لیکنه: امین الله عادل
د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د سواد نړیواله ورځ د حکومتي چارواکو لخوا په کابل او ولایتونو کې ولمانځل شوه. د سپتمبر ۸ نېټه د لیک لوست زده کړې “سواد” نړیواله ورځ ده، چې پنځوس کاله پخوا په ۱۹۶۵ زیږدیز کال کې د یونسکو د غړیو هېوادونو د پوهنې وزیران غونډه وکړه او د سپتمبر ۸ نېټه یې د سواد نړیواله ورځ وټاکله، چې موخه یې د خلکو او ټولنو د نالوستۍ د له منځه وړلو لپاره ژمنې تازه کړي. د افرادو، ټولنو او هېوادونو د پرمختګ په برخه کې د سواد ارزښت او اهمیت نړیوالو ته روښانه کړي. د سواد د زده کړې ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې په مختلفو ډولونو سره لمانځل کېږي او هر دولت او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې د نالوستۍ د له منځه وړلو لپاره بېلابېل پروګرامه طرح کوي. د سپتمبر ۸ نېټه هغو ادارو، افرادو او حکومتونو ته جایزې ورکول کېږي، چې د نالوستۍ او بې سوادۍ د محو کولو لپاره یې نوښتګرې هلې ځلې کړې وي.
د نړیوالو راپورونو له مخې په نړۍ کې کابو ۷۷۵ ملیونه لویان د لیکلو او لوستلو مهارت نه لري او په هرو پنځو لویانو کې یو یې لیکل او لوست نه شي کولی چې دوه پر دری برخه یې ښځې دي. کابو ۶۰ ملیونه ماشومان له ښوونځي څخه بهر دي او ډېر نور په منظم ډول ښوونځي ته نه ځي او یا هم له ښونځي څخه دایمي غیر حاضر دي.
په افغانستان کې هم سږ کال د سپتمبر ۸ (۱۸ وږي) نېټه د افغان حکومت لخوا په ملي او سیمه ییزه کچه ولمانځل شوه. ددې ورځ په مناسبت د پوهنې وزیر هم هېوادوالو ته خپل پیغام وړاندې کړ، چې په هغو کې یې سواد دبېوزلۍ د ختمولو، د سولې او ثبات د رامنځ ته کولو او په هېواد کې د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا اساسي ضرورت وباله او هم یې نالوستۍ د افغان په څېر د یوې مسلمانې ټولنې لپاره شرم وباله او ژمنه یې وکړه چې د نالوستۍ د له منځه وړلو لپاره به هر ډول زیار وباسي.
څرنګه چې په افغانستان کې دقیق ارقام او احصائیه نشته نو د نالوستۍ کچه هم دقیقه نه ده معلومه چې څومره هېوادوال د نالوستۍ له درد څخه رنځيږي خو د بېلابېلو راپورونو چې د احصائیې د مرکزي ادارې په ګډون د بېلابېلو ادارو لخوا خپرېږي په افغانستان کې کابو لس ملیونه لویان لیک او لوست نه شي کولی، چې د ښځو د نالوستۍ کچه د سیمو په تفاوت ډېره ټیټه ده. د بېلابېلو له مخې د هېواد ۷۰٪ وګړي نالوستي دي، چې د لوستو مېرمنو کچه یوازې ۱۲٪ ده.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نالوستۍ او بې سوادۍ لپاره هڅې چټکې شوې. د پوهنې وزارت یو معینیت د بې سوادۍ پر وړاندې پروګرامونه پراخ کړل. په ۲۰۰۸کال کې د بې سواد د برخې عمومي ارزونه وشوه او د هغو په رڼا کې پنځه کلن پلان جوړ شو (۲۰۱۰-۲۰۱۴). د وزارت ترڅنګ لسګونه نړیوالو او کورنیو مؤسسو او ټولنو هم د لیک لوست زده کړې د پراختیا لپاره هڅې وکړې او د هېواد په ښارونو او بانډو کې یې دسواد زده کړې لنډمهاله کورسونه جوړ کړل.
اوس مهال د لیک لوست زده کړې (سواد) درسي پروګرام د نهو میاشتو په موده کې بشپړېږی او ۱۵ کلن او له دې عمر پورته لویان ترې ګټه اخلي. همدغه ترتیب شوي درسي کتابونه هم په خپله د پوهنې وزارت او هم د نورو مؤسساتو لخوا کارول کېږي، چې نهه میاشتنی پروګرام د رسمي زده کړو د دریم ټولګي معادل ګڼل کېږي. ځینې ادارې د سواد زده کړې ترڅنګ خپلو زده کوونکو ته د کسب او حرفې مهارتونه هم ور زده کوي ترڅو زده کوونکي وتوانېږي د ځان لپاره کاروبار ایجاد کړي. په تېرو وروستیو کلونو کې د لیک لوست زده کړې پروګرام هم ډېرې لوړې او ژورې درلودې او هم ډېر درسونه ترې ترلاسه شول، چې سواد زده کړه څنګه باید په افغانستان لا پراختیا او ښه والی ومومي. په دې لنډه لیکنه کې یوازې یو څو سر سري ستونزو ته اشاره کوو او موږ باید څه وکړو، خو په دې اړه ډېر څه شته چې باید وڅېړل شي او په اساس یې د سواد زده کړې د سمون لپاره کار وشي. موږ ټولو ته لازمه ده چې په هېواد کې د بې سوادۍ پر وړاندې مبارزه لا پسې چټکه او اغېزمنه کړو او په دې سره خپلو نالوستو هېوادوالو ته د زده کړې اغېزمن پروګرامونه وړاندې کړو، ځینې ستونزې او سپارښتنې په لاندې ډول دي:
– د سواد زده کړې موجوده پروګرام لومړۍ سویه لري چې (د دریم ټولګي) معادل ګڼل کېږي او له هغې پورته نور پروګرامونه نه لري، چې زده کوونکي په نهو میاشتو زده کړي شیان په څو ورځو کې بېرته هېروي. لومړی خو لازمه ده چې دغه پروګرام دویمه سویه د (شپږم ټولګي معادل) او دریمه سویه (چې د نهم ټولګي معاد کېږي) هم ولري.
– د سواد زده کړه د غیر رسمی زده کړو په کتار کې راځي، چې له رسمي زده کړو سره ډېره او ټینګه همغږي نه لري، لازمه ده چې د سواد زده کړې د کورسونو فارغین د ښوونې او روزنې له سیستم سره یو ځای او خپلو درسونو او یا مسلکي زده کړو ته ادامه ورکړي.
– د لویانو تدریس ځانګړي مهارت ته اړتیا لري. په ښوونځي کې د کوچنیو ماشومانو په پرتله د لویانو تدریس ډېر ستونزمن دی ځکه لویان د عمر په لحاظ یو له بل سره ډېر توپیر لري، هغوی ډېرې کورنۍ ستونزې او مسؤولیتونه لري. خو موږ وینو چې د کوچنیو ماشومانو د تدریس لپاره ښوونکي روزل کېږي مګر د لویانو د تدریس لپاره هومره ښوونکي نه روزل کېږي ځکه خو لازمه ده چې په دارالمعلمینونو کې (د لویانو د تدریس) مضمون ایجاد شي او یا هم د ځانګړې څانګه پرانیستل شي ترڅو په دې برخه کې ښوونکي و روزل شي.
– که د سواد زده کړې له هر زده کوونکي څخه پوښتنه وکړې وایي به سواد لرل ښه دي مګر موږ په دې عمر کې کسب او مسلک ته اړتیا لرو، چې زموږ سره د کاروبار په ایجادولو کې مرسته وکړي او په دې سره مو په ژوند کې مثبت بدلون راشي او اقتصاد مو ښه شي. ځکه خو لازمه ده، چې له سواد سره حرفه مدغمه شي او یا هم په مختلفو حرفو کې زده کوونکو ته په اړونده حرفه کې سواد ور زده کړل شي. لکه بزګر ته د بزګرۍ سوده زده کړه، پولیس د خپل مسلک او مالدار ته د خپل مسلک په ساحه کې سواد ور زده کړل شي.
