د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره کارکوونکو د کال پرېمې یا بونس په ځای اضافه رخصتي غوره کړې ده. په بلجيم کې ټول شرکتونه او ادرې کم تر کمه ټاکل شوې رخصتی باید خپل کارکوونکي ته ورکړي. ځينې شرکتونه او ادارې خپلو کاروکوونکو ته ډېره رخصتي ورکوي.
خو سره له دې بیا هم خلک په دې هڅه کې دي چې د پیسو په ځای رخصتي او وزګار وخت غوره کړي. د سږ کال له شمېرو څخه ښکاري چې له هرو پنځو تنو کار کوونکو څخه یو اضافه رخصتیو ته اهمیت ورکوي او غوره ګڼي چې د کال په پای کې د خپل کار لخوا د اضافه پیسو په بدل کې رخصتیانې ترلاسه کړي. دا بدلون د تېر کال په پرتله دوه چنده شوی.
ډېر خلک د کار له خوا اضافه نور امتیازات د تقاعد سپما ته استوي، تر څو دوی په تقاعد کې ترې ګټه واخلي. دا غوراوی لا هم په خپل ځای دی.
کار ته د تګ راتګ لپاره همدا شان خلک بایسکل غوره کوي چې دا هم په دې وروستیو کلونو کې ډېر زیات شوی، خلک غوره ګڼي چې د موټر یا عامه ترانسپورت پر ځای کار ځای ته په بایسکل ولاړ شي تر څو د خپل کار له شرکت د بشري خدماتو په برخه کې د بایسکل امتیازات ترلاسه کړي.
د بشري خدماتو شرکت Acerta لخوا له 11,000 کارمندانو څخه پوښتل شوي چې دوی څنګه له خپل کیفیټیریا پلان څخه ګټه اخلي؟
سږکال تقریبا 30 سلنه خلکو د تقاعد سپما ترټولو غوره انتخاب ګنلی، چې ډېره سپما تقاعد ته ورکړي.
ځينې شرکتونه د کال پای بونس لپاره د بودیجې پراساس د کیفیټیریا پلانونه وړاندې کوي. د کافېټیریا پلان څو انتخابونه لري. مثلا لکه د اضافي رخصتۍ ورځو غوښتنه، د ایکو چک په نوم د بریښنایی وسایل اخيستل او داسې نور.
له څېړنو ښکاري چې له کرونا وروسته ډېر خلک د کار او ژوند تر منځ د توازن ساتلو ته ډېر پام کوي. دوی غوره ګڼي چې له کورنۍ او ملګرو سره وخت تېر کړي. دا اوس څرګنده ده چې د آرام کولو لپاره دا رخصتۍ کمې دي او خلک ډېرې آرامتیا ته اړتیا لري.
همدا شان د نوي ګرځنده تلیفون، لپ ټاپ یا اضافي سکرین لپاره د خلکو غوښتنې سږکال یو څه راټیټې شوي. د شرکتونو لخوا د بایسکل ورکول د موټر په پرتله ډېر شوي. ځکه اوس ډېر خلک ددې په ځای چې له شرکت څخه موټر ترلاسه کړي په بدل کې یې خپله غوښتنه برېښنايي بایسکل یا سپيډپایډلک ته ورکوي. په همدې خاطر ممکن کار ته د بایسکل کارول له دې شمېرو څخه هم ډېر وي.
تاسې څه فکر کوئ؟