ژباړه: محمد اشرف یاد
د سپټمبر اوومه نېټه په امریکا کې د کارګرو د ورځې په وياړ عمومي رخصتي ده، تقریباً د 100 کالو راهیسې پدې ورځ د کوچنیو فابریکو د کارګرو په ویاړ عمومي رخصت وي، د کارګرو ورځ په غېرې رسمي توګه د اوړي د موسم په پای کې وي، اکثره کوچنیان ددې ورځې څخه وروسته خپلو ښوونځېو ته ځي ځکه چې له دې وروسته د اوړي تودې ورځې یخيږي، پدې ورځ ځنې امریکایان د یوې غريبې کورنۍ سره د مېلې ځایونو ته ځي او دا ورځ له غریبو سره یو ځای لمانځي، د 1889م کال د می په لومړۍ نېټه کارګرو د پاریس ښار په کوڅو کې لاریونونه وکړل او پدې توګه يې دا ورځ په نړېواله کچه ولمانځله یعنې د کارګرو د مبارزې په پايله کې ددې ورځې لمانځل پېل شول، دا ورځ د امریکا او کاناډا څخه پرته په نوره نړۍ کې د می په لومړۍ نېټه لمانځل کيږي، په امریکا کې لومړی ځل د نیویارک په ښار کې د 1882م کال د سپټمبر په پينځمه ڼېټه ولمانځل شوه، نږدې 10،000 زره کارګرو په کوڅو کې لاریونونه وکړل او د کارګرو د اتحاديې د يووالي مظاهره يې وکړه، اوس هم کلونه کلونه وروسته د سپټمبر په لومړۍ دوشنبه کې امریکايي کارګر د کار او مزد د زیاتوالي په موخه د ډولونو او سندرو سره یو ځای لارو ته راوځي، د ښه ژوند او جګړې څخه د نفرت سندرې وايي.
نن يې د یوې سندرې پېل پدې ټکو وو چې ( مونږ بايد له منځه لاړ نشو)، د کارګرو زړې سندرې د پخوانيو کارګرو له لوري د جنوبي امریکا د ډبرو سکرو په کانونو کې ویل شوي دي، د کانونو ځنې خاوندان د کارګرو د اتحاديې سره مخالفت لري، د امریکا په کینټاکي ایالت کې د کمپنۍ پولیس ددې اتحاديې د مشرانو پسې ګرځي، څو ورځې کېږي چې ځنې د کارګرو د کورونو څخه ویستل شوي دي ځکه چې هغوۍ د اتحاديې د مشرۍ څخه لاس اخیستی دی.
میرمن فلورینس رییس د ډبرو سکرو په کان کې کار کوي، څنګ ته يې خپل کوچنی ماشوم ناست دی او د خپلې غريبۍ سندرې وايي، یو بل امریکایی هم د ډېرې ډوډۍ تر نامه لاندې د ولږې هغه شعر وايي کوم چې جیمز اپينهیم په 1911م کال کې ویلی دی، دا شعر په فابریکو کې د ښځينه کارګرو د غربت پخوانی وحشت ناک حالت بیانوي ځکه په هاغه وخت کې د نیو یارک د کالو په یوه فابریکه کې اور ولګېد، 146 تنه ښځينه کارګرې پکې مړې شوې، چې اکثره يې د نورو هېوادونو مهاجرې وې، له دې پېښې یوه میاشت وروسته اوپینهیم دا شعر ولیکه، په دې وخت کې رخت ګنډونکيو ښځو د امریکا په لاورینس او ماساچیسیټس ایالتونو کې په تاوتریخوالي لاس پورې کړ چې په پايله کې يې مزد زیات او کارونه ښه شول، نو ځکه دې شعر ته زیاته توجه کېږي، نن پاټ همپرایز همدا شعر ووایه، هغه وايي: سره ددې چې دا ورځ په امریکا کې چندان عامه هم نه ده خو دا سندرې مونږ ته پخواني یادونه را په زړه کوي او د کار سره د پخوانیو خلکو مينه او هڅې مونږ ته را یادوي نو ځکه يې مونږ لمانځو.
پای