لیکنه: ابوبکر همت
افغانستان د اوبو د سرچینو د اداره کولو په برخه کې تر ډیره حده پاتي راغلی ، په همدي سبب د افغانستان سطحې اوبه ٪۴۷ په اندازه خارجي هیوادونو په خاص ډول د مرکزي آسیا جمهوریتونو(تاجکستان،ازبکستان،ترکمنستان) ، ایران او پاکستان ته بهیږي.
که چیري افغان دولت په دې وتوانیږي چې دا ٪۴۷ فیصده اوبه را کابو کړي او د افغانستان په داخل کې د اوبو لګونو او برق د تولید په برخه کې تري ګټه پورته کړي له یوي خوا به مو خپلې ځمکې پري خړوبي کړي وي له بل طرفه به مو د صنایع په برخه کې پرمختګ کړی وي.
افغانستان د کال د ۸۵ میلیارد متر مکعب د سطحې اوبو د ظرفیت لرونکی هیواد دی چې د ګاونډیو هیوادونو څخه د اوبو د سرچینو د لرلو په آساس ډیر غني هیواد ګڼل کیږي ، همدا زمونږ د اوبو سرچینې د ګاونډیو د سترګو اغزي ګرځیدلي دي. هر وخت مو ګاونډیان دې هڅه کې دي چې زمونږ ګران هیواد کې جنګ دوام پیداکړي او مونږ د اوبو د ادارې څخه همداسي بې خبره پاتي شو او دوی زمونږ د اوبو په سرچینو باندي خپل هیوادونه ودان کړي.
په افغانستان کې د کښت لپاره مناسبه ځمکه د ۷،۷ میلیون هکتار په اندازه ده چې د ټول هیواد د مساحت (۶۵میلیون هکتار) ٪۱۲ برخه تشکیلوي.
د افغانستان په کلیو او بانډو کې زراعت د زیاتره وګړو د خوراکي توکو د تامین یواځینی وسیله ګڼل کیږي .
د باران او واورې اورښت ، اندازه او وخت د اوبو په سرچینو باندي مستقیما اغیزې لري.
په افغانستان کې دوه ډوله د اوبو لګولو سیستمونه موجود دي:
۱ـ د اوبو لګولو رسمي سیستمونه :عبارت د هغو سیستمونو څخه دي چي د مرکزي دولت په واسطه رغول شوي او اداره کیږي، په دې سیستمونو باندي د ۱۰٪ په شاوخوا کې ځمکه خړوبیږي.دا سیستمونه زیاتره د ۱۹۴۰-۱۹۷۰ زیږدیږو کلونو په منځ کې د مرکزي دولت په وسیله رغول شوي ، بدبختانه د دریو لسیزو جنګونو له کبله دې سیستمونو ته په لویه پیمانه زیان اوښتی دی.په افغانستان کې د ۱۰ شاوخوا کې د اوبو لګولو رسمي سیستمونه شتون لري (هلمندـارغنداب،سرده،پروان، ننګرهار..) او داسي نورو څخه عبارت دي.دا سیستمونه د اوبو د ذخیره کولو او برق د تولیدولو ظرفیت لري.
۲-د اوبو لګولو غیر رسمي سیستمونه : عبارت له هغو سیستمو څخه دي چي د محلي وګړو په وسیله رغول شي او اداره یې هم محلي وګړي کوي.په دې سیستمونو باندي د ۹۰٪ په شاوخوا کې ځمکه خړوبیږي.په افغانستان کې د ۲۹۰۰۰ په شاوخوا کې د اوبو لګولو غیر رسمي سیستمونه شتون لري.
د اوبو لګولو غیر رسمي سیستمونه په دوه ډوله دي:
الف-د سطحې اوبو سیستمونه (نهرونه،رواني اوبه ):د اوبو لګولو د سیستمونو ٪۳۰ تشکیلوی او د ټول هیواد د زراعتي ځمکو ۸۶٪ خړوبوي.
ب- د ځمکي د تل د اوبو سیستمونه (کاریزونه ، چینې او څاګان): دا سیستمونه د ټول هیواد د زراعتي ځمکې ۱۴٪ خړوبوي.
د کډوالو د نړیوال سازمان د راپور په بنسټ افغان کډوالو د نړۍ په سطحه دوهمه درجه را خپله کړي ، چې لومړۍ درجه کې د سوریې کډوال ځای لري،ځیني څیړنې ښیي چې د سوریې د مهاجرت له سببونو څخه یو سبب د وچکالیو په نتیجه کې د اوبو د سرچینو له منځه تلل ګڼل کیږي. د اوبو د سرچینو د وچیدلو په نتیجه کې سوریه والو د ښارونو په لور مهاجرت پیل کړ، په ښارونو کې د زیات نفوس له کبله د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو د ستونزو سره لاس او ګریوان شول او په غال مغال او مظاهرو باندي یې پیل وکړ، چې په نتیجه کې سوریه د داخلی جنګ د بحران سره لاس او ګریوان پاتي شوله او په میلیون هاوو مهاجرت ته اړ شول.
افغانستان د اوبو د سرچینو له کبله غني هیواد دی ، بد بختانه افغانستان کې هر لسو او پنځلسو کلونو کې وچ کالي رامنځ ته کیږي چې د دې وچکالیو نتیجه کې د اوبو د سرچینو د کمښت او ورکیدو سره لاس او ګریوان کیږو ، د دې په نتیجه کې د بانډونو څخه ښارونوته مهاجرتونه شروع کیږي، ښارونه مو د محدود نفوس ظرفیت لري د زیاتو مهاجرینو په راتګ سره مو ښارونه چټل کیږي او د ژوند آسانتیاوو ته مو رسیدګي له ستونزو سره مخ کیږي ، په نتیجه کې افغانان بهر ملکونو ته مهاجرت ته مجبوریږي.
که چیري افغان دولت غواړي چې افغانان د مهاجرت له بدبختیو څخه را خلاص کړي ، نو افغان دولت ته په کار ده چې د اوبو په اداره کولو باندي سرمایه ګذاري وکړي ، تر څو افغانان وکولای شي چې له خپلو کروندو څخه په پریمانه اندازه حاصلات تر لاسه کړي او د اوبو پر بندونو باندي د برق دستګاوي ځای پر ځای کړي تر څو افغانستان د صنعت له لحاظه غني هیواد شي او افغانان دې ته مجبور نشي چې نورو صنعتې هیوادو ته مهاجرت وکړي ، د نورو صنعتې هیوادونو پر ځای پر خپل صنعتې هیواد افغانستان کې کار وکړي او هیواد پر خپلو پښو ودروی .
You also might be interested in
لیکنه: ابوبکر همت کانګریټ د ریګ ،جغل ،ماتي شوي ډبرو،سمنټو،اوبو[...]
ابوبکر همت د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د شیخ[...]
لیکنه: ابوبکر همت هوا عبارت د ګاز د مخلوط څخه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی