لیکنه: بشیر صدیقی
په افغانستان کی د استخباراتي جګړی په اړه په نړيواله ټولنه کی مختلف نظرونه موجود دی او ويل کيږي چی ډيرۍ نړيوالی او سيمه ييزی استخباراتي اداری په دغه نا اړينه او بی پايلی جګړه کی ښکيل دي, کوم چی ددی سبب ګرځي هغه کاميابۍ او لاسته راوړنی چی نړيوالی ټولنې په تيرو پنځلس کلونو کی د ټروريزم خلاف جګړه کی لاسته راوړي د خطر سره مخامخ کړي.
په افغانستان کی ددغی پټی جګړی اصلی لامل او يا چی ولی او څنګه دا جګړه پيل او دومره اوږده شوه په دوو ټکو څرخي لمړی يی د افغان امنيتي ځواکونو د ناتوانتيا مسئله ده کوم چی د ولسمشر کرزي نوی اداره ورسره په لمړيو شپو ورځو کی لاس او ګريوان وه او له دغه کمۍ تر ډيره د سيمی پټ څارو ادارو په ښه توګه ګټه پورته کړه, بل اړخ يی د نړيوالو قواوو په منځ کی خپل منځي بی باوري ده کوم چی د جګړی دلا ګرميدو لامل شو.
د طالبانو د سقوط نه وروسته کله چی ولسمشر حامد کرزی د موقتي اداری مشر په حيث وټاکل شو نو د نړيوالی ټولنی په مرسته ددی په هڅه کی شو ترڅو افغان امنيتي ځوکونه يوځل بيا منظم کړی مګر د بی څارو نورو ستونزو سره سره د کارپوهه جنرالانو او پوځي افسرانو د کمۍ سره مخامخ شو له دی کبله د کابل نوی استخباراتي اداره او نړيواله ټولنه په دی ونه توانيده چی د مخالفينو ( القاعده ډلی او طالبانو) او سيمه ييزو استخباراتي ادارو ( پاکستانی استخباراتی اداره ISI, ایرانی استخباراتی واحد MI او د هندی استخبارات RAW) د نفوذ مخه په افغان امنیتي ځواکونو کی په سمه توګه ونيسي کوم چی دغه نفوذ وروسته ددی لامل وګرځيد چی مخالفين د افغان امنيتي ځواکونو په جامه کی په امنيتي ځواکونو بريد وکړي او يا هم ددی لامل شی چی مخالفين خپلی حملی په بريالي ډول تر سره کړي د استخباراتي کړيو او مخالفينو تر منځ اړيکه د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال مشرف د خبرو څخه په څرګند ډول جوتيږي په کوم کی چی جنرال مشرف ګارډين ورځپاڼی سره په دی اعتراف وکړ چی دوی د ولسمشر کرزي په دوره کی د ISI په وسيله طالب جنګيالیو ته روزنه ورکړه تر څو د هند کړنی د پاکستان پر ضد په کابل کی وڅاري, مخه يی ونيسی او يا هم ورته خنډ وګرځی.
راګرځو د قضيی دويم اړخ ته چی د نړيوالو قواوو تر منځ خپل منځي بی باوري او دهمکاريو نه شتون څخه عبارت ده چی دغه بی باوري دلته دی پوښتنی پيداکيدو ته لاره هواروی چی ولی په تيرو پنځلسو کلونو کی ددی ليدونکی و چی نړيواله ټولنه په خاص ډول امريکا متحده ايالات او ناټو غړي هيوادونه د لری پرتو سيمو څخه د استخباراتي معلوماتو په لاسته راوړلو کی پاتی راغلل سره ددی چی په پرمختللو وسايلو او غښتلی ټکنالوژۍ هم سمبال ول, ډيرۍ ددی پوښتنی ځواب د نړيوالو ځواکونو او د ناټو د غړيو هيوادونو تر منځ خپل منځي نه همکاري په استخباراتي څانګه کی بولی کوم چی ډيرۍ وخت يادی استخباراتي شبکی ددی پرځای چی يو پر بل باور او يا يو بل سره يی همکاری کړی وای هر يو په سيمه کی د خپل استخباراتي واحد د پياوړتيا په لټه کی شول او خپل معلومات او لاسته راوړنی به يی يوازی ځان سره ساتلی چی دی بی باورۍ يوه بيلګه اروپايي ناټو غړي هيوادونه ول, دوی نه غوښتل تر څو تل د سي آی ای (CIA) او پنتاګون لاس لاندی وی او د تل لپاره د هغوی د امر لاندی کار وکړي ددغه اروپايی هيوادونو نه يو هم د جرمنی هيواد دی کوم چی خپل عسکرو ته يی امر کړی و ترڅو د القاعده او طالبانو سره له جګړی لاس واخلي او تل په دفاعي حالت کی وی نه بريديز يا تعرضی حالت کی چی دغه بی باوري او د همکارۍ نه شتون ديته لاره هواره کړه چی هر هيواد پرته د دی چی اتحاد ته غوږ شی يا د اتحاد تر سيورې لاندی يوځای ګډ کار وکړي په سيمه کی د خپلو مليشو جوړولو په لټه که شو تر څو خپل استخباراتي واحد يی پياوړۍ کړی وی.
په پايله که دغه بی باوري, اعتماد نه شتون او پرله پسی استخباراتي ناکاميو او د معلوماتو د نه شريکولو له کبله چی د نړيوالو متحدينو ترمنځ ځای درلود د داعش وجود ته په افغانستان او پاکستان کی لاره هواره کړه او دا چی څنګه داعش په دومره چټکۍ خپله ځاله په افغانستان کی وغزوله او په غښتلو وسلو څنګه په دی تيزۍ سمبال شول پيچيلی موضوع ده چی دلته به يی په لنډ ډول وڅيړو. دداعش ډلی پرله پسی لاسته راوړنو او ددوی وحشيانه کړنو ډیرۍ پخواني جنګيالي او د طالبانو څخه ددوی د خفه شوو ملګرو توجه ځان ته را ماته کړه او ویی هڅول تر څو له دی وروسته د داعش ډلی لپاره وجنګېږي چی وروسته دغه پيوستون ددی سبب شو ترڅو داعش ډله نوره هم پياوړی شي او وتوانیږې چی جلال آباد ښار کی خپل مرکز پرانيزي او له ځانه زندان ولري کوم چی ويل کیږي دغه زندان تر دری سوو ډير ملکی او نظامي بنديانو لرونکی ده, داعش ډلی په دومره لاسته راوړنو هم بسنه ونکړه او په تيزۍ يی د اسلامی خلافت راډيو په نوم راډيو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کی پرانيسته تر څو د ميډيايی وسيلی په ډول يی د نوو جنګياليو په جلب او جذب کی وکاروی مګر وروسته ياده راډيو د نړيوالو هوايی ځواکونو له لوری له منځه يوړل شوه.
د داعش ډلی دغه چټک پرمختګ په لنډ وخت کی او د سيمی د هيوادونو (روسيی, چين او ايران) بی باوري په نړيوالی ټولنی باندی لاره دیته هواره کړه چی ياد هيوادونه دخپل کورنی امنيت د ټيکاو او ملی ګټو د ژغورلو لپاره عملا لاس پر کار شی. چی وروسته ياده موضوع روسی چارواکو په خپله رسمی اعلاميه کی په څرګند ډول بيان کړه د روسيی د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل “مسکو د داعش ډلی د موجوديت په اړه په افغانستان کی چپ پاتی کیدلای نشی کوم چی د روسيی امنيت او استخباراتو ته لوی ګواښ دی”. نو روسيه او د هغی ملګري هيوادونه (ايران او چين) ددی په لټه کی شول چی خپل روابط په منځنۍ اسيا او سيمه کی پراخه کړي او خپل نظامي او استخباراتي واحدونه افغانستان ته څيرمه سيمو او سرحد ته نژدی واستوی.
دا چی څنګه روسي او چينايی استخباراتي ادارو خپل مزی افغانستان کی وغزول دا موضوع ګرځي سړی جګړی او د سړی جګړی نه وروسته او په خاص ډول ټروريزم سره د نړيوالی جګړی او د ايتلاف هيوادونو ښکيلتيا ته چيرته چی د 9/11 حملی وروسته نړيوالو ځواکونو په خاص ډول د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان يرغل وکړ چی دغه راتګ د هندوستان او متحده ايالاتو په بهرنۍ پاليسۍ سخته اغيزه وکړه او دواړو هيوادونو د خپلو متقابله ملی ګټو په نظر کی نيولو سره يو د بل سياسی همکاران او يو د بل غښتلي اقتصادي دوستان وګڼلی شي د هند او امريکا دغه د پاليسۍ تغير پاکستان ديته ته وهڅاوه تر څو ياد هيواد هم خپله بهرنۍ پاليسي کی تغير راوړي تر څو د خپل پخواني ستراتيژيک ملګرې امريکا متحده ايالاتو بديل يی پيدا کړی وی چيرته چی دغه بديل د روسيی او چين څخه غير کوم بل هيواد نه لیدلی کیده نو دغه همکارۍ پاکستان دی ته مجبور کړ تر څو د خپلو نوو همکارانو (چين, روسيی او ايران) سره د داعش په ضد همکاري وکړي نو پاکستان د خپل پټ څاری اداری آی ايس آی(ISI) پر مټ وتوانيد تر څو د ايرانی, چينايی او روسی استخباراتي ادارو او طالبانو تر منځ د پل يا نښلوونکې دنده ترسره کړي او يو له بل سره يی ونښلوی, چي وروسته د طالبانو او روسی پټ ساری اداری د همکارۍ موضوع په 28 د اوکتوبر 2015 زيږديز کال د روسيی د بهرنيو چارو وزارت وياند هم ومنله او ويی ويل “مونږ طالبانو سره په ګډه کار کوو تر څو د داعش ډلی په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړو “.
ددغو جنګياليو تمويل په افغانستان کی هغه هم د دوو منظمو او غښتلو خواوو له لوري ددی لامل شو تر څو جګړه نور هم ګرمه او پياوړی شي او آن د جګړی ميدان تغير ومومي چی د کندز په سقوط او د ناامنيو په زياتوالی تمام شو, د کندز د سقوط په اړه د همدی ولايت پخوانی والی محمد عمر صافی د 2016 زيږديز کال د جنوری په مياشت کی وويل “مونږ ددی توانايی نه درلوده چی په يوازی ډول د ولايت نه دفاع وکړو نو کله چی ما له مرکزي دولت مرسته وغوښته نو د ولسمشر غنی, جنرال کمپيل او د دفاع وزير له لوری کومه مرسته او مثبت ځواب را نه کړل شو کوم چی د ولايت د سقوط لامل وګرځيد” ښاغلی صافی زياته کړه چی دواړه د هيواد مشران بی صلاحيته ول او په دی ونه توانيدل چی په ياده موضوع کی ازادانه عمل وکړي.