لیکنه: محمد قسیم ځیر
هسې خو ادبپوهان وايي چې لیکوال د لیکوالۍ لپاره پیدا شوی وي او دا پاڼې تورونه نه يواځې د ده مسلک چې فطرت هم دی، کله چې فطرت په هغه لور سوقیږي په کوم چې له مخکې نه روان وي نو یو ډول سرسریتوب رامنځته کیږي چې دا حالت ادب ته د مسولیت بار په ولو ږدي خو دلته مو موخه د سم سمول نه بلکې د لومړیتوبونو پیژندنه او دچټک مثبت اغیز ایجاد دی.
هغه وخت چې ستونزه ستونزې شي او تسلسل پیدا کړي نو په صعوباتو واوړي چې بلوغ یې ناورین نومیږي یا هغه نقطه چې ملتونه باید د خپلې تلپاتنې پریکړه یوځل بیا وکړي. دا هماغه فلتر دی چې ژوندي او خوځنده ولسونه ترې وځي او متباقي په کې زندیږي.
که ټولنې ته یو بیالوژکي ځان تصور کړو نو سیاسون یې زړه صنعت کار لاسونه فوځ ملا رسنوال ژبه او لیکوال ماغزه دي، په کومه کچه چې دا ملي دماغ کارنده او سالم وي په هماغه انداز ملت ویښ او هوښیار راځي.
افغان لیکوال باید درک کړي چې خلک يې د یو عقلمند او ډیموکراټیک نیواک او هراړخیز زبیښاک سره مخامخ دي، نژدې ده چې د ملي ایمان چله وخیژي او هیواد وال په ډيره ناچارۍ او لاره ورکۍ کې د نړیوال روحي او رواني یرغل پر واړندې سلامي شي.
په مجوده وخت کې مو د ملي او سرتاسري ژغورنۍ یواځینۍلار فکري تنویر دی ولې له بده مرغه ډیری قلموالو د د ۱۰ پیړۍ عاشق او معشوق په نوي رنګ کې باسي تقریبا چې د هنري ادب ډیره برخه په کم ارزښته موضوګانو راچورلي پاتې د معلوماتو کڅوړې دي چې د دریمې نړي دټولو خلکو ستونزه ده ولې دا منو چې معلوماتي وسعت او مطالعاتي انکشاف د ذهني رفعت له با ارزښته توکو څخه دي لیکن مونږ په عادي حالت کې نه یوو او همدا استثناء ده چې لیکوال لومړی خلک ویښ او بیا پوه کړي.
د اروپا رسانس زمونږ لپاره یو ډیر ښه موډل دی. غربي نړۍ هغه وخت مخکې شوه چې د ۱۶ او ۱۷ پیړۍ هنري ادبیاتو پر نا انساني ارزښتونو او دودنو لعنت ووایه . افغانۍ کیسې ، ناولونه ، رومانونه ، شعرونه، یونلیکونه ، ارمان نامې، ژوند نامې، کره کتنې څېړنۍ، ژباړې او ټولې ادبي ځېلې د خپل ماهیت د ظرفیت په اندازه روان بحران ته د پای ټکي ایښودلو په پار ملي وحدت ، ملي او هویتي ایمان، ملي احساس تغذیه کړي د روښانه سبا پر زیرود خلکود زړونو د ډاډه ونې شعوري هڅه وکړي، د هر مستقیم او نامستقیم تعصب ، تبعیض او کرکې مخه ونیسي او ټول ولس ته د ټول افغانستان د برابر ، قانوني او دایمي څښتنتوب احساس ورکړي.