• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په افغانستان کې د ټولنیز اقتصاد ستونزه

Home اقتصادپه افغانستان کې د ټولنیز اقتصاد ستونزه
Sayed Habib

په افغانستان کې د ټولنیز اقتصاد ستونزه

ليکنه: سيدحبيب

په ساده ډول ټولنیز اقتصاد د یو هیواد د وګړو د ژوندانه په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پرمختګ څخه عبارت دی چې له هر ډول توپیر پرته د بشري ځواک په کار ولویږي، د وګړو د ژوند اساسي اړتیاوې پوره شي، د نوي نسل د زده کړې لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې شي، یو ډول مکلفیتونه او ملي وجایب رامنځته شي‎، په ملي مسایلو کې ټول ملت له توپير پرته د تصمیم نیونې حق ولري او بالاخره ددې امکاناتو څخه د یوې واحدې جغرافیې په حدودو کې ټول خلک د هیواد د آبادی لپاره استفاده وکړي.

د دولت اساسي دنده داده چې هیواد ټولو وګړو لپاره له هر ډول توپير پرته له لوږې او فقر سره مبارزه وکړي، زده کړو ته د لاسرسي فرصتونه ایجاد کړي، د ماشومانو حقوق خوندي کړي، د ژوند کولو اساسي اړتیاوې پوره کړي، د میندو د روغتیا لپاره لازمه پاملرنه وکړي، لازم کاري او صحي چاپیریال رامنځته کړي، او د ساري ناروغیو د کنترول او وقایې لپاره خپل امکانات وکاروي.

همدارنګه دولت مسؤلیت لري تر څو د هیواد وکړي د یو واحد ملت او واحد هدف په لور رهبري کړي، زموږ دولت چې تر ډیره بریده د امنییتي ثبات څخه بې برخې دی یو دلیل یې د اقتصادي نظام په برخه کې ټولنیزو اصولو ته نه درناوی ګڼل کیږي چې په یو ډول نه په یو ډول د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ثبات او ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ کولای شي.

لازمه ده چې په دې اړوند د افغانستان دولت خپلو مسؤلیتونو ته متوجه شي تر څو د ثبات په لور ګام واخستلای شي دولت باید د هیواد د ټولو وګړو لپاره د یو ډول ژوند کولو امکانات برابر کړي، الله ج ټول انسانان اشرف المخلوقات پیدا کړي دي او تر څو چې انسان ته د عزت په سترګه ونه کتل شي د بل چا عزت نه کوي او دا چې ټول انسانان د ژوند کولو حق لري نو لازمه ده چې د یوې اوږدمهالې ستراتیژی له مخې یو د بل قبلولو او متقابل احترام د دود لپاره هر اړخیر عملي ګامونه پورته شي تر څو د افغانستان د اوسنی ستونزې اساسي حل پيداشي. دولت باید کوښښ وکړي تر څو ټول هیواد په منظم ډول سره اقتصادي پرمختګ وکړي او د عاید نا انډوله ویش د امکان تر حده مخه ونیسی چې په پرمختیایی هیوادونو کې د دوه متضادو طبقو د رامنځته کیدو سبب ګرځي چې دغه دوه طبقې یو د بل متضاد واقع کیږي، همدارنګه غربت، ناروغی او د لومړینو اساسي امکاناتو نشتوالی هم ټولنیز عدالت تر سیوري لاندې راولي چې پایله یې د هیواد د ټولنیزو ستونزو د لازیاتوالي سبب ګرځي.

واحد ملت او واحد ټولنیز اهداف د یو هیواد د بقا یوازینی لار ده، د افغانستان ټولې ستونزې، او بریاوې باید هیواد شموله و ګڼل شي چې دا باید تر یوې ځانګړې ټولنې، سیمې او ولایت پورې اړوند ونه ساتل شي د هر چا د بریا باید درناوی وشي او د ستونزو د حل په موخه باید په واحدانه ډول سره لازم تدابیر ونیول شي، ټول باید د یو کاري ګروپ په شان کار وکړي، جاه طلبی او قبیلوي خان خانۍ دود باید نابود شي.

هره سیمه، ولایت جلا سرچینې او فرصتونه لري دولت ته لازمه ده چې د اقتصادي پرمختګ لپاره داسې پالیسي طرحه چې د یوې سیمې د سرچینو څخه په اعظمي ډول د ټول هیواد وګړي برخمن شي تر څو د جاه طلبی او یګانګی ستونزه له منځه لاړه شي.

