لیکنه: مسعود پښتون
خطاطي او ښایسته لېکل د افغانستان په کلتور کې له پخوانۍ مخینې سره سره په افغاني ټولنه کې له یو ځانګړي اهمېت څخه برخمن دي، چې تاریخ یې پخوا کلونو ته رسېږي. میر محمد علي هروي چې د سلطان حسین بایقرا په دربار کې اوسېده، یوه تکړه او با استعداده خطاط او خوشنویس وي. د لومړي ځل لپاره نوموړي د خطاطي او ښکلو لېکلو په اړه یو کتاب ولېکه، چې نوم یې (ګنجینه خطوط افغانستان) وي، ویل کېږي، چې نوموړي د لومړي ځل لپاره د نستعلېق خط ځینې اصول هم رامنځته کړل، چې له دې وړاندې د خط او خطاطي په برخه کې کوم کار نه وي تر سره شوی، ولې د لومړي ځل لپاره د خط او خطاطي په برخه کې اساسي او بنېادي کار د استاد عبدالحی حبیبي په زیار وشو.
پوهاند عبدالحی حبیبي د افغانستان پېاوړی پېښلکاند او لېکوال د خطاطي او ښکلو لېکلو په برخه کې یو کتاب د (تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان) په کال ۱۳۵۰هـ ۱۹۷۱ع ولېکه، چې د افغانستان په تاریخ کې د خط پېژندنې او خط د تارېخ په اړه یو نه هېرېدونکی ګام ګڼل کېږي. په دې کتاب کې د خط لېکلو، زړو کتیبو، تاریخي خطونواو د خط د پېداېښت او ریښې او پخوانېو رواجونو په اړه هر اړخېز معلومات شامل وي. همدارنګه په افغانستان او بهر کې د پخوانېو خطي کتیبو، پخوانيو لېکلو ټولې نمونې هم شاملې وې.
د لېکلو او خطاطي په برخه کې دا هڅې نه یوازې له اسلام څخه د مخه شوې وې، بلکې د اسلام په لومړیو کې دا هڅې تر ډېره ختمې شوې. وروسته بېا د سخت درېزۍ او جنګونو په کمېدو سره ځینې بدلونونه د خط او ښکلو لېکلو په برخه کې رامنځته شول. دغه بدلونونه، چې د اسلام په لومړیو کې رامنځته شوي وي حبیبي صاحب په یو څپرکي کې پرې ځانګړی بحث کړی. د خط د تاریخ په دې برخه کې نوموړي د خط په ابتدایه او تېر تاریخ خبرې کړې او هغه یې په یو ځانګړي انداز تر څېړنې لاندې نیولی دی.
بل کتاب د (هنر خط در دو قرن اخیر افغانستان) په نوم، چې په ۱۳۴۳ کال (۱۹۶۳) د کابل د مطبعې لخوا چاپ، دا کتاب د استاد عزیزالدین وکیلي پوپلزی لخوا لېکل شوی، چې د خطاطي او ښکلو لېکلو له استادانو څخه ګڼل کېږي. په کتاب کې یې د خپلو خطونو تر څنګ د ګڼو خطاطانو د خطونو ډولونه(نمونې) هم راوړې دي. دا کتاب تر ډېره د پخوانېو خطونو استازیتوب کوي. استاد پوپلزي په دې برخه کې ګڼ اثار ټولنې ته وړاندې کړي لکه : خزینتة الاشراف، اصول خطاطي او ورته نور. له استاد پوپلزي څخه وروسته بل اثر د (تعلیقات بر دیباچه دوست محمد کتابدار) په نوم د استاد فکري سلجوقي هروي دی، چې په دې کتاب کې د ګڼو خطاطانو د نومونو تر څنګ د هغوي د خطونو د ډولونو (نمونې) هم راغلې دي.
د ۱۴ پېړۍ په اخیر کې په منځنۍ اسیا کې د امیر تیمور لخوا د یوې لوې امپراتورۍ په رامنځته کولو سره په ټولو ماوراءالنهري هېوادونو(ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ایران او افغانستان) کې ددې امپراتورۍ او هنري دورې په جریان کې غزنویانو، غوریانو، خوارزمي شاهانو او سلجوقیانو د اسلام څخه د مخه هم ځینې هنرونه له ځان سره درلودل، چې دا هنرونه یې له هندي، مغولي او شرقي هېوادونو او ډلو څخه زده کړي وي. کله چې شاه رخ دامیر تیمور زوی په ۱۵م پېړۍ کې په هرات کې واک ته ورسېد، دي په هرات او سمرقند کې ځینې داسې کارونه تر سره کړل، چې هرات یې د آسیا د هنري رنسانس په نوم بدل کړ، په دې برخه کې د ښکلو لېکلو او خطاطي په برخه کې ډیری کتابونه ولېکل شول، ابنیه عظیمي له هغو کتبیو څخه ده، چې یو ملي افتخار ګڼل کېږي.
هرات د سلطان حسن بایقرا تر وخته ۱۵ م پورې د کتاب لېکلو او خطاطي په برخه کې لومړی وي، له دې ځایه د ښایسته لېکلو (خوشنویسي)، نقاشي، کتاب جوړونه او میناتوري هنرونه اول بخارا ا بېا اصفهان، تبریز او وروسته هندوستان ته ولېږدول شول.
ښکلي لېکل (خوشنویسي) او خطاطي د اسلام په وروستیو کې د پام وړ پرمختګ وکړ، چې د نقاشي د هنر په ځای یې د کندهارا مکتب، کوشاني او ساساني ماڼۍ د ښکلا او زینت په خاطر په رنګونو ورنګولې، چې ښه مثالونه یې لشکري قصر او د بست بازار دی. همدارنګه نور مثالونه یې د هرات منارونه، د غزني ولایت منارونه او تاریخي کلاوې او د کندهار ځینې تاریخي ځایونه دي.
ددې تاریخي ځایونو تر څنګ ډیری ښکلي عکسونه هم جوړ شول، ولې معابدونه، جوماتونه، زیارتونه او قبرونه له دې رنګونو څخه مستثنا وي. په اکثرو ځایونو کې به عکسونه، ښکلي لېکل او ګلان جوړېدل، چې دې کار په اسلامي حکومتولۍ کې هم ځانګړی ځای درلود او ډیری د قران کریم د ایتونو نمونې او حتا ټول قران کریم د خطاطانو لخوا په ښکلو او رنګېنو خطونو ولېکل شو. د تیمور په دوره کې د هرات ولایت خلکو ته هنرخوښوونکي او هنر خورونکي وویل شول، چې وروسته بېا په زرګونو کسانو د دوی لخوا د هنرمندي، خطاطي، مجسمه جوړونې، معماري، کاشي کارونې او رنګ کولو په برخو کې تر روزنې لاندې ونېول شول، چې ګڼې قیمتي تخلیقي لاسته راوړنې یې درلودې.
د یادونې وړ ده، چې ددې خاورې د تاریخي او هنري پرمختګ په دوران کې، د نورو هېوادونو فرهنګي یرغل زموږ دا چټک یون له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړ. د اسلام له پرمختګه او بېا د مغولي حکومت تر تاړاکونو پورې زموږ ددې تاریخې او هنري خاورې ډیری تاریخي اثار، کتابونه، کتیبې، تاریخي ودانۍ، منارونه او مجسمې له خاورو سره خاورې شوې. د علاوالدین جهانسوز ورانکاري او د چنګېز سوځونې او تاړاکونه زموږ په تاریخ کې هغه تورې پېښې دي، چې نه یوازې یې زموږ کلتور او تاریخ ته زیان پېښ کړ، بلکې زموږ ډېری هېوادوال یې هم له تېغه تېر کړل.
