په بلجیم کې د عمر په بېلابېلو پړاوونو کې د خوښۍ او رواني هوساینې کچه توپیر لري، چې د نویو څېړنو پر بنسټ په دغه هېواد کې تنکي ځوانان او د عمر د پخېدلو مرحلې ته رسېدلي کسان تر ټولو زیات د خوشالۍ احساس کوي. دا ارزونې ښيي چې د ژوند شرایط، ټولنیز فشارونه او هیلې څنګه د انسانانو په روحیې او ورځني ژوند مستقیم اغېز شیندي.
د هېواد په کچه ترسره شوې څېړنې د دې څرګندونه کوي چې له اتلس کلنۍ وروسته د ځوانانو په ژوند کې د خوښۍ ګراف په بېساري توګه ښکته ځي، ځکه پهدې عمر کې هغوی د لومړي ځل لپاره له خپلواکو پرېکړو، د راتلونکي د جوړولو له جدي مسوولیتونو او د یوازېوالي له ننګونو سره مخ کېږي. د زده کړو پرمخ وړل، د دندې موندلو هڅې او پهخپلو پښو د ودرېدلو لپار د ټولنې او کورنۍ توقعات د دې لامل ګرځي چې ځوانان د ډېر فشار احساس وکړي او د ژوند خوند یې کم شي.
څېړنې له مخې په ټولیز ډول په بلجيم کې خلک له ژوند څخه د خوښۍ شمېره 7.1 له 10 څخه ده. چې په تنکیو ځوانانو او مشرانو کې دا شمېره 7.6 او 7.5 په منځنۍ کچه حساب شوې. ولې دا کچه له اتلس کلونو لوړو او 65 کلونو څخه ټېټو کې ټیټه ده.
بلخوا، تر اتلس کلنۍ کم عمره کسان چې لا هم د کورنۍ تر جدي ملاتړ لاندې دي او همدارنګه هغه مسن کسان چې د تقاعد مرحلې ته رسېدلي او د ژوند له ډېرو منډو ترړو فارغ شوي دي، په لوړه کچه د ارامۍ او رضایت احساس لري. د ټولنیزو اړیکو پالل، د کورنیو غړو ته نږدېوالی او د پوهنتون او کار د سختو رقابتونو نشتوالی د دې لامل بلل کېږي چې دا ډلې په بلجیم کې د تر ټولو خوشاله اوسېدونکو په توګه وپېژندل شي.
د رواني روغتیا متخصصین پهدې باور دي چې په هېواد کې د ځوان نسل لپاره د ملاتړو شبکو شتون، د مشورو ورکولو د مرکزونو اسانتیاوې او د فشارونو د مدیریت لارې چارې کولای شي د هغوی په ژوند کې د یوازېوالي او پرېشانۍ کچه راکمه کړي. د ټولنې د دغه مهم قشر په رواني وضعیت پوهېدل او د ستونزو د هواري لپاره د مناسبو لارو چارو برابرول د هرې کورنۍ او چاپیریال په رغنده همکارۍ پورې تړلي دي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.
