لیکنه: لقمان حکيم حکمت
د ازادۍ تعريف :
ازادي پښتو کې د عربۍ د ژبې د ( حرية ) کلمې معنی ورکوي ، دا چې عربې له نګاه نه دحريت څه تفسير او معنی ده ؟ په پښتو کې يې د ( ازادۍ ) د کلمې سره مقارنه کو تر څو وګورو چې دواړه کلمې سره په لغت کې څومره سمون خوري ، او د ا صطلاحي معنا سر يې هم بايد د توافق پوره زيار وباسو تر څو موخه په اسانه توګه وکولای شو لاس ته راوړو .
زاهد مشوانی د ( ازاد ) مختلفې معناګانې په پښتو کې ذکر کوي چې هره يوه يې د بلې مرادفه ده ، چې ستاسو مخې ته يې بېلګې ږدو :
( ازاد شوی ، خلاص شوی، ترک کړی ، مختار ، اختيارمن، خپلواک، واکمن، مجاز، ازاد )خو که د نفس کلمې معناګانې په عربيت کې وګورو نو جوته به شي چې پښتو کې د ازادۍ ګردو معناګانو سره کلک سمون خوري .
ابن منظور په خپل کتاب ( لسان العرب ) کې ذکر کوي چې ( حُرٌ) د ( عَبْدٌ ) د کلمې ضد دی ، جمع يې ( احرار ، حِرار ) او مؤنث يې ( حُرَّةٌ ) د ( آَمَةٌ ) ضده ده .
زياتوي چې ( حُرٌ ) د ښه کار معنی هم ورکوي ، عربان وايي ( مَاهَذا مِنْکَ بِحُرٍ ای بِحَسَنٍ وَلاَ جَمِيْلٍ ) يعنې دا کار دې ښه او ښايسته نه دی .
راغب اصفهاني يې په دوهمه معنی کې وايي چې ( حر ) هغه چا ته ويل کيږي چې له بدو خويونو څخه پاک او هغه چې دنيوی توکې نه زيرمه کوي
ابن فارس يې زياتوي چې ( حريت ) د عبوديت ضد دی چې له خوګانو هم خالي وي .
په عربۍ کې هم د ( حريت ) چې پښتو کې مونږ په ازاد ترجمه کو له بېلابېلو معناګانو څخه يې عمده معناګانې دا جوتيږي چې ( خلوص ، له قيوداتو نه ازاد ، خود مختار ، شرف او کرم ، استقلال او اراده ) که وګورو نو د عربي او پښتو معناګانې سره بيخي په مجموع کې نزدې دي .
دازادۍ اصطلاحي تعريف :
ازادي ګڼ شمېر تعريفونه لري ، دا چې ګټه لاس ته راوړ بايد ټول هغه تعريفونه قابل ذکر وبولو چې د اسلام سره هېڅ ټکر نه لري .
د مسلمان په صفت بايد زمونږ هر استدلال شريعت ته تکيه ولري ، ترڅو ارزښت هم ولري او له کږو نسکورو به هم سالم پاتې شو ، يو خو به مو خپل مسؤليت په سمه توګه ادا کړی وي او بل مو د نن بچو ته مستقبل په ديني بڼه دومره روښانه پرېښی وي چې د غير او غليم کلکه مقابله پرې وکولی شي .
د اسلام په غوره ترينوپېړيو کې د حريت معنی هم دا وه چې څوک به مری نه و ، دا معنی يې د عمر بن الخطاب رَضِيَ اللهُ عَنْهُ له قول څخه په ډېر ښه توګه اخستل کيږي سره له دې چې قراني ايتونه هم دا معنی تاييدوي او نبوي حديثونه هم په دې باب زيات غږېدلي دي چې که څوک غلام ازاد کړي دومره او دومره ثوابونه به يې وشي ، عمر رَضِيَ اللهُ عَنْهُ فرمايي [ مَتَی اسْتَعْبَدْتُمُ النَّاسَ وَقَدْ وَلَدَتْهُمْ أُمَّهَاتُهُمْ أَحْرَاراً ] ( فتوح مصر وأخبارها : ۲۹۰ ، کنز العمال : ۱۲/۶۶۰، چاپ موسسة الرسالة کال ۱۴۰۱هـ ۱۹۸۱ مـ )
ژباړه : تاسو له کله راهيسې خلک غلامان کړي دي او حالانکه مېندو يې ازاد زږولي دي .
ددې خبرې بل ژوندی مثال د ربعي بن عامر رَضِيَ اللهُ عَنْهُ هغه قاطع ځواب و چې د رستم پوښتنه يې پرې وځوابوله چې عرب د فارسيانو قلمرو ته په راتګ څه اړ کړل ؟ هغه ورته وويل : [ جِئْنَا لِنُخْرِجَ النَّاسَ مِنْ عِبَادَةِ العِبَادِ اِلَی عِبَادَةِ اللهِ ، وَمِنْ جُوْرِ الاَدْيَانِ اِلَی عَدْلِ الاِسَلَامِ ، وَمِنْ ضِيقِ الدُّنْيَا اِلَی سِعَةِ الدُنُيَا وَ الاَخِرَةِ ] ( تاريخ الامم والملوک : ۳/۵۱۸، دارالکتب العلمية بيروت ۱۴۰۷هـ ) .
ژباړه : په دې خاطر راغلي يو چې خلک د بندګانو له بندګۍ ( زور او ستم ) څخه د الله بندګۍ ته راوباسو ، د ( وضعي ) اديانو له جبر ظلم نه يې د اسلام عدل او له د دنيوي تنګۍ نه يې د دنيا او اخرت پراخوالي ته اوباسو .
د قراني ايتونو او نبوي حديثونو او اثارو له مخې خو داسې جوتيږي چې ( حريت يا ازادي ) د غلامۍ له اتکړو څخه خلاصون ته ويل کيږي .
تهانوی اټکلوي چې ازادي معنوي حکم دی چې انسان د نورو خلکو له حقوقو څخه فارغ الذمه بولي…( موسوعة کشاف اصطلاحات الفنون : ۶۴۱ ، لومړی چاپ ، مکتبه ناشرون ۱۹۹۶مـ )
شيخ محمد طاهر بن عاشور حريت داسې پېژني چې ازادي سراسر د عبوديت ضد دی، چې عاقل او مدرِک فهم انسان خپله داسې کړنلاره غوره کړي چې د بل هېڅ چا رضا په کې دخل نه لري .( مقاصد الشريعة الاسلامية : ۳۹۰ ، دوهم چاپ ۱۴۲۱هـ۲۰۰۱مـ دار النفائس اردن ) .
لوي کيمياپوهه جابر بن حيان کوفي د ازادۍ په تعريف کې وايي : د تميز ترڅنګ سياسي او ټولنيز نظريات او فکر ورکولو ته ازادي ويل کيږي .
د حريت په هراړخيزه شننه کې علي بن الحسين بن احمد د خپلې ماسټرې منوګراف کې د ګڼ شمېر تعريفونو وروسته مختار تعريف ذکر کوي چې :
ازادي هغه وګړيز حقوق دي چې شريعت يې انسان ته په داسې حالت کې ورکوي چې د خپلو واجباتو ادا او د حقوقو پوره واک لرونکي وي په دې انداز چې خپل ګټور فکر او فعل هله په کار اچولی شي چې نورو ته ترې ستړې ستونزې نه راولاړيږي .
( مفهوم الحرية دراسة تاصيلية : ۱۴) .