بل پړاو د شپاړسمې پېړۍ له پېل او د اتلسمې پېړۍ تر نمایي پورې (دوسوه کاله) افغانستان د تجزې او تقسېم په حال کې وي، چې زموږ ملي ازادي هم تر سوال لاندې وه. د هرات د ادبي او فرهنګي مکتب تر څنګ اکثریت ادبي مرکزونه تړل شوي وي. کوم هنرمند او خطاط به چې پېدا کېده، نو اکثریت به یې په هندوستان کې وي او یا به له دې ځایه هندوستان ته بلل کېدل. په دې فرهنګي یرغلونو او جنګونو کې بېا بل کاشفي، جامي، علیشیرنوایي او بهزاد را پېدا نه شول. د امیر عبدالرحمن خان تر وخته بېا د هنر لپاره هېڅ کار ونه شو، ولې هغه مهم او اړین کار، چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې تر سره شو، هغه د معارف، هنر او فرهنګ په برخه کې د یوي نوي بنسټ رامنځته کول وي. د لومړي ځل لپاره خطاطي او خوشنویسي مضمون د نصاب د یو درسي کتاب په توګه په لومړنېو ښوونځیو کې شامل شو، وروسته بېا د لیتوګرافي او نقشه جوړونه هنرونه هم رامنځته شول. په دې هنرونو کې لیتوګرافي ښه پرمختګ وکړ، چې وروسته بېا حکاکي هنر هم رامنځته شو. دا کلونه د فرهنګ او هنرونو په برخه کې له لاسته راوړنو ډک وي، چې له تېرو کلونو سره هېڅ د پرتلې وړ نه دی.
په دې دوره کې د نستعلیق خط هنرمندان او استادان ( عماد حسیني، چې ددې خط او هنر بنسټ اېښودونکي ګڼل کېږي او استاد عبدالرحمن هروي) هم وپېژندل شول. د سیاسي انقلاب په رامنځته کېدواو د افغانستان د ازادۍ ۱۹۱۹ع کال وروسته ګڼ ټولنېز، فرهنګي او کلتوري بدلونونه رامنځته شول. د ښوونځیو او مدرسو رامنځته کول، په فرهنګي برخه کې د کتابتونونو او په ادارو کې د عصري سبک رامنځته کول د دغه وخت له ځانګړېو کارونو او لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.
دا یو طلایي دور وو، په دې دور کې سید محمد عطا قندهاری د نستعلیق استاد، میرزا محمد یعقوب خان کابلي د نستعلیق استاد، میرزا محمد ناصری کابلي د نستعلیق استاد، شیخ محمدرضا هروي د ځانګړو خطونو او هنرونو استاد، سید محمد داود حسیني د بېلابېلو خطونو استاد، سید محمد ایشان حسیني الافغاني استاد، عزیزالدین وکیلي پوپلزی د خط د بېلابېلو هنرونو استاد، میرزا عبدالغفار خان وفا یوسفزی د نستعلیق خط استاد، اخوند محمد علي هروي او په زرګونو نورو استادانو په دې دور کې را پېدا او ګڼ خدمتونه یې تر سره کړل.
د اماني له دورې څخه وروسته د بچه سقاو په دورکې نه یوازې حکومتولي له منځه ولاړه بلکې هنرونه، ادبېات او کلتور هم له منځه لاړل، چې د فرهنګ، کلتور، هنر او ادبېاتو په برخه کې یوه توره دوره ګڼل کېږي. د شاه محمود خان په وخت ۱۳۳۲هـ – ۱۹۵۳م کال کې د هېواد وضعیت زیات تغیر وموند او دموکراتیکو سیاسي فعالیتونه تر ډېره زور واخېست. مبارزو د هېواد وضعیت د دموکراسۍ د پرمختګ او د یو کلتوري بدلون لپاره برابر کړ، په دې وخت کې هم هنرونو ، کلتوري او فرهنګي هڅو د پرمختګ تر څنګ ښه زور وموند. ولې تخنیک ورو ورو د خطاطي او ښکلو لېکلو ساحه راتنګه کړه، د خطاطي او ښکلو لېکلو هنر دومره زور اخېستی وي، چې د هېواد څخه بهر خلک به هم ددې هنرونو د زده کړې لپاره افغانستان ته راتلل.
د سردار داود خان حکومت، چې لومړی جمهوریت ګڼل کېږي، په دې دوران کې خطاطي او ښکلو لېکلو د ګل د یوې غوټې په څېر نوې په غوړېدو وي، ولې د پام وړ پرمختګ یې ونه کړ. ځکه چې سیاسي بدلونونو د ډیری پرمختګونو مخه ډب کړې وه. له دې وروسته په اتیایېمه لسېزه کې د دموکراتیکو بدلونونو په رامنځته کېدو سره، ټولنېزو بدلونونو یوه قانوني لاره پېدا کړه، په دې بدلونونو کې ټولنېزو، سیاسي او فرهنګي برخې په زړه پورې پرمختګ وکړ. همدارنګه کلتوري او هنري موسسو او ټولنو هم د خپلو هدفونو په لاسته راوړنه کې له ویاړه خالي نه وي، له دې جملې څخه ښکلي هنرونه ( هنرهای زیبا) تر ټولو چټک پرمختک وکړ.
په دې دوره کې ډېر لوی هنري شخصېتونه او استادان را پېدا شول، چې د هنر ، خطاطي او ښکلو لېکلو په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، د هغو استادانوله جملې څخه عزیزالدین وکیلي پوپلزی، حسیني، خرمي، تمیم رها، سید محبوب الله هاشمي، عبدالکریم حلیمي او د عمر صدیقي نومونه د یادونې وړي دي. همدا ډول دوی د دولت په همکاري وکولای شول، چې د هنر، خطاطي او ښکلو لېکلو په برخه کې په سلهاوو زده کړیالان د ټولنې د خدمت لپاره وروزي.
په دې دوره کې ملي ارشیف د ډېرو مهمو اثارو په ساتنه او راټولولو کې مهم کردار تر سره کړ، په دې اثارو کې د تاریخي کتابونه ساتنه، اداري اسناد، تاریخي عکسونه، پخواني تاریخي او کم پېدا کېدونکي څېړنېز تاریخي اثار، چې یوازې د خطاطي او ښکلو لېکلو په برخه کې یې ۶۸۵ ګڼې کتابونه، قلمي لېکل شوي اسناد د لېکوالانو اوخطاطانو په مرسته ورغول. ملي ارشیف دا کتابونه د کتابتونونو د اصولو په رڼا کې لړلېک (فهرست) او د نسخو او تذکرو په بنېاد یې برابر کړل. د ډېری کم پېدا کېدونکو کتابونو څخه یې میکروفلمونه جوړ او له ځان سره یې خوندي کړل. ملي ارشیف یوازینی ځای وي، چې د څېړنکارو او پوهانو د باور وړ مرکز بلل کېده او ډېر کله به د څېړنکارو او پوهانو لخوا پکې د کتابونو نندارتونونه هم جوړېدل.
د غلام محمد نګارستان، میمنه ګي، ملي ګالري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سالون، د هنرمندانو اتحادیه، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځی، خانه هاي فرهنګي او هغه کلتوري، هنري مرکزونه، چې د هېواد د لوړو شخصیتونو په نومونو لکه ابوریحان البیروني، بایزید پېرروښان، خوشحال خان خټک، عبدالرحمن بابا، شیخ الریس ابن سینا بلخي، امیر علي شیر نوایي، پیر بلخ مولانا، نورالدین عبدالرحمن جامي، ناصر خسرو بلخي، حکیم سنایي غزنوي، احمد شاه بابا او امیر شېرعلي خان په نومونو یادېدل، چې دا ټول یوازې او یوازې کلتوري محفلونه او نقاشیو نندارتونونه وي.
