• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په اصولي ډول د ستونزو حلول

Home اروا پوهنهپه اصولي ډول د ستونزو حلول

په اصولي ډول د ستونزو حلول

د مسایلو د حل لپاره، بېلا بېلې تګلارې شتون لري، چې بااستعداده وګړي ترې د ژوند په اوږدو کې ګټه اخلي. یو له دې تګلارې څخه دا ده، چې له هرې پېښې او مسئلې سره په اصولي بڼه رفتار وشي. له دې تګلارې څخه موخه دا ده، چې د مسایلو د حل لپاره باید له احساساتو څخه مخنیوی وشي، خپل ټول تمرکز د مسئلې حل ته ځانګړی شي او په همدې لاره ګام په ګام مخ ته ولاړ شئ.
د مسئلو د حل لپاره (نه) ګامه شتون لري
لومړی ګام دا دی، چې تل د مسائلو د حل لپاره یوې منطقي لارې څخه ګټه واخلی. کله چې تاسو د مسئلو د حل لپاره ملا تړی په سر کې دا څرګندېږي، چې تاسو خپل نوښت له لاسه ورکوی او که په یوه کلیدي توګه ترې ګټه اخلی. له هرې مسئلې سره دا چلند وکړی، چې تاسو کولی شي له یوې معقولې لارې ورته حل پیدا کړی.
له مثبتو خبرو ګټه واخلئ!
لکه څرنګه مو چې مخکې وویل، د ستونزو د حل لپاره دویم ګام له مثبتو خبرو ګټه اخیستل دي. د دې پر ځای چې د (ستونزمن) کلمه و کاروی، پر ځای یې د (اسان) له کلمې څخه کار واخلي. کله چې د یوې منفي کلمې په اړه خبرې کوئ، ذهن مو داسې جوړ کړئ، چې د مثبتې هغې په وسیله یې خنثی کړي. د دې پر ځای چې د ستونزمن کلمه وکاروی، د ننګونې کلمه یې ښه بدیل کېدای شي. ځکه ننګونه کلمه ده، چې د حل لپاره ورته په اسانۍ سره لارې پیدا کېدای شي، خو ستونزه بیا هغه څه دي، چې په اورېدو سره یې انسان د مایوسۍ او نا امېدۍ احساس کوي. فرصت تر ټولو ښه کلمه ده. کله چې له ستونزو سره مخ کې کېږی، د یوه فرصت په توګه ورته وګوری.
موقعیت مو روښانه کړئ!
درېم ګام دا دی، چې موقعیت مو څه ډول چې دی هغسې یې وښایی. اصلي او رېښتنی موقعیت څه دی؟ درست تشخص د درملنې نیمه برخه جوړه وي. یو کار په خپل لاس د ځان لپاره مه سختوی، څه ډول چې دی، د خپل مثبت لیدلوري څخه ورته په هماغه ډول وګوری. کله، مو چې ستونزه درته ښه روښانه کړه په هماغه کچه یې درته حل کول هم اسانه کېږي.
موقعیت مو تشخیص کړئ!
څلورمه مرحله دا ده، چې و پوښتي، د دې موقعیت احتمالي عوامل کوم دي؟
کټ مټ لکه د یوه ډاکټر په څېر، چې د ناروغ لپاره بېلا بېلې ازموینې لیکي ترڅو پوه شي څه د دې لامل شوي، چې کس ناروغ شوی دی؟ اجرایي مدیر هم لکه د ډاکټر په څېر اړ دی، چې روښانه کړي، څه د دې لامل شوي، چې ستونزې را ولاړې شوې دي. په ډېری مواردو کې را ولاړې شوې ستونزې یوازې په یوه کس پورې اړه لري، چې یوازې یو ځل را ولاړېږي او اصولي بدلونو نوته اړتیا لري.
پنځمه مرحله
پنځمه مرحله د دې پوښتنې کول دي، چې حل لاره څه ده؟ ستاسو دنده دا ده، چې د یوې ستونزې د حل لپاره بېلا بېلې حل لاره په ګوته کړی. کله چې حل لارې په ګوته شي، بیا د ډېرو حل لارو له جملې څخه هغه په ګوته کړي، چې په اسانۍ سره ستونزه پرې له منځه تلای شي.
پرېکړه وکړئ!
شپږمه مرحله د پرېکړې مرحله ده. په ډېری مسایلو کې ، چې کله د ستونزو د حل لپاره پنځه حل لارې په ګوته کړی او یو پر بل پسې یې د کاغذ پر مخ ولیکی، لا نورې ښې حل لارې مو په ذهن کې خطور کوي. د دې لپاره، چې د یوې مسئلې په اړه هېڅ پرېکړه ونه شي ښه ده چې یوه پرېکړه وشي. که ستاسو سره وخت کم وي او ونه شی کولی په هماغه وخت کې ستوزه حل کړی، ښه ده، چې د بل وخت لپاره یې پرېږدئ او په آرامۍ سره یې په اړه پرېکړه وکړی، خو یو څه ته مو باید وي، چې هېڅ ستونزه له حل پرته مه پرېږدئ.
یو کس د مسوول په توګه غوره کړئ!
اوم ګام دا دی، چې د دندو لپاره باید شرحه ولری. دا چې څوک په څه وخت کې کوم کار تر سره کړي، د ستونزې د حل لپاره حدود وضعه کړئ، تر څو هر څوک په خپل کار پوه شي او د ستونزې د حل لپاره برخه واخلي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د همینګوی سبک ته یوه لنډه کتنه

د همینګوی سبک ته یوه لنډه کتنه

Aug 4, 2016

لیکنه: محمد نذیر ساپی ارنېسټ مېلر همینګوی (۱۸۹۹-۱۹۶۱) امریکايي ناول لیکونکی،[...]

sulaiman layaq سلیمان لایق

سلیمان لایق

Nov 4, 2016

منل شوی شاعر، پيژندل شوی لیکوال او پیاوړی سیاستوال دی[...]

د نن ځوان ارمانونه

د نن ځوان ارمانونه

Jan 24, 2016

  لیکوال : بازمحمد منګل ځوان د یوه هیواد د ملا[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022