څېړنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي
د څېړنې په باب ختیځ پوهانو او لویدیځ پوهانو بېلا بېلې پېژندنې ورکړي دي چې د الفاظو په تغیر سره یوه معنا ورکوي.
مخکې له دې چې د څېړونکي په صفاتو بحث وکړم، خپلې خبرې د تحقیق د پېژندنې پیل کوم.
ـ دکتور فخرالدين، د علمي څېړنو او پلټنو تګ لاره، اثرکې وايي: علمي څېړنه او پلټنه عبادت له هغې لارې او روش څخه دی چې پلټوونکی او څېړونکی د علمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطرټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګند او بيا يې خلکو ته وړاندې کوي.
ـ هاشمي وايي:تحقيق(څېړنه) د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده، چې لغوي معنا يې د حق،حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه او سپړنه ده او په ادبي اصطلاح په يوې خاصې او ځانګړې لارې او روش د يو نامعلوم حقيقت پلټنې او څرګندونې ته د تحقيق (څېړنې)فن وايي.
ـ محمدنبي صلاحي وايي: (څېړنه) په مسايلو د ژورې پوهيدنې او د رښتيا (حقيقت) موندلو لپاره يو پلان شوی، هوښيارانه، منظم او د باور وړ بهير دی.
له نویو او عصري څېړنو پرته په اسلامي علومو کې د څېړنې په هکه چې څومره خبرې راغلي دي، د محتوا له مخې یو شان موضوعات وړاندې کوي.
امام خلیل ابن احمد د تحقیق په هکله داسې وايي: (الحقُّ نقیض الباطل.) ژباړه:حق د باطل ضد دی. یعنې د حق د ثابتولو لپاره له باطله ډډه کول مهمه مسئله ده.
ابن منظور افریقي د تحقیق په هکله داسې وايي:
(الحَقُّ: نَقِیضُ الْبَاطِلِ، وَجَمْعُہُ حُقوقٌ وحِقاقٌ․․․․․ وحَقَّ الأَمرُ یَحِقُّ ویَحُقُّ حَقّاً وحُقوقاً: صَارَ حَقّاً وثَبت.)
ژباړه:حق د باطل ضد ته وايي جمع يې حقوق او حقاق راځی.د حق الامر معنی ده.حق يې ثابت شو.
حق او باطل یو د بل لپاره ضد دي نو ځکه په قران کریم کې د حق او باطل په هکله زښتې زیاتې خبرې راغلي دي.الله تعالی فرمايي:
(وَلَاتَلْبِسُواالْحَقَّ بِالْبَاطِل ِوَتَكْتُمُواالْحَقَّوَأَنْتُمْتَعْلَمُونَ)(البقره :۴۲)
ژباړه: باطل ته د حق جامه مه وراغوندئ او له پوهيگدو سره سره د حق پتگولو هخگه مه كوئ.
حق رښتینې ثابتول او باطل درواغ واضح کولو په هکله په قران کریم کې راغلي دي:(لِیُحِقَّ الْحَقَّ وَیُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ کَرِہَ الْمُجْرِمُوْنَ)(الانفال:۸)
ژباړه: تر خگو چيگ حق حق ثابت شي او باطل باطل پاتيگ شي كه داد مجرمانو له پاره خگومره ناكاره بريشگي هم.
په قران کریم یو بل ځای هم راغلي دي:(لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ)
(يس :۷۰)
ژباړه: ترخگو چيگ هر هغه خگوك تنبيه كؤي چيگ ژوندي وي اوپر انكار كوونكو بانديگ اتمام حجت وشي .
په قران کریم کې د تحقیق په باب زیاتې خبرې راغلي دي. لکه: (یٰٓاَیُّہَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْٓا اِنْ جَائَکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَاٍٴ فَتَبَیَّنُوْآ اَنْ تُصِیْبُوْا قَوْمًا بِجَہَالَةٍ فَتُصْبِحُوْا عَلٰی مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ)
ژباړه:اى مومنانو!كه كوم فاسق تاسيگ ته له كوم خبرسره راشي نو تاسيگ تحقيق وكؤئ نه چيگ تاسيگ كوميگ أليگ ته په ناپوهة سره ضرر ورسوئ او بيا په خپلو كؤو پشگيمانه شئ .