همدارنګه په ډېرو روزنېزو ځایونو کې د نقاشي، خطاطي، ښکلو لېکلو، میناتوري او رسم زده کړې ورکول کېدې او ډېری وخت به یې نندارتونونه هم پرانېستل کېدل، دا د هغه وخت د دولت له کلتوري او فرهنګي مثالونو او لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي. خطاطانو او د ښکلي خط لېکوالانو به په دې بسنه نه کوله، بلکې ډېری لېکوالانو او خطاطانو خپل خپل روزنېز مرکزونه درلودل، چې له دې لارې به یې هم ډېری وخت خپل هنري او کلتوري لاسته راوړنې له خلکو سره شرېکولې.
د جهادیانو له تورې دورې وروسته تر نني وخته د هنر په تاریخ کې یو ځلانده ګام وي، په دې دور کې زموږ د کلتوري او هنر ي تاریخ بنسټ ډېر پخوالی وموند. په دې دوران کې زموږ ټولنېز، سیاسي، کلتوري او هنري برخو ټول هغه سرحدونه مات کړل، کوم چې یې د پرمختګ په مخ کې خنډ وي (یوه جهاني بڼه یې خپله کړه).
د بودېزم نښې زموږ په کلتور او فرهنګ کې ډېرې لرغونې دي، بدبختانه د اسلام په راتګ او بېا د مغلو په تاړاکونو او وروسته د برطانې او زموږ هسې په نوم جهادیانو لخوا د ځېنو مجسمو او تاریخي اثارو ماتول، سوځول، د تاریخي، کلتوري او هنري نښونښانو له منځه وړل، په ګاونډېو هېوادونو د ملي موزیم د تاریخي توکو خرڅول، هغه تورې کرښې دي، چې ټولنه به یې تر ابده هېرې نه کړي. دې کار نه یوازې زموږ کلتور ته زیان پېښ کړ، بلکې زموږ د یو ویاړلي تاریخ ځینې پاڼې یې هم تر سوال لاندې راوستې. د ډېرو تاریخي توکو تاریخ مو اوس ګاونډېان په ځان پسې لېکي، حتا په ډېر سپېن سترګۍ سره زموږ د ځېنو شخصېتونو دعوه ګېر هم دي، چې دا ټول کرېډت تر ډېره زموږ هغو جهادي مزدورانو ته ورکول کېږي، کوم چې د پاکستان په مرسته او همکارۍ له روسې سره جنګېدل.
د استاد عطار هروي د خطاطي او ښکلو لېکلو یوه نمونه :
د افغانستان د ښکلو لېکلو (خوشنویسۍ) په تاریخ کې د تورو دورو نوملړ:
- د اسلام راتګ ( د مذهب په نوم د ځېنو کلتوري دښمنانو لخوا د ډېری تاریخي، کلتوري، ادبي او هنري توکو سوځول او له منځه وړل)
- د مغولو واکمني او پېر ( په دې دوره کې د ډېرو تاریخي ځایونو د سوځول تر څنګ ډېری تاریخي توکي مات او هم له منځه ولاړل)
- د پېرنګیانو تاړاکونه
- د روسانو یرغلونه
- د سقاوو د زوی یرغل
- تش په نوم د جهادیانو دور( په دې دور کې زموږ اکثریت تاریخي توکي یا مات شول او یا د تش په نوم جهادیانو لخوا په ګاونډیانو وپرول شول او یا د ګاونډیانو په لمسون مات او خرڅ شول)
- د طالبانو دور او حکومتولي
دا هغه تورې دورې او حکومتونه دي، چې نه یوازې یې زموږ کلتوري میراثونه له منځه وړي، بلکې زموږ خلکو ته یې په اقتصادي، طبي، ټولنېزو او سیاسي برخو کې ګڼې ستونزې هم پر ځای پرېښې، چې اوس یې زموږ خوار اولس د ګاللو توان هم نه لري.