ژباړه: محمد اشرف ياد
د پخوا په پرتله اوس د امریکا په پوهنتونونو او کالجونو کې ډېر بهرنیان زده کړې کوي، د Open Door په نامه یو راپور وايي چې د امریکا په پوهنتونونو کې نږدې یو میلیون بهرني اتباع په زده کړو بوخت دي، په داسې حال کې چې د امریکا په پوهنتونونو کې د ټولو زده کوونکو شمېر 20 مېلیونه تنه دی.
د 1954م کال راهيسې دا تر ټولو لوړ شمېر بهرنیان دي چې امریکا ته د زده کړو لپاره تللي دي، د همدې درکه د تېر کال راهیسې د امریکا په اقتصاد کې 30،8 ميلیارده ډالر زیاتوالی راغلی دی چې دا پیسې بېرته په ځينو بهرنېو محصلېنو مصرفېږي.
په 1954م کال کې د بهرنېو زده کوونکو شمېر 200،000 تنه وو خو کرار کرار تر 2015م کال پورې یو مېلیون تنو ته ورسېد، په ځانګړي ډول په 2015 کې د زده کوونکو دا شمېر ٪10 زیات شو، د Open Door راپور کاږي چې د امریکا د بهرنېو چارو وزارت او د نړېوالو زده کړو انسټيټيوټ په دې برخه کې په ګډه کار کوي، دوۍ په خپل کلني راپور کې چې تېره اوونۍ نشر شو، پورته معلومات خپاره کړي دي.
ډاکټر آلن ګوډمن د نوموړي انسټيټيوټ مشر وايي:
د بهرنېو زده کوونکو لوړ شمېر په راتلونکي باندې ښه تاثیر درلودلی شي، دا هرڅه د راتلونکي نسل زده کوونکيو او رهبرانو ته په زړه پورې موضوعات دي، مونږ هېله لرو چې دا انسټيټيوټ پرمختګ وکړي ځکه په رښتينې ډول سره کولی شو چې دلته د نړۍ په اړه څه زده کړو.
په امریکا کې د بهرنېو زده کوونکو شمېر د 2006 کال راهیسې زیات شوی، وروسته د 15-2014 کلونو تر منځ ٪10 نور هم زیات شو چې په تېرو 35 کلونو کې دا سلنه تر ټولو لوړه ښودل شوې ده، په امریکا کې د مېشتو یو مېلیون تنو بهرنېو زده کوونکو ډېری برخه د لاندې هېوادونو څخه دي.
چين ٪31، هندوستان ٪14، جنوبي کوریا ٪7، سعودي عربستان ٪6، کاناډا ٪3، جاپان، ټاېوان، ویتنام، مکسیکو او برازیل هریو دوه دوه فیصده زده کوونکي لري.
په 2015م کال کې چين د نورو هېوادونو په پرتله ډېر زده کوونکي امریکا ته استولي یعنې د تېر په پرتله يې په شمېر کې ٪10 زیاتوالی راغلی دی چې اوسنی ټول شمېر يې 304،040 تنه دی.
هندوستان هم د تېر کال په نسبت ډېر زده کوونکي امریکا ته استولي دي چې د چین څخه وروسته دوېيم مقام لري، د هندي زده کوونکو شمېر 132،888 تنو ته رسېږي.
د ٪64 بهرنېو زده کوونکو لګښت د کورنېو ، ٪21 د امریکايي پوهنتونو او کالجونو او ٪8 د بهرنېو هېوادونو د حکومتونو او پوهنتونونو لخوا ورکول کېږي، د امریکا له لورې کلنی لګښت د هغه 30،8 میليارده ډالرو څخه ورکول کېږي کوم چې د همدې مدرکه ترلاسه کوي.
راجیکا بهاندري چې د څېړنې او بررسۍ په برخه کې د نړېوالو زده کړو د انسټيټيوټ مرستیاله ده وايي:
ډېری هندي زده کوونکي د لوړو ساینسي او ټېکنالوژيکي زده کړو په موخه امریکايي پوهنتونونو ته مخه کوي، د څېړنو پر بنسټ امریکا په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې ډېر زده کوونکي ورته د زده کړو لپاره راځي، دا ډول پروګرامونه يو ډېر لوی بدلون ګڼلی شو، مونږ د لاتین او کارائيب امریکا د 000،100 تنو زده کوونکو لپاره د زده کړو پروګرام لرو چې دا د هغوئ سره ډېره مرسته کولی شي، دا پروسه د امریکا د بهرنېو چارو وزارت او د بېلابېلو تعلیمي ادارو او پراختیايي سازمانونو له لورې برابرېږي چې د لاتین او کارائيب امریکا د زده کوونکو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابروي تر څو ګټور ثابت شي.
برازیل 23،675 زده کوونکي په 2015 کال کې لاتینې امریکا ته لېږلي دي چې د 2014 کال په نسبت پکې ٪79 زیاتوالی راغلی دی، برازیل د خپلو زده کوونکو لپاره د ساینس او ریاضیاتو په برخه کې یو کلن ځانګړی پروګرام لري.
په منځني ختیځ کې هم حکومتي سکالرشېپونه د زده کوونکو لپاره ډېر ګټور دي، سعودي عربستان څلورم لوی هېواد دی چې ډېر زده کوونکي يې په امریکايي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي چې شمېر يې 59،945 تنو ته رسېږي، د تېر کال په پرتله پکې ٪11،2 لوړوالی راغلی دی.
د کوېټ د زده کوونکو شمېر ٪24 ډېر شوی دی، سعودي او کوېټ خپلو زده کوونکو ته د زده کړو ځانګړي پروګرامونه لري.
په امریکا کې بوختو بهرنېو زده کوونکو ته ٪7.7 لګښت د خپلو هېوادونو له لوري ورکول کېږي.
امریکا هم هڅه کوي تر څو په بهرنېو هېوادونو کې د خپلو زده کوونکو شمېر زیات کړي.
اون رایان چې د امریکا د بهرنېو چارو وزارت د تعلیمي او کلتوري چارو مرستیاله ده وايي:
بهرني زده کوونکي په خپلو منځو کې د معلوماتو تبادله کوي چې پدې ډول سره د هېوادونو اړيکې لا پراخېږي، د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د اهدافو سره مرسته کېږي، خلک او ټولنې سره نږدې کېږي، دوۍ ژبې زده کوي او د نړېوال چاپېریال، ژوند او ژواک په اړه لا ډېر څه تر لاسه کوي.
په 2014م کال کې د هغه امریکايي زده کوونکو شمېر چې په بهر کې زده کړې کوي 304،467 تنو ته رسېږي چې په وروستیو کې يې ٪5،2 زیاتوالی موندلی دی.
د امریکا د بهرنېو چارو وزارت د واشنګټن په ښار کې د بهرنېو زده کړو دفتر پرانیستی دی، دا دفتر په نورو هېوادونو کې امریکايي زده کوونکو ته بېلابېل پروګرامونه او سکالرشيپونه برابروي چې په کې د تلونکو زده کوونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
رایان وايې چې په دې پروګرام کې زده کوونکو ته امکانات او فرصتونه ورکول یوه مهمه خبره ده، له بل پلوه په دې سره د امریکا او نورې نړۍ اړيکې نورې هم پياوړې کېږي.