• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

په افغانستان کې دسالمې ادارې دایجاد په وړاندې خنډونه

Home لومړيتوبپه افغانستان کې دسالمې ادارې دایجاد په وړاندې خنډونه
په افغانستان کې دسالمې ادارې دایجاد په وړاندې خنډونه

په افغانستان کې دسالمې ادارې دایجاد په وړاندې خنډونه

لیکنه: پوهیالی عبدالرحمن درد

زموږ په هیواد کې د سالمې ادارې دایجاد په وړاندې بېلابېل خنډونه شته چې په لنډه توګه ترې دلته یادونه کوو:

  • لومړی داچې په اداراتو کې د مسلکي اشخاصو کمرنګي ده، کله چې په اداراتو کې وړ او مسلکي اشخاص ځای پرځای شو نو بیا د اړونده برخې دپرمختګ لپاره زمینه ښه مساعدیدای شي،  ډيری افراد خپل مسلک ته وفادار نه دي او په شعوري ډول له خپل مسلک څخه ځان ګوښه کوي که تاسو لیدلي وي په ځیني اداراتو کې دطب فارغ ډاکټر چې د خلکو معالجه،تشخیص او درملنه یې دنده ده په اداره کې دبشري سرچینو دمدیر په توګه دنده اجراءکوي یا د کرنې پوهنځي یو فارغ التحصیل د اداري مدیر په توګه دنده اجراکوي یا داقتصادپوهنځي فارغ دکرنیزو تخمونو داصلاح په یوه اداره کې د تخمونو په برخه کې دنده اجراء کوي، دا او دې ته ورته ډېر نور مثالونه شته چې مسلکیتوب او سالمې ادارې ته زیان اړوي.
  • په اداراتو کې په پراخه توګه د اداري فساد وجود دسالمې ادارې درامنځته کېدو په وړاندې لوی خنډ دی په دې مانا چې له عامه شتمنیو څخه په ناوړه توګه ګټه پورته کېږي یا هم ځيني اشخاص په غیر قانوني ډول خپلې شتمنۍ زیاتوي چې په حقیقت کې د هیواد او هیوادوالو حقوق دي چې تر پښو لاندې کېږي،اداري فساد یوازې د پیسو له لارې صورت نه نیسي بلکې هره غیر قانوني کړنه چې په سیستم او اداره ناوړه او منفي اغېز غورځولای شي فساد بلل کېږي لکه د رسمي صلاحیتونو څخه دخپلو شخصي او ګروپي ګټو په موخه ناوړه استفاده، په اداراتو کې دکارونو بې سببه ځنډ،د تقلبي اسنادو جوړول او نور، دنويو اقتصادي نظریاتو بنسټګر آدم سمیت په دې عقیده دی چې د یو هیواد ټول ساکنین چې د دولت د حمایت لاندې عواید لاسته راوړي باید مالیه ورکړي او مالیه چې په کوم ډول او په کومه اندازه له خلکو اخیستل کېږي په هماغه اندازه دې د دولت تر خزانې ورسول شي چې دا دهیواد دټولو فعالیتونو په وړاندې یوه لویه ذخیره ده، له بده مرغه لومړی خو زموږ په هیواد کې ډیری بډایه اشخاص له مالیه ورکونې په تېښته دي دخپلو حقیقي شتمنیو په اړه کره مالومات نه ورکوي، او دوهم داچې که مالیه ورکړي نو په ډېره کمه اندازه وي چې بیا هغه هم په سمه توګه ددولت خزانې ته نه رسېږي چې دا کړنه د هیواد دعامه ادارې په ټولو برخو منفي تاثیرات لري او د سالمې ادارې دایجاد په وړاندې دیوال جوړېږي.
  • دیوې سالمې ادارې د رامنځته کېدو په وړاندې یوه بله ستره ننګونه نا امني ده چې درملنه یې یو څه له توانه وتې او ستونزمنه ده،په ځيني اداراتو کې دکارونو دځنډ،دپلانونو او پروژو دنه عملي کېدو او فعالیتونو دنه اجراء کېدو تر شا د نا امنۍ پدیده پرته ده چې په ساده ډول مهار کېدونکې نه ده، له بده مرغه دولت هم دخپل کمزوري وجود،مجبوریتونو،دسیمې په کچه د ننګونو دموجودیت، دګاونډیو هیوادونو د رښتینې همکارۍ د نشتون،د هیواد له حریم څخه دبهرنیو زورورو هیوادونو ناوړه ګټه،او نشتو امکاناتو په وسیله د سولې په برخه کې ګړندي ګامونه نه شي پورته کولای او دامنیت په راوستلو کې یو څه پاتې راغلی دی چې په حقیقت کې دیوې سالمې ادارې په وړاندې ستر خنډ دی.
  • اداري کارکوونکي دمسوولیت په وړاندې بې غوري کوي،ځان غولوي او دپرمختګ احساس نه لري،کوښښ کوي چې په هره لاره وي باید ځان بډایه کړي او بس! چې داسې کړنې د یوې سالمې ادارې درامنځته کېدو مخه نیسي.
  • اداري پرسونل ته په اړونده برخه کې دنورو پرمختګونو او لا ډېرو علمي لاسته راوړنو زمینه نه مساعدول هم یوه ستونزه ده، په دې کې شک نشته چې کله یو رغېدلی سیستم موجود وي کړنې پخپله د سیستم د وجود په نتیجه کې په شکل د اشکالواجرا کېږي مګر په ډیری دولتي ادارو کې مامورین له خپل زاړه فکر سره په زړه مفکوره بوخت وي حال داچې ساینس دومره پرمختګ کړی دی چې حتی اوس د لاسي ساعت له لارې خپلې ټلیفوني اړیکې ته ځواب ورکولای شې، دلاس دیوې کوچنۍ ګړۍ په وسیله مطلوب ادرسونه د جي پي ایس په وسیله پیدا کولای شې، لنډه داچې دمامورینو ظرفیت لوړولو ته پام کول د پرمختګ سبب ګرځي.
  • په ادارو کې ددولتي زور داره وګړو لاسوهنې او خپل پالنې هم یو ډول دپرمختګ مخه نیولې ده، د کمو استعدادونو درلودونکي اشخاص په سترو او کلیدي څوکیو ټاکل چې په حقیقت کې د داسې موقف سمبالول به با استعداده،په کار پوی او مسلکي اشخاصو ته اړتیا ولري.
  • د با استعداده کارکوونکو دپرمختګ مخه نیول، په دې مانا چې په ډیرو اداراتو کې داسې کارکوونکي شته چې دخپلو وظیفوي مسوولیتونو په وړاندې فعال او هڅاند پاتې شوي او کړنې یې دکمال درجې ته رسېدلي دي مګر دهغوی موقف ته ارتقا نه ورکول کېږي چې دکارکوونکي د ناهیلۍ سبب ګرځي او په دې وسیله دخپلو فعالیتونو په وړاندې دپوره صداقت څخه کار نه اخلي.
  • د زور واکانو لخوا د زور او پراخه ملاتړ په وسیله اداري افراد مجبورېدل او دهغوی په خوښه دکړنو ترسره کول چې دا کار په دوه ډوله د اداري فعالیتونو دتخریب سبب ګرځي یو خو داچې دادارې قوانین او مقررات تر پښو لاندې کېږي او دوهمه دا چې دپلان سره سم موخو ته دلاسرسۍ په وړاندې غټ خنډ دی ځکه چې په داسې حالاتو کې د ادارې پلان شوې او اړینې موخې نه شي تعقیبیدلای، داشخاصو خوښۍ پالل او د هغوی لخوا دزور استعمال او ننګونې داداري چارو دسمون مخه نیسي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

پر ټولنيزو اقتصادي اړيکو د نا امنۍ اغېزې

پر ټولنيزو اقتصادي اړيکو د نا امنۍ اغېزې

Jun 26, 2016

لیکنه: پوهیالی عبدالرحمن درد اقتصادي چاپېریال د ځانګړي امن او[...]

د سالمې ادارې په ايجاد کې د اغېزناک مديريت رول

د سالمې ادارې په ايجاد کې د اغېزناک مديريت رول

Nov 5, 2015

لیکنه: پوهیالی عبدالرحمن درد مدیریت او سالمه اداره یو له[...]

په افغانستان کې د سالمې ادارې دایجاد لپاره لازمې لارې چارې

په افغانستان کې د سالمې ادارې دایجاد لپاره لازمې لارې چارې

Nov 8, 2015

لیکنه: پوهیالی عبدالرحمن درد په دې کې شک نشته چې[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d