– د لویانو له ژوند سره د درسونو تړاو ډېر ضروري دی. ځکه خو لازمه ده چې هغوی ته داسې تدریس وشي چې عملا په ورځني ډول ورسره مخ کېږي.
– موجوده پروګرام د [شل ناروغۍ یوه نسخه] په مانا دی. یانې د سواد زده کړې لپاره دوه کتابونه ترتیب شوي او په میاشتنی پروګرام کې تدریس کېږي، د هېواد په هر ګوټ، هر ولایت او هر کلي کې هر چا ته همدغه درسی کتابونه تدریس کېږي. بزګر، شپانه، دوکاندار، خیاط، نارینه او ښځه، د ښار او کلیو خلک ټول همدغه پروګرام وايي. حال دا چې ددې نارینه او ښځینه زده کوونکو د ژوند ضرورتونه ډېر توپیر لري. ښاري او کلیوالي ژوند ډېر فرق لري ځکه خو لازمه ده چې په درسي پروګرامونو کې تنوع راشي. په لومړۍ سویه کې په ژبه او ریاضي تمرکز وشي او له هغې پورته د ژوند په مهارتونو تمرکز وشي. څو ډوله درسي کتابونه برابر او د سیمی او خلکو د ضرورت مطابق پروګرام تدریس شي. ترڅو دغه هدف تر یوې اندازې ترلاسه شي چې [زده کړه باید زده کوونکو اړتیاوو].
– اوس مهال کتاب، قرطاسیه او ښوونکي ته معاش د حکومت او یا د کومې مؤسسې لخوا وړاندې کېږي مګر بیا هم ډېر خلک د سواد زده کړې کورس ته نه حاضرېږي. زده کوونکي ددې لپاره ټولګي ته راځي چې ښايی یو څه مرسته، مواد او یا بل څه ترلاسه کړي او یا هم دا چې د هغوی ښوونکي معاش واخلي. په هغه ورځ ټولګي ته حاضريږي چې د کوم هیئت د راتلو خبر وي. د سواد زده کړه باید د زده کوونکو له هغو اړتیاوو سره تړاو ولري، چې په کورنۍ او ټولنه کې ورته اړتیا محسوسېږي.
– د سواد دقیقه شمېره هېچا ته نه ده معلومه. د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت د مسؤلې ادارې په توګه باید د سواد د کچې دقیقه شمېره معلومه کړي. عوامل یې معلوم کړي او د هرې سیمې او هر قشر له اړتیاوو سره سم پروګرامونه طرح کړي. لکه د جوماتونو له لارې د سواد زده کړې پروګرام، د ولسي ټړون یا میثاق شهروندي نوي ملي پروګرام سره د سواد زده کړې تړل، د نورو وزارتونو له ملي پروګرامونو سره مدغمول، سواد زده کړه له حرفې سره مدغمول…
– سواد زده کړې پروګرام باید قابلیت محوره وي یانې زده کوونکي ته باید د لیکلو، لوستل او ګڼلو مهارت ورکړي ترڅو زده کوونکی وکولی شي چې له خپل زده کړي مهارت څخه په استفادې سره له خپل درسي کتاب پرته بل کتاب، اخبار او ورته متن… ولوستلی شي.
– د سواد زده کړې د پروګرامونو په پلي کولو کې لازمه ده چې له نوې ټکنالوژۍ کار واخیستل شي، خصوصي سکتور ته فرصت ورکړل شي او هغه وهڅول شي چې د سواد زده کړې په برخه کې مرسته وکړي، پانګونه وکړي. همدارنګه لازمه ده، چې سواد زده کړې ته د خلکو د اړ کولو په اړه فکر وشي. په کومو ځایونو کې چې امکان لري هلته سواد زده کړې اړینه وګڼل شي ترڅو خلک وهڅول شي چې سواد زده کړې ته مخه کړي.
– څرنګه چې هر ولایت ځانګړې ستونزې او اړتیاوې لري، څرنګه چې د نالوستو نارینه او ښځینه لویانو اړتیاوې توپیر لري همداسې باید د سواد زده کړې پروګرامونه متنوع او د هر ځای او د نالوستو ګروپونو له اړتیاوو سره مناسب وړاندې شي.
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی