لیکنه: نوراحمد فضلي
انسان د یوه عاقل او باشعوره مخلوق په حیث د الله ج پر نورو مخلوقاتو برتري لري. امام غزالي رحمه وايي چي که د کوم انسان عقل پر خواهشاتو-نفسیاتو غالب سو، دې انسان ته الله ج پر ملائیکو هم برتري ورکوي- دا ځکه چي ملائیکي د الله ج فرمانبرداره مخلوق دئ؛ هیڅکله د الله ج د امر څخه نافرماني نه کوي، ځکه چي عقل لري خو شهوات نلري. مګر، انسان هغه مخلوق دئ چي عقل او شهوات دواړه لري، نو کله چي ئې عقل پر شهواتو او نفسیاتو غالب سو، د ملائیکو مقام ئې نصیب سو او که ئې شهوات او نفسیات پر عقل غالب شول؛ بیا نو دلته د دې انسان څخه ضمیر او وجدان کډه کوي او د یوه وحشي صفته انسان خواص خپلوي.
انسان او بشر ته هیڅ یوه قانون او دین هومره درنښت او اعزاز نه دئ ورکړی لکه اسلام چي ورکړیدئ.
الله ج د سورة المائده په ۳۲ نمبر آیت کي فرمايي:
(مَنْ قَتَلَ نَفْسَا بِغَیرِ نَفْسٍ أوفَسادٍ فِی الأَرضِ فَکانَّما قَتَلَ النَّاسَ جمیعاً وَ مَنْ أَحْیاها فَکأَنَّما اَحیا النَّاسَ جمیعاً)
ژباړه-
چا چي غیر ناحق او یا په ځمکه کي له فساده پرته کوم نفس( مسلمان/غیرمسلمان) وواژه، ګواکي ټول بشریت ئې وواژه.
او چا چي هغه( همدې نفس) ته ژوند ورکی( لکه د طبیب په ذریعه یو ناروغ انسان ته دوباره ژوند مومي، چي ترڅو ئې اجل مطلق نه وي راغلی او دې ته اجل معلق هم ویل کیږي او یا داسي نوري ښېګڼي ورسره کول…) نو دې انسان ګواکي ټول بشریت وژغوری.
اوس راسئ وګورو چي نن په ټوله نړۍ کي څنګه او په څومره آسانۍ د یوه انسان څخه ژوند اخیستل کیږي، په ځانګړې توګه بیا په درېیمه نړۍ( اسلامي نړۍ) کي د یوه مسلمان انسان څخه.
خو موږ به هغوی به پرېږدو چي د یوه انسان سره د حیوان په شان کردار کوي، یو انسان په سپیو داړي او تر دې چي عزت او آبرو ئې هم ورڅخه اخلي- د هغویو څخه تر دې هاخوا د نورڅه تمه هم نسي کېدلای! او هم به د درېیمي نړۍ هغه هیوادونه او اولسونه چي موږ ئې له حاله نه خبریږو؛ پرېږدو.
خو،
رابه سو دې خپلي اسلامي خاوري(افغانستان) ته به نظر وکړو، راسئ وګورو چي دلته د اسلامیت او افغانیت د شعارونو سره-سره بیا هم پر یوه افغان انسان باندي څه تېریږي!
– آیا لږ دي بې ګناه افغان انسانان چي د زندانونو د تورو پنجو شاته د آزادۍ په نعمت پسي ئې سترګي وزي؟ خو څه کولای نسي!
- آیا لږ دي بې ګناه افغان انسانان چي د بچیانو د حلال رزق-روزي د پیداکولو لپاره به راوتلي وي، خو ناخبره به د سړک غاړي مئین باندي ور برابر سي؟ او یا به په عام محضر کي په ځانمرګي او نورو خونړي بریدونو کي ولاړ سي؟ ولي نه مو ولیدل؟ په ښارونو، سړکونو، مارکیټونو تر دې چي په ښوونځیو، پوهنتونو او نورو عام المنفعه ځایونو کي په پټاوونو کي بې ښې و بې بدي ولاړل؟ او حتا تر دې چي زما اسلامي مقدسات( ممبر، مسجد – مدارس) هم ددې ډول غیر انساني او غیر اسلامي اعمالو څخه خوندي پاته نه شول!
- آیا د حیرانتیا ځای نه دئ چي پر یوه طرف د اسلامیت او افغانیت شعارونه ورکوو؛ د ځمکي له مخي د مضر څیز ایسته کول د ایمان برخه ګڼو، خو پر بل طرف بیا د خپل اولس پر مخ لاري-سړکونه په بمونو او ماینونو فرش کوو؟
- آيا لږ دي بې ګناه افغان انسانان چي د ورځي کار او دشپې استراحت پرې حرام دئ؟ د راغلو بشردوستانو(!) د ډرون او شپنیزو عملیاتو له وجي آرام نلري.