د تحقیق په هکله د قران کریم ایات دی: (اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ اَمْ عَلٰی قُلُوْبٍ اَقْفَالُہَا)
ژباړه:ايا دوى په قران غور نه دى كؤى، يا پر زؤونو بانديگ د هغو كولپونه وهل شوي دي.
پورتني ټول ایاتونه د تحقیق په هکله افکار او نظریات وړاندې کوي او همدارنګه ډېر نور ایاتونه هم د څېړنې په هکله شته چې د موضوع د اوږدوالي لپاره بسنه کوم.
په نبوي احادیثو کې هم د تحقیق په هکله زیاتې لارښوونې شته دي. حضرت جابر رضي الله تعالی عنه فرمايي: (خَرَجْنَا فِی سَفَرٍ فَأَصَابَ رَجُلًا مِنَّا حَجَرٌ فَشَجَّہُ فِی رَأْسِہِ، ثُمَّ احْتَلَمَ فَسَأَلَ أَصْحَابَہُ فَقَالَ: ہَلْ تَجِدُونَ لِی رُخْصَةً فِی التَّیَمُّمِ؟ فَقَالُوا: مَا نَجِدُ لَکَ رُخْصَةً وَأَنْتَ تَقْدِرُ عَلَی الْمَاءِ فَاغْتَسَلَ فَمَاتَ، فَلَمَّا قَدِمْنَا عَلَی النَّبِیِّ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ أُخْبِرَ بِذَلِکَ فَقَالَ: قَتَلُوہُ قَتَلَہُمُ اللَّہُ، أَلَا سَأَلُوا إِذْ لَمْ یَعْلَمُوا فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِیِّ السُّؤَالُ، إِنَّمَا کَانَ یَکْفِیہِ أَنْ یَتَیَمَّمَ وَیَعْصِرَ -أَوْ یَعْصِبَ شَکَّ مُوسَیٰ – علَی جُرْحِہِ خِرْقَةً، ثُمَّ یَمْسَحَ عَلَیْہَا وَیَغْسِلَ سَائِرَ جَسَدِہِ)
ژباړه:مونږ په سفر وتلي و د يو تن سر په ډبره زخمي شو بيا هغه شيطان تير ويست خپلو ملګرو څخه يې پوښتنه وکړه هغو ورته وويل: تا ته رخصت نشته ته د اوبو په استعمال باندې قادر يې غسل وکه،کله چې هغه غسل وکړ نو مړ شو،کله چې نبی کريم صلی الله علیه وسلم ته راغلو کيسه مو ورته وکړه هغه وويل: په لوی لاس مو وژلی دی،کله چې نه پوهيدۍ نو پوښتنه به مو کړې وه د ناپوه سړي علاج پوښتنه ده هغه ته تيمم کافي و او يا به يې په زخم ټوټه تړلې وه او بيا به يې نور بدن وينځلی و.
د ابن عمر رضی الله تعالی عنه نه روایت دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (إِنَّ مِنَ الشَّجَرِ شَجَرَةً لاَ یَسْقُطُ وَرَقُہَا، وَہِیَ مَثَلُ المُسْلِمِ، حَدِّثُونِی مَا ہِیَ؟ فَوَقَعَ النَّاسُ فِی شَجَرِ البَادِیَةِ، وَوَقَعَ فِی نَفْسِی أَنَّہَا النَّخْلَةُ، قَالَ عَبْدُ اللَّہِ: فَاسْتَحْیَیْتُ، فَقَالُوا: یَا رَسُولَ اللَّہِ، أَخْبِرْنَا بِہَا؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ: ہِیَ النَّخْلَةُ قَالَ عَبْدُ اللَّہِ: فَحَدَّثْتُ أَبِی بِمَا وَقَعَ فِی نَفْسِی، فَقَالَ: لَأَنْ تَکُونَ قُلْتَہَا أَحَبُّ إِلَیَّ مِنْ أَنْ یَکُونَ لِی کَذَا وَکَذَا)
ژباړه:يوه ونه ده چې پاڼې يې نه غورځيږي او د مسلمان په څير ده دا کومه يوه ده؟خلکو د دښتو ونه ښودله او زما زړه کې تير شول چې دا خرما ده ابن عمر وايي: ما حيا وکړه او ومې نه ويل،صحابه و رسول الله ته وويل دا کومه ونه ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: دا خرما ده.ابن عمر وايي:زما په زړه کې چې څه تير شول هغه کيسه مې پلار(عمر)ته وکړه هغه راته وويل:که تا ځواب ويلي و، ماته به له هرڅه غوره و.
د هغې خبرې ښکاره کول چې صحت ولري او حقیقت وي، ویل یې سم کار دی او د پورته حدیث مفهوم دا دی چې حق باید له باطله بېل شي.
حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا په یمن کې قاضي شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې وفرمايل: (کَیْفَ تَقْضِی إِذَا عَرَضَ لَکَ قَضَاء ٌ؟، قَالَ: أَقْضِی بِکِتَابِ اللَّہِ، قَالَ: فَإِنْ لَمْ تَجِدْ فِی کِتَابِ اللَّہِ؟، قَالَ: فَبِسُنَّةِ رَسُولِ اللَّہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ، قَالَ: فَإِنْ لَمْ تَجِدْ فِی سُنَّةِ رَسُولِ اللَّہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ، وَلَا فِی کِتَابِ اللَّہِ؟ قَالَ: أَجْتَہِدُ رَأْیِی، وَلَا آلُو فَضَرَبَ رَسُولُ اللَّہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ صَدْرَہُ، وَقَالَ: الْحَمْدُ لِلَّہِ الَّذِی وَفَّقَ رَسُولَ، رَسُولِ اللَّہِ لِمَا یُرْضِی رَسُولَ اللَّہِ)سنن ابی داود ۳\۱۰۳
ژباړه:کله چې څه پريکړه درته راشي څنګه پريکړه به کوې؟ هغه وويل: د الله په کتاب به پريکړه کوم.که د الله تعالی په کتاب کې پيدا نه شي؟ هغه وويل: د رسول الله په سنتو پريکړه کوم.بيا يې ورته وويل:که دواړو کې یې پيدا نه کړې؟ هغه وويل: په خپله رايه اجتهاد کوم. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله سينه ووهله او ويې ويل: ثنا هغه ذات لره ده چې د خپل رسول استاذي ته يې د هغه څه توفيق ورکړ په څه چې د الله رسول راضي دی.
د پورته حدیث مطلب دا دی چې حقیقت ثابتول سم کار دی خو د حقیقت په څرګندولو کې باید له دقته کار واخیستل شي.
قران کریم څه له پاسه ۱۴۰۰ کاله مخکې د تحقیق په هکله زیاتې خبرې کړي دي چې نن ترې محققین استفاده کوي.
د قران کریم الفاظ، معنا، جمله بندي، شکل، لغات او د نورو علومو سره یې اړیکې په دې دلالت کوي چې د نړۍ بهترین معجز کتاب دی. د نړۍ اکثره علوم د قران کریم سره اړیکې لري، همدارنګه په پښتو کې څېړنه، په فارسي کې پژوهش او په انګلیسي کې ریسرچ د عربي ژبې له تحقیق سره هم معنا دي چې په قران کریم او احادیثو کې د تحقیق په هکله خبرې شته دي چې د معاصرو علومو د څېړنېزو پرمختګونو سره یو شان والی لري.
په اسلامي ادبیاتو کې د قران کریم ټولول، جمع کول او تدوینول بې جوړې مثال دی چې د نړۍ هېڅ کتاب ورسره برابرولی نشو او د اسلامي نړۍ له شهکاره لوړ یې ښودلی شو.
دا چې د تحقیق اصول او تګ لاره کومه ده او کومو اهدافو لپاره پکاریږي، په قران کریم او احادیثو کې په هکله زیاتې خبرې راغلي دي.
د تحقیق کلمه پر قران کریم کې پر بيلابيلو مفاهیمو کاریدلې ده چې په معاصرو تحقیقاتي کارونو کې هم ورځینې کار اخیستل کېږي.
د موضوع د شرایطو سره سم د محقق پر هغو ځانګړنو بحث کوم چې په اسلام او عصري څېړنو کې ورته زیاته اړتیا لیدل کېږي.
د علم حاصلول
د الله تعالی قران کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویناوې د علم په حاصلولو باندې تاکید کوي او همدغه علم دی چې حق او حقایق پرې اثبات ته رسېدلی شي نو له همدې امله نننۍ نړۍ هم د حق او باطل د بېلولو لپاره علم لاس ته راوړي.
په قران کریم کې راغلي دي: (وَاللہُ یَعْلَمُ وَ اَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴿البقره :۲۱۶﴾
ژباړه: الله پوهيگإي تاسيگ نه پوهيگإئ .
د قران کریم بل ایات شریف دی:( اَلْحَقُّ مِن رَّبِّکَ فَلَا تَکُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِینَ﴿البقره:۱۴۷﴾
ژباړه:دا په غوخگه توكگه يوه حقه خبره ده ستا درب له لورې نو ته د هغه په باب هيگخگكله شكمن كيگإه مه.
له پورته ایاته اثبات ته رسېږي چې الله تعالی صداقت خوښوي. او د حق څرګندولو لپاره علم او پوهه مهمه ده.
په معاصرو څېړنو کې هم صداقت او رښتینولي د حق د اثبات لپاره اساسي اصل دی.که په محقق کې صداقت او ایماندراي نه وي نو دی به کله هم د حق اثبات ته ونه رسوي.
محقق باید په څېړنه کې له مبالغې، بې ځایه ستاینې، ځان ښودنې، هر ډول تعصب او داسې نورو مسایلو نه ډډه وکړي او په خپلو علمي کارونو کې صادقه وي او د ده ټولې علمي لاس ته راوړنې د رښتینولۍ پر بنسټ ولاړ وي. محقق باید کافي تجربه، علم او پوهه، خاص ذکاوت او استعداد او تخصص ولري.
د ګمان نه ځان ساتنه
حقیقت اثبات ته رسول باید پر دلایلو ولاړ وي او همدارنګه په هغو مواردو بحث کول سم کار دی چې مواد په لاس کې وي، یعنې ګمان کول تحقیق او محقق لپاره تاوان رسوي. محقق نه شي کولای چې د خپل زړه خبره بې دلیله راوړي.
په قران کریم کې الله تعالی فرمايي: (وَمِنْہُمْ اُمِّیُّونَ لَا یَعْلَمُونَ الْکِتٰبَ اِلَّا اَمَانِیَّ وَ اِنْ ہُمْ اِلَّا یَظُنُّونَ﴿البقره:۷۸﴾
ژباړه:او په دوى كيگ يوه أله د عاميانو ده چيگ پر كتاب نه پوهيگإي،پر بيگ بنستگه هيلو ييگ تكيه كؤيگ ده او په انكگيگرنه او كگومان روان دي.
د قران کریم بل ایات شریف دی: (وَقَالُوا لَن یَّدْخُلَ الْجَنَّۃَ اِلَّا مَن کَانَ ہُودًا اَوْ نَصٰرٰیؕ تِلْکَ اَمَانِیُّہُمْؕ قُلْ ہَاتُوا بُرْہٰنَکُمْ اِن کُنتُمْ صٰدِقِینَ﴿البقره :۱۱۱﴾
ژباړه: د هغو دا وينا ده چيگ هيگخگوك به جنت ته لاؤ نشي ترخگو هغه يهودي نه وي يا( د عيسويانو د كگومان له مخيگ) عيسوي نه وي، دا د هغو هيليگ دي دوي ته ووايه خپل دليل وؤانديگ كؤئ، كه تاسيگ په خپله دعوه كيگ ريشگتيني ياست.
نوې څېړنې په دې تاکید کوي چې د محقق خبرې پر ګمانونو ولاړې نه وي او په هغو مواردو بحث پيل او پای ته ورسوي چې په ټولنه کې موجود وي. په اسلام کې هم دا خبره په ډاګه شوې ده چې حق له باطله بېلولو کې ګمان نه ځان ساتل مهم دي.
د حقیقت بیانول او اثبات ته رسول
کله چې ماشوم پيدا شي د لومړۍ ورځې نه د لاسونو خورولو، سترګو رپولو، ژړلو او داسې نورو مسایلو په هکله د عکس العمل ښول په حقیقت کې پرحقایقو ځان پوهول دي. الله تعالی انسانان د همدې لپاره پیدا کړې دي چې د ژوند د بهبود، کامیابي او خوشحالۍ لپاره نوي اکتشافات او اختراعات وکړي او همدارنګه د ځان او ټولنې په باب نوي حقایق اثبات ته ورسوي.
د ویلو، لیکلو او عمل تر منځ توازن
د محقق لیکلو، فکر او عمل کولو تر منځ توازن مهمه مسله ده. که لیکوال کوښښ وکړي چې د فساد پرضد تحقیقاتي پروژه پیل او پای ته ورسوي خو دی په خپله په فساد کې اخته وي او د ده د ویلو، لیکلو او عمل تر منځ برابري موجوده نه وي نو کله هم د داسې لیکوال خبرې تاثیر کولای نشي.
د محقق د زړه د خبرو او لیدلو ترمنځ همرنګي ضروري ده، د زړه خبره باید په رښتینې احساساتو وکړو. الله تعالی فرمايي: (یایُّہَا الَّذِینَ اٰمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴿الصف:۲﴾
ژباړه: اى مومنانو، تاسيگ وليگ هغه خگه وايي چيگ كوئ ييگ نه.
د الله تعالی وینا ده:(کَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللہِ اَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ ﴿الصف: ۳﴾
ژباړه: دالله پر وؤانديگ دا أيرد غضب وؤ حركت دى چيگ تاسيگ هغه خگه ووايي چيگ كوئ ييگ نه.
د قران کریم د ایاتونو له مفهومه ثابتېږي چې په عام ډول ټول انسانان او په خاص ډول حق ثابتوونکي د ویلو، لیکلو او عمل تر منځ توازن مهمه خبره ده.
انصاف او امانت داري
اکثره وروسته پاتې ټولنو کې په خلکو او ولس باندې ظلم کېږي، د دوی مال خوړل کېږي او همدارنګه له دوی سره له انصافه کار نه اخیستل کېږي، همدا شان کله کله له علمي بې انصافۍ نه هم کار اخیستل کېږي، لکه د یو لیکوال له اثره استفاده کول او د اقتباس په ډول نه ښودل او یا داسې نور مسایل راتلای شي.
محقق باید با انصافه او امانت دار وي. د ماخذ په ډول کار اخیسته د لیکوال حق دی خو په ځای ځای یې ښودنه هم ضروري ده.
الله تعالی فرمايي:(اِنَّ اللہَ یَامُرُکُمْ اَنتُؤَدُّوا الاَمٰنٰتِ اِلٰی اَہلِہَا وَ اِذَا حَکَمْتُم بَینَ النَّاسِ اَن تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ ؕ اِنَّ اللہَ نِعِمَّا یَعِظُکُمبِہٖ ؕ اِنَّ اللہَ کَانَ سَمِیعًا بَصِیرًا ﴿النساء:۵۸﴾
ژباړه: مسلمانانو! الله تاسيگ ته حكم كوي چيگ امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ او كله چيگ د خلكو په منحگ كشگيگ فيصله كوئ نو په عدالت سره ييگ وكؤئ، الله تاسيگ ته په ديگ سره أيگر لوى نصيحت كوي او په باوري أول الله اوريدونكی او ليدونكی دى.
درواغ نه ویل
د څېړنې کاروبار د حق ثابتول او پلټل دي او دا کار پاک زړه، لوړ استعداد او خاص ذکاوت غواړي.په تحقیق کې درواغ ویل ځای نه لري او ټولې خبرې باید سمې او رښتیا وي.
الله تعالی د درواغو په هکله فرمايي:(فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللہِ کَذِبًا اَوْکَذَّبَ بِاٰیٰتِہٖ ؕ اِنَّہٗ لَا یُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ ﴿يونس:۱۷﴾
ژباړه: له هغه به غتگ ظالگم بل خگوك وي چيگ د درواغوخبره له حگانه جوؤه كؤي د الله لوري ته ييگ منسوب كؤي او يا د الله واقعي ايتونه دروغ وكگنگي.دا باوري ده چيگ مجرمان هيگخگكله نشي بريالي كيداى.
په قران کریم کې پر بېلا بېلو ځایونو کې راغلي دي چې درواغ ویل سم کار نه دی او د حق د اثبات لپاره رښتیا ویل د ملا د تیر حیثیت لري او درواغ ویل د حق په اثبات کې یوه لویه نیمګړتیا ده.
حقیقت پېژندنه
قران کریم د حقیقت د پېژندنې په هکله زیاتې خبرې لري او د تحقیق کار هم حقایق لاس ته راوړل او ټولنې ته وړاندې کول دي. په قران کریم کې راغلي دي: (الٓـمّٓ﴿۱﴾ ذٰلِکَ الْکِتٰبُ لَا رَیبَفِیِہ هُدًی لِّلْمُتَّقِینَ﴿۲﴾
ژباړه:دا د الله كتاب دى، په ده كشگيگ هيگخگ شك نشته هدايت دى، د هغو پرهيزكگارانو له پاره.
د حقیقت پر پېژندلو او لاس ته راوړلو کولای شو چې ټولنې او ځان ته خدمت وکړو او د پرمختګ لپاره اساسي او بنسټيز اصل دی.
په اسلامي نړۍ کې لوی لوی محقیقین تیر شوي دي چې د دوی کارونه د ستایلو وړ دي چې د دې جملې نه د امام بخاري یادونه کولای شو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث یې په ډېره لوړه قریحه، طرز او طریقه ټول کړي دي.
د یقین حاصلول
په ساینسي او اجتماعي علومو کې د یقین حاصلول د حقیقت د لاس ته راوړلو لپاره مهمه مسله ده.قران کریم د یقین کتاب دی او مسلمان باید په الله تعالی یقین ولري.
د خبرې تصدیق
څېړونکی باید د حقایقو د اثبات لپاره خپلې خبرې تصدیق کړي، همدغه د خبرو تصدیق د څېړنې روح او د روان نمایندګي کوي یعنې د فرضیو د اثبات پرته څېړنه هیڅ معنا نه لري او داسې څېړنه دا معنا لري چې انسان دی موجود وي خو روح دې پکې نه وي.
الله تعالی فرمايي: (یٰٓاَیُّہَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْٓا اِنْ جَائَکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَاٍٴ فَتَبَیَّنُوْآ اَنْ تُصِیْبُوْا قَوْمًا بِجَہَالَةٍ فَتُصْبِحُوْا عَلٰی مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ)
ژباړه:اى مومنانو!كه كوم فاسق تاسيگ ته له كوم خبر سره راشي نو تاسيگ تحقيق وكؤئ نه چيگ تاسيگ كوميگ أليگ ته په ناپوهة سره ضرر ورسوئ او بيا په خپلو كؤو پشگيمانه شئ .
د پورته یادونو دا معنا اخلو چې د محقق او تحقیق لپاره اکثره لارښوونې په اسلامي او نویو څېړنېزو علومو لپاره یو شان دي.