دولت باید کوشش و کړي چې د جرمونو د مخنیوي څخه بیا تر اکولوژي پورې چاپیریال د طبیعت د ګډوډیو څخه د پاک ساتلو لپاره کار وکړي، د ټول هیواد وګړي باید په هر ځای کې د ازادی، امنیت او ثبات احساس وکړي، ددې لپاره لازمه ده چې دولت او ملت دواړه لاس په کار شي، د ټولو طبیعي، بشري، مالي، تخنیکي سرچینو څخه په ښه ډول سره استفاده وشي تر څو څوک د خطر، وروسته پاته والي او حقارت احساس ونه کړي او متوازن اقتصادي پرمختګ را منځته شي.

دولت باید داسې یو کامله ستراتیژي طرحه کړي چې د ټولنیز اقتصاد ټول اهداف تر لاسه کړي، ستراتیژي باید داسې طرحه شي تر څو د هیواد ټولو وکړو ته په سالم چاپیریال کې د تعلیم او کاروبار مساوي موقع برابره شي، دولت باید د دوامدار پرمختګ لپاره وګړو ته د یو واحد ملت، واحدې ملي مفکورې او واحد هدف احساس ورکړي تر څو هر څوک د هیواد په آبادی د خپل فزیکي، فکري او ټولنیز وړتیا څخه استفاده وکړي او د خلکو د ژوند په سطحه کې مثبت تغیر راشي.

ستراتیژي باید په ملي ګټو ولاړه وي او د هیواد د طبیعی سرچینو څخه باید د ټول هیواد وګړي برخمن شي افغانان باید ځانونه پیاوړي احساس کړي، او په خپل لاس خپل هیواد آبادول باید دوی خپله دنده وبولي.

د دولتونو یوازینی دنده دا نه ده چې دولتي نظامونه پياوړي کړي، زموږ دولت باید په ملت جوړونه باندې پانګه اچونه وکړي ددې جغرافیې ډیر وګړي لاهم بې سواده دي چې هر وخت د دولت لپاره لوي خطر ګڼل کیدای شي، بشري ځواک باید پیاوړی شي، ټولنیز بنسټونه قوي شي او علمي وړتیاوې باید زیاتې شي، خلک باید د ننیو ستونزو په پایلو باندې و پوهول شي د هیواد جغرافیایی محدودیتونه باید له منځه یوړل شي،او که چیرته بشري ځواک په منظم ډول سره پلان، رهبري، او علمي پراختیا ورنکړل دا به لا نور هم د اقتصادي او ټولنیزې ودې خند وګرځي.

د پورتنیو مشکلاتو په نظر کې نیولو سره د افغانستان دولت باید د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه بیړني ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې زموږ د ټولنې د عنعناتو او رواجو په نظر کې نیولو سره د بازار د اقتصاد تر څنګ په ټولنیزو برخو کې لاندینیو ټکو ته پام وکړي.

  • دهقانان باید د مخدره توکو د کرنې په ټولنیز زیان وپوهول شي.
  • د ټولنیزو حقوقو او وجایبو د عامه پوهاوي له لارې د جرایمو سطحه را ټیټه شي.
  • د هیواد ټولو برخو د لومړنیو زده کړو فرصتونه ایجاد شي.
  • د ټولنیزو حقوقو په اړه د عامه پوهاوي کچه پراخه شي.
  • د هیواد ځوانان په ملي روحیه وروزل شي.
  • ټولنیزه انزوا ختمه او غربت کنترول شي.
  • روغتیایی خدماتو ته پراختیا ورکړل شي.
  • ټولنیز اخلاق باید مراعات شي.

دولت باید کوښښ وکړي تر څو ټول هیواد په منظم ډول سره پرمختګ وکړي او د ننیو ناانډولیو باید مخه ونیول شي او طبقاتي توپير له منځه ولاړ شي ځکه دا توپيرونه هر وخت ملي اهداف او ملي ګټې تر سیوري لاندې راولي.

[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

Sayed Habib سیدحبیب

د MDGs په وړاندې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت

Jun 19, 2015

لیکنه: سید حبیب د زریزې د پرمختیایي اهدافو (Millennium Development[...]

د بحران د رهبرۍ ۶ اساسي لارې

د بحران د رهبرۍ ۶ اساسي لارې

Jun 25, 2015

لیکنه: سید حبیب پسونه د انسانانو د ژوند د اړتیا[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022