د اکتوبر له لمړۍ څخه به لاندې بدلونونه په قوانينو او نورو مهمو برخو کې عملي شي. ښه خبره ده چې بلجيم میشتي افغانان هم له دې بدلونو څخه باخبره اوسي. که چېرې مو غوښتل چې د راتلونکو میاشتو لپاره هم دا بدلونونه وژباړو موږ ته ډاډ راکړئ. کمنټ وکړئ او یا راته پیغام واستوئ.
په ترافیک کې د مخدره توکو د کنټرول سختول
پولیس به ددې میاشتې له پیل څخه وکولای شي چې هر موټر چلوونکی ودروي او د مخدره توکو او الکول لپاره ترې ټسټ واخلي. سربیره پر دې، که په موټر کې مخدره مواد وموندل شي، نو سملاسي د ټیسټ اجازه لري.
د نشې په حال کې د موټر چلول د ترافیکي مرګونو پېښو لوی علت دی. په بلجیم کې په اوسط ډول هره ورځ ۳۳ کسان د نشه يي توکو کارولو په تور نیول کیږي.
د بلجيم د ترېن شبکه په ۹ سټیشنونو کې نړیوال ترېن ټکټونه نور نه پلوري
NMBS د نړیوالو ترېن ټکټونو پلور په فزیکي ډول په ۹ سټیشنونو کې بندوي. له دې وروسته، د دې ټکټونو اخیستل یوازې په “Travel Stores” کې ممکن وي.
د تدریسي رخصتۍ لپاره آنلاین غوښتنه کول اړین دي
د ۱ اکتوبر څخه هغه کسان چې په تدریسي او ښوونیز سکتور کې کار کوي رخصتۍ غوښتنه به یوازې آنلاین منل کیږي. ځکه چې RVA نور کاغذي سند نه مني.
په انټورپن کې د موټر ټایرونو خلاصونکو لپاره GAS جریمه ورکړل شي
په انټورپن کې د شخصي موټرونو څخه کوڅه ډبي ټایرونه خلاصوي او دا اوسېدونکو او موټر چلوونکو لپاره یو سرخوږۍ جوړ کړی. پولیس نور هغه کسانو ته چې دا کار کوي د GAS جریمه ورکوي. په دې ډول پولیس غواړی په ښار کې د کوڅه ډبو ددغه کار مخه ونیسي.
د بلجيم پوستي شرکت د کاغذي یادداښت پر ځای نور ډیجیټل یادښت استوي
په بلجيم کې د پوست شرکت په هغه وخت کې چې تاسې به کور نه واست، یو ډول رسمي کاغذي پرزه پرېښوده چې تاسې خپل پوست له ټاکلي ځای څخه ترلاسه کړئ. وروسته له دې یوازې تاسې ته د My Bpost اپلیکیشن له لارې خبرتیاوې لیږي او یا ستاسې په راجستر شوی ایمیل ادرس باندې خبر درکوي.
پور اخيستونکو کمپنيو لومړنۍ بیل ۱۲۵ یورو ته لوړ شو
تقریبا وروسته له ۵۰ کلونو څخه د هغه شرکتونو لپاره چې د خدماتي کمپنیو ناورکړل شوي پورونه ټولوي کولای شي 125 ایرو خپل فيس حساب او پوروړي ته واستوي.
په هالنډي ژبه gerechtsdeurwaarder هغه شرکