو سره تاسې د اساسي موضعاتو په هکله کولی شی خبرې کولای شی او خپلې اړتیاوې واضع کولای شی – لکه کله چی تاسو بازار کی سودا اخلی، کولای شئ له دوکاندار سره چڼې وهلی شئ او یا د جنس په اړه معلومات غوښتلای شئ.
د B1 پوړ یا لېول – دا دریمه سویه یا کچه ده چې زده کوونکي ته پر ورځینیو پېښو په اړه د پوهاوي وړتیا ورکوي او کولای شي په دې اړه له چا سره خبرې وکړي او یا چاته موضوع بیان کړي. همدا شان تاسې کولای شی چې خپلې تجربې له چا سره شریکې کړی او د موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړی.
د B2 پوړ یا لېول – دا څلومه سویه یا کچه ده چې زده کوونکي ته وړتیا ورکوي چې له چاته په خبرو کولو سره قناعت ورکړي او یا له ځایي اوسیدونکو سره د اوږدو مرکو پر مهال په دوامداره او روانه توګه خبرې کولای شی . تاسې پیچلی لیک لوستلای شی او د بحثونو تر څنګ په پیچلو موضعاتو کې خپل نظر هم څرګندولای شی.
دC1 پوړ یا لېول – دا پنځمه سویه یا کچه ده چې زده کوونکي ته وړتیا ورکوي چې په ازادانه ډول خبرې وکړی په دې پړاو کې به تاسې دې ته اړتیا نلری چې ټکي ولټوی بلکه و به کولای شی چې په ډیر آرام شکل او نرمښت سره په هر حالت کې په یوه ژبه، لکه جرمني، فرانسوي، هالنډي خبرې وکړی. تاسې به په اوږدو او پیچلو متنونو هم پوهیږی.
د C2 پوړ یا لېول – دا څلومه سویه یا کچه ده چې زده کوونکي ته وړتیا ورکوي چې خپلې غوښتنې څرګندې کړی په دې پړاو کې هر هغه څه چی تاسې یي لولي یا یي اوری ورباندي پوهیږی او کولای شی چې په دوامداره او روانه ژبه خبرې وکړی او تفصیلي مالومات وړاندې کړی.
که چېرې غواړئ له افغان ټپس سره د هالنډي ژبې زدکړې تعقیب کړئ او د نویو درسونو په اړه خبرتیا ترلاسه کړئ، د افغان ټپس په دې وټساپ ګروپ کې ګډون وکړئ. د ګډون لپاره یوازې په تړوني یا لېنک کاپي او په پرانیزئ.
https://bit.ly/3n243gI