ژباړه: انجنیر فرید عاطف
Types & Summary of Cracks in Reinforced Concrete Column
په ډیری ودانیو کې درزونه دجوړونې پرمهال او له وروسته له بشپړیدو منځ ته راځي .دودانۍ په یوه غړي کې درونه هغه وخت منځ ته راځي کله چې په هغه غړي کې تشنجات د هغې له مقاومت څخه زیات شي.د ودانۍ په یوه غړي کې تشنجات د هغې داخلې وارد شوو بارونو /قوو له امله پیښیږي.په یو ساختمان کې ټولو درزونه زیان رسونکي نه وي مګر درزونه باید له پامه هم ونه غورځول شي.په اوسپنیزو کانکریټي پایو کې درزونه په اساسي توګه د هغې د مقطعې د کم سایز او کمو سیخانو او یا هم د سیخانو د زنګ وهلو له امله وي.په لاندې توګه د هغو اساسي درزونو یادونه کوو چې په اوسپنیزو کانکریټي پایو کې منځ ته راځي .مونږ دلته هڅه کوو په اوسپنیزو کانکریټي پایو کې د پیښیدونکو درزونو د منځ ته راتلو لاملونه او خواص تشریح کړو.
په اوسپنیزه کانکریټي پایه کې دوه ټوټه کوونکي درزونه . Splitting Cracks in Reinforced Concrete Column:
په اوسپنیزو کانکریټي پایو کې د دوه ټوټه کیدو درزونه معمولا دکمو سیخانو او یا هم د کانکریټو د خراب کیفیت له امله وي.دا ډول درزونه هغه وخت منځ ته راځي کله چې د پایې بارلیږد ظرفیت اعظمي حد ته ورسیږي.د دا ډول درزونو مهمې نښې دادي چې موازې لنډ او عمودي شکل لري او ددرزونو پلنوالی یې سره متفاوت وي.
په اوسپنیزه کانکریټي پایه کې مایل وتري درزونه . Diagonal Cracks in Reinforced Concrete Column:
په اوسپنیزو کانکریټي پایو کې دا ډول درزونه دکمې عرضي مقطعې او کمو سیخانو درلودو له امله وي.په اصل کې دا ډول درزونه هغه وخت منځ ته راځي چې پایه د بار د لیږد پوره ظرفیت ونه لري.داسې درزونه په مایل او وتري شکل منځ ته راځي .
په اوسپنیزه کانکریټي پایه کې افقي درزونه : Horizontal Cracks in Reinforced Concrete Column:
په اوسپنیزو کانکریټي پایو کې افقي درزونه د بیم –پایې د اتصال برخه کې د عرضي قوې د زیاتیدو په پایله کې منځ ته راځي .دا درزونه هغه مهال منځ ته راځي کله چې په هغه برخه کې د مومنټ مقاومت ظرفیت ټیټ وي او د سیخان پوره نه وي ورکول شوي.
په اوسپنیزه کانکریټي پایه کې د زنګ وهلو درزونه . Corrosion Cracks in Reinforced Concrete Column:
په اوسپنیزو کانکریټي پایو کې دا ډول درزونه د سیخانو د زنګ وهلو له امله منځ ته راځي ځکه کله چې سیخان زنګ ووهي نو په هغې سره د کانکریټو دننه د سیخانو حجم زیاتیږي او په کانکریټو فشار زیاتیږي .دا درزونه د سیخانو سره موازي تللي وي .