عجیبه نه ده! هغوی چي ځانونه بشردوستان او انسان دوستان را معرفي کوي، په خپلو ملکونو کي د حیوان او حتا یوه نبات ژوند لا هم ورته اهمیت لري، خو زما په ملک کي زما افغان انسان ژوند ورته د اټانۍ ارزښت هم نلري- سلګونه او زرګونه افغان انسانان ئې د خپلو بې سره عملیاتو قرباني کړل، چي په دې کي ورڅخه بوډا، ښځمني او حتا معصوم د تي ماشومان هم محفوظ پاتي نشول! اوس انسان حیران ولاړ سي او بې باوره شي چي یاره که بشردوستي یا انسان دوستي رنګ، سمت، ژبه، مذهب او نور قیودات او موانع نه مني، نو بیا ولي دومره ستر توپیر وجود ولري چي حتا زما د انسان ژوند دي د دوی د حیواناتو د هغه سره هم برابر نه وي؟
نو؛
دلته دئ چي عام انسانان په دې باور سي چي یاره یا خو هغوی ټول پر حق دي، چي ئې په شکل د اشکالو د ژوند د نعمت څخه محروموي او هم ئې بیا د وژلو لپاره څوک سیاسي او څوک مذهبي دلائل لټوي. او یا هم ټول د لاري څخه اوښتي دي. ځکه چي د ټولو انساني؛ فطري او مخصوصاً اسلامي قوانینو خلاف د یوه بې ګناه انسان ژوند اخلي. په ځانګړې توګه هغوی چي له یوه لوري د دین او مذهب چیغي وهي، خو د بل لوري د همدې دین او مذهب په نوم بې ګناه انسانان قتلوي او په ښکاره د الله ج د پورته راوړي آيت کریمة څخه په شعوري/لاشعوري توګه سرغړونه کوي. دا خلک د خپلو دې ډول غیر انساني- غیر اسلامي اعمالو لپاره ړانده دلائل هم وايي. درحال چي دوی هېرکړیدي یا هم نپوهیږي چي د انسان تاریخ د مذهب څخه ډېر وړاندي دئ- مذهب پیدا سوی لا نه وو چي د انسان پیدایښت سوی و؛ همدا انسان وو چي مذهب ئې خپل خالق ته د رسېدا یوه وسیله وګڼله- خونپوهیږم چي دا خلک څنګه د یوه انسان په ژوند لوبي کولای او په پټو سترګو ئې د یوه نامعلوم هدف لپاره د توري تر تېغ تېرولای سي! شاید دوی د عالمیانو د رب ددې قول څخه ناخبره وي چي فرمايي: وَ لَقَدْ كَرَّمْنا بَني آدَمَ. الایة
او په تحقیق سره موږ د آدم اولادې( انسان) ته اعزاز او درنښت ورکړیدئ. په آیت کریمة کي فقط لفظ د انسان یاد سویدئ، یعني نه دي ویل سوي چي مسلمان یا غیر مسلمان، تور یا سپین، خان یا غریب… بلکي فقط و فقط انسان یاد سویدئ. د آیت کریمة څخه معلومیږي چي د اسلام دین د یوه انسان ژوند ته په په پوره درنښت قائل دئ او هیچا ته اجازه نه ورکوي چي د پورته دوو حالاتو څخه بغیر دي د کوم انسان ژوند واخیستل سي. بس همدغه په اسلام کي د یوه انسان( مسلمان/غیرمسلمان) مقام دئ.
پایله،
د لیکني لنډیز او خلاصه دا سوه چي د اسلام دین د یوه انسان ژوند ته په پوره او بشپړ احترام قائل دئ- هیچا ته د یوه انسان د وژلو اجازه نه ورکوي، مګر په خاصو شرایطو کي. کوم کسان چي په پټو سترګو د یوه انسان څخه ژوند اخلي، شاید چي د الله ج د دې قول څخه ناخبره وي. بناً دا به منصفانه نه وي چي د یوه کس په اعمالو دي د هغه دین، مذهب یا عقیده پړه وبلل شي.
په دارالاسلام کي که د کوم انسان ژوند اخیستل کیږي، نو دا به شعوري نه وي، بلکي په غیرشعوري ډول به وي. که په شعوري ډول وي، نو دا په ښکاره د الله ج د اوامرو پر وړاندي د طاغوت او سرکښۍ اعلان دئ-
چي هیڅ یو مسلمان انسان د الله ج دښمني نه قبلوي او د اوامرو پر وړاندي ئې طاغوت نشي کولای؛ مګر هغه وخت چي د وجود څخه ئې عقل او وجدان کډه کړې وي او عقل ئې خواهشاتو او نفسیاتو مغلوب کړی وي، او بس.
پای.