د کارګر ټولنو فشار په زیاتېدو دی: په فبرورۍ کې بل لاریون پلان شوی، کېدای شي ملي اعتصاب هم وشي
کارګر ټولنې د حکومت د تقاعدي پلانونو پر وړاندې د پرونیو پراخو مظاهرو له امله خپل ځواک ډېر احساسوي. دوی غواړي په خبرو اترو کې خپل فشار زیات وساتي. په فبرورۍ کې په پلازمېنه بروکسل کې یو بل لوی لاریون پلان شوی دی. له دې وروسته کېدای شي حتی ملي اعتصاب هم ترسره شي.
د ACV کارګر ټولنې مشره، ان ورمورګن، چې د بروکسل د مظاهرو له پایلو راضي ښکاري، وايي: “دا موضوع خلکو ته ډېره مهمه ده، زه هیله لرم چې مذاکره کوونکي اوس پوهېدلي وي.
په پرونۍ مظاهره کې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ګډون کړی و.
په ځانګړي ډول ښوونکو د تقاعدي پلانونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړ. په دې پلانونو اوس حکومت خبرې کوي. کارګر ټولنې وېره لري چې کارکوونکي، په ځانګړې توګه دولتي مامورین، به اوږد وخت کار وکړي او لږ تقاعد به ترلاسه کړي.
د خلکو دا لوی ګډون حتی خپله کارګر ټولنې ته هم حیرانوونکی و. دوی وايي چې موږ په پیل کې یوازې یوه کوچنۍ مظاهره پلان کړې وه. خو د خلکو اندېښنې، قهر، او خپګان مو احساس کړ چې دا اندېښنه ورته څومره مهمه ده.
کارګر ټولنې غواړي دا غږ ځواکمن وساتي. په فبرورۍ کې د درېیم ځل لپاره مظاهره پلان شوې ده.
په حکومت کې د N-VA، CD&V، Vooruit، MR، او Les Engagés د حکومت پلان داسې طرحه کړئ چې زیان یې یو ځل بیا کارکوونکي او تر ټولو زیان منونکي قشر ته رسېږي.
د راتلونکې میاشتې مظاهره به د عامه خدماتو تر سرلیک لاندې ترسره شي. د برټ اینګلار په وینا، دا د هغو خلکو غوښتنه ده چې په ماشوم ساتنه، اوروژنې، او د کثافاتو راټولولو په څېر برخو کې کار کوي. ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ په ۱۳مه د درېیو لویو کارګر ټولنو له خوا له بروکسل شمال څخه تر بروکسل جنوب پورې لاریون ترسره شي.
د دې ټولنیزو مظاهرو د لا ډېرېدو امکان د حکومت د پرېکړو پورې اړه لري. د کارګر ټولنې مشره، ان ورمورګن، وویل:
“که د حکومت پرېکړې متوازنې او ټولنیزې نه وي، نو دا به خامخا غبرګونونه راوپاروي.”