لیکنه: حبیب الرحمن ابراهیم خیل
تیرو څو لسیزو کې د افغانستان د جګړو او بد بختیو شاهدان یو، چی زمونږ هیواد یې د مختلفو سیاسي او اقتصادی بحرانونو او ستونزو سره مخ کړ، چې د همدې ستونزو له امله اوس مهال افغانستان په نړۍ کې د وروسته پاتی او په ادارې فساد ککړو هیوادونو په قطار کی قرار لري.
د پورتنیو ستونزو سره سره بیا هم تیره پنځلس کلنه دوره نسبت تیرو لسیزو ته ښه وه، ځکه چې د هیواد د ابادۍ او ترقۍ لپاره پکی ډیر کار وشو.خو بیا هم د پانګوالو پر وړاندې، دومره ستونزې موجودې دي چې په هیواد کې د پانګه اچونې کچه تر ډیره کمه کړې ده او پانګوال په آسانې سره پانګه اچونې ته زړه نه ښه کوي
اوس راځم اصل موضوع ته چې په افغانستان کې د پانګه اچونې پر وړاندې، ستر خنډونه څه دي؟
د پانګه اچونې او پانګوالو پر وړاندې ستونزې ډیرې دي، خو هغه خنډونه چې پانګه اچونه يې د یو لوی ګواښ سره مخ کړی په لاندې ډول دي:
• د هیواد په داخل کې پراخ سیاسي او امنیتي ستونزې.
• د هیواد په داخل کی د خام موادو نه شتون، چې ددی له امله دداخلي تولیداتو قیمتونه تل پورته ځي او په بازار کې رقابت د بهرني کمپنیو په مقابل کې ستونزمن کیږي.
• د ماهرو او په کار پوه انجینرانو، کارګرانو او اشخاصو نه شتون یوه بله ننګونه ده، چې پانګه اچونه د ګواښ سره مخ کوي.
• سره د دې چې افغانستانه دومره اوبه لري، که بندونه پرې جوړ شي، نو د آسیا په سطهه به د بریښنا ستر صادرونکی هیواد وي، خو بیا هم بریښنا نه لرو، چې دا کار د پانګه اچونې پروسه له ګڼو ستونزو سره مخ کوي، چې هیڅ پانګوال دې ته زړه نه ښه کوي، چې په داسې یو هیواد کې پانګه اچونه وکړي، چې بریښنا ونلري.
• د صنعتي پارکونو کموالۍ او یا هم نه شتون.
• د پورتنیو ذکر شویو ستونزو سره سره په افغانستان کې د پراخ ادارې فساد شتون د دی لامل شوی چې د پانګه اچونې پروسه او طې مراحل ستونزمن کړي، او د ادارې تسلسل له امله ډیر وخت پرې ضایع شي،چې دا کار پخپله تجاران دې ته هڅوي تر څو پانګه اچونه ونه کړي.
• مالیاتي سیستم کې ګڼې ستونزې دي، لکه په هر میاشت کې د تنخوا مالیات مستوفیت ته جمع کول او په هره ربع کې د مالیاتو د تصفیې حساب ورکول چې یاد کار ډیر اوږد او لانجمنه پروسه لري،چې په میاشت کې هم نه خلاصیږي خو که دلته تر لسو ورځو پورې حساب تصفیه نشي نو په پانګوال باندی جریمه هم راځي، نو باید ووایو چې د حساب د تصفیې لپآره د یو منظم او ستندرد سیستم نه شتون پخپله د پانګه اچونې روهیه په افغان سوداګرو کې کموي نو ځکه افغان او بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګه اچونې ته په آسانې زړه نه ښه کوي.
• د بریښنايي حکومتدارۍ نه شتون.
• د پانګه والو د پیسو او سر خوندیتوب نه شتون، چې په تیرو څوارلسو کلنو کې په سلګونه سوداګر اخططاف او یا هم وژل شوي، ټول سوداګر د نړۍ په هر ګوټ کې په دی فکر کې دي چې لږ دې وي خو تل دي وي، خو په افغانستان کې بیا خبره د دی عکس دی نو ځکه ډیر شمیر سوداګر دې ته زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.
که دولت غواړي، چې افغانستان کې خلک پانګه اچونه وکړي، د هیواد د شته منابعو څخه په ښه شکل استفاده وشي او افغانستان د اقتصاد له پلوه یو غني هیواد شي، نو