لیکنه: پوهیالی عبدالرحمن درد
په دې کې شک نشته چې په هیواد کې مو ارزښتونه له پامه لوېدلي، اداره له هره پلوه تخریب او ویجاړه شوې ده د تیرې لسیزې مرستې، دسولې دټينګښت لپاره هلې ځلې، دامنیت او ټیکاو په اړه منډې ترړې دسالمې ادارې دایجاد په موخه ډیرې پروژې او کوښښونه هم په دې برخه کې ځانګړې لاسته راوړنې نه لري نو دې موخو ته درسېدو لپاره لاندې مرستندویه لارې زموږ لاسنیوی کولای شي :
- دسالمې ادارې درامنځته کېدو لپاره سالم فکرونه، وړ استعدادونه، واقعي علمې او عملي هڅې رغنده رول لوبولی شي.
- فکري مثبت بدلون او هیوادنۍ مینه دسالمې ادارې دایجاد لپاره تر ټولو مهم توکي دي کله چې دیوې ټولنې وګړي ناسم او وروسته پاتي افکار ولري ورسره په څنګ کې پرمختګ او مثبت بدلون ته تیار نه وي نو له داسې خلکو څخه په اداره کې دمثبتو تغیراتو درامنځته کولو هیله یو ډول ناداني ده، د داسې خلکو ذکر په قران کې هم شوی دی آیت مبارک دی چې ( الله پاک دهغه قوم حالت نه بدلوي کوم چې پخپله خپل حالت نه بدلوي) نو ددې آیت په مصداق سره ویلای شو چې په داسې حالاتو کې دالله پاک مرسته هم له ځانه سره نه لرو.
- کله چې دیو هیواد نږدې هر ارګان په فساد کې او بډې اخیستنه کې ښکېل وي نو ددې شرایطو بدلولو ته کوټلي ګامونه اخیستل په کار دي چې له بده مرغه په تېره لسیزه کې دې ستونزې د نزول پر ځای دعروج مقام خپل کړ، لنډه داچې په دې برخه کې یواځې اشتهارات او دقانون دمادو لیکل په یوه تښته یا بینر او هغه په یوه اداره کې راځړول کومه پایله نه لري بلکې په عملي ډول د څو مفسدو چارواکو سره محاسبه کول او په علني ډول یې محاکمه کول څو دتل لپاره دغه بد بوټی زموږ د ادارتو څخه ورک شي.
- په هیواد کې دتلپاتې سولې په وجود کې دسالمې ادارې درامنځته کېدو هڅې ممکنې دي، دسولې او امن په برخه کې واقعي هڅو او کوښښونو ته اړتیا ده.
- د اداراتو څخه د زور واکو لاسونه لنډول چې په دې سره به په واقعي توګه د اړونده بستونو لپاره استخدام صورت ونیسي او دقانون او مقرراتو سره سم د پلان شوو موخو په لاسته راوړلو به لاس پورې شي.
- په ادارتو کې مسلکیتوب ته ژمن کېدل او دداسې افرادو په کار ګمارل کوم چې وړ، مسلکي، با تجربه او هیواد ته خدمت کوونکي وي.
- په ادارو کې موجودو استعدادونو ته ارتقاء ورکول او په اداره کې دهغوی داستحکام او پرمختګ لپاره لازم ګامونه اخیستل.
- دوظایفو او مسوولیتونو په مقابل کې په واقعي ډول حساب ورکونه، دښو او پرځای کړنو او نوښتونو په مقابل کې مکافات او د وظیفوي غفلت له امله دکارکوونکو مجازات کول څو نورو کارکوونکو ته عبرت شي.
پایله
پرمختللې او سالمې ادارې دځانګړي او مناسب چاپېریال درلودونکي دي چې دهمدې چاپېریال څخه په رنګ اخیستنه ترې دښو، اصولي، قانوني او پلاني کړنو تمه کېدلای شي، داچې زموږ اداره د بې شمېره ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګریوان ده او په ډېرې ساده ګۍ سره نه شو کولای له دې ناورین څخه ځان وباسو نو په دې اړه ډېر کار او زیار ته اړتیا ده، حکومت کولای شي چې قوانین په سمه توګه عملي کړي او په دې وسیله ادارې کړنې مهار کړي، اداره دډېرو ستونزو سره مخامخ ده دهیواد پرلپسې نا امنه حالات، داداري فساد اوج ته رسېدل، دغیر مسلکي او نامناسبه افرادو په دنده ګمارل، دزورواکو او غیر قانوني فشارونو وجود، هیواد او دهیواد پرمختګ ته دژمنو کدرونو کمبود، وظیفوي غفلتونه، دفکري غښتلو مثبتو بدلونونو نشتون، دبا استعداده افرادو دپرمختګ مخه نیول، دقانون په وړاندې سرغړاوی او د ادارې د بنسټیزو موخو د لاسته راوړلو په وړاندې بې پروايي هغه عوامل دي چې د اداري سیستم په ګډوډتیا یې ځانګړې اغېزه کړي ده چې له بده مرغه دلمنځه وړلو لپاره یې څنګه چې لازم دي هڅې او کوښښونه نه دي شوي په دې برخه کې کافي فعالیت ته اړتیا شته، له دې حالت څخه د وتو په موخه باید وړ او مسلکي اشخاص په دنده وګمارل شي همدا رنګه د ادارې دپرمختګ او سمون لپاره دکاردوېش، د واک،صلاحیت او مسوولیت په سمه توګه ټاکل او تعینول، د سمون او ډسپلین په اړه جدي فکر درلودل، د اوامرو او لارښوونو وحدت، د عمومي ګټو په وړاندي د فردي ګټو قربانول، دکارکوونکو د فعالیتونو او دندې په نظر کې نیولو سره ورته مناسبه حق الزحمه ټاکل، دمراتبو دسلسلې رعایت، داداري پرسونل ثبات، د اداري کړنو دبهبود په خاطر په کارکوونکو کې دنوښت ماده ژوندۍ ساتل، د دوستۍ او رفاقت په وسیله په ګډه دموخو لاسته راوړل، ځانګړي اهدف تعقیبول، په ګډه سره ددندو ترسره کول، پېچلي او مغلق کارونه ساده کول، دقانون مطابق دکړنو کنټرول او په همغږي ډول داقتصاديت په نظر کې نیولو سره چارې پرمخ بیول دیوې سالمې ادارې په ایجاد کې دپام وړ او بشپړه مرسته کولای شي.
وړاندیزونه
داچې یوه سالمه اداره رامنځته شي ددې لپاره باید څه وشي؟ په دې اړه په تیرو بحثونو کې وغږېدو، زما په اند هغه څه چې دیوې ادارې دسمون او رغښت لپاره اړین دي دادي :
- اداري کارکوونکو ته د دندو دسپارلو پر مهال دقت او فکر په کار دی هغه څوک چې د ادارې اړونده موخې په سمه توګه لاسته نه شي راوړلای د فعالیتونو د اجرا لپاره یې مه ټاکئ.
- د څار او تفتیش کمیټه دې خپلې هڅې جدي او ګړندۍ کړي ځکه چې کنټرول او دچارو وخت په وخت تعقیبول د اداري کړنو په غښتلتیا کې دپام وړ رول لوبوي.
- د اړونده څانګو لپاره د کارکوونکو روزلو ته دې پام وشي او دهغوی استعدادونو ته دې په تدریجي ډول ارتقا ورکړل شي.
- مسلکي افراد ګمارل ډېرې ګټې لري کله چې یو شخص دیو کار په برخه کې تخصص ولري په ښه توګه کولای شي دهغې دپرمختګ لپاره ذهني پلانونه او پالیسي ګانې جوړې کړي، بله داچې په دې برخه کې شخص نوره تجربه هم حاصلوي چې دراتلونکي فعالیتونو په ښه توګه سرته رسولو کې ترې ګټه اخلي.
- د ادارې رهبري باید دیو داسې شخص په لاس کې وي چې کافي پوهه ، غښتلي نظرونه، دفشار پر مهال دکار کولو توان، دبحران په وخت کې دکارونو د سمون وړتیا، د فعالیتونو د تنظیم قابلیت او دپلان جوړولو استعداد ولري.
- لوی فعالیتونه دې په کوچنیو فعالیتونو ووېشل شي او دهرې برخې لپاره دې ځانګړي په کار پوه اشخاص استخدام شي، ددې تر څنګ د دندو دمسوولیت دسپارلو پر مهال کارمند ته د سپارل شوې دندې صلاحیت هم ورکړئ څو په خلاص لاس خپلې کړنې په پوره ډاډ سره تنظیمې کړي.
- دعصري مديريتي تخنيکونو سره اشنايي مو دتېروتنو مخنيوی کوي او دسيستم په غښتلي کېدو کې درسره مرسته کوي داچې ادارې ماډرن شوي دي تاسو هم ورسره په زاړه فکر مه یو ځای کېږئ بلکې نوې، رغوونکې او اغېزمنې مفکورې له ځانه سره ولرئ.
- د ادارې چاپېریال ته پوره پام وکړئ کله چې اداره دخپلو صلاحیتونو څخه ګټه پورته کړي او په منظم ډول ورسپارل شوې دندې د قانون او پلان سره سمې ترسره کړي نو ښې پایلې لرلای شي.
- په اداراتو کې دې افراد په سمه توګه مجازات او مکافات شي، مجازات دناسمو کړنو مخنیوی کوي او مکافات په کارکوونکو کې د نوښت، ډېرو هڅو او ښه نیت جذبه را ولاړوي.
- اداري پلانونه په سمه توګه دپلان داصولو په نظر کې نیولو سره تنظیم کړئ، هغه موخې چې تاسو یې په لاسته راوړلو کې پاتې راځئ او په واک کې مو نه دي دخپلو فعالیتونو برخه مه ګرځوئ او ټول هغه لوازم او اداري اړتیاوې چې د فعالیتونو دچټکتیا سبب ګرځي په سمه توګه لیست کړئ او په لاسته راوړلو کې یې هڅې وکړئ.
اخیستنې
- ارعوان،ارشد،کاروبار پالنه (منجمنټ) اوصنعتي اقتصاد ( ژباړه : مزل ، واحدالله ) ، چاپ کال: ۱۳۹۰ لمريز لېږدیز.
- پاچا،سيدعبدالله ،منيجمنټ اواداره : صافي خپرندويه ټولنه ،چاپ کال ١٣٨٥ هـ ش.
- حسيني،سېد ميثم،نکته های مديريتي، بنياد انتشاراتي نشرجوان، بهار۸۷ کابل.
- دوديال ، پوهاندمحمدبشير، اداره ،ګودر خپروندويه ټولنه ، چاپ کال : ١٣۹۰ لمريز لېږدیز
- درد،پوهیالی عبدالرحمن،ددفتر مدیریت،ګودر خپرندویه ټولنه،چاپ کال : ۱۳۹۱ لمریز لېږدیز.
- هيوادپال،قدرت الله،مديريت تيوري اوعمل :ځيرک خپرندويه ټولنه،چاپ کال ١٣٨۹ لمريز لېږدیز.
- نادر،محمدایوب،اقتصادي نظریات، صحاف نشراتي موسسه ، چاپ کال : ۱۳۸۹
- دمديريت بنسټونه او مهارتونه ، دافغانستان دملکي خدمتونو دعمومي رياست انستيتيوت ، چاپ کال : ۱۳۸۶ لمريز لېږدیز.
- J.N.Jain & P.P. Singh, Modern Office Management Principles and Techniques: Regal Publication New Delhi, 2007
- Ricky W Griffin, Management Principles and Application, Eight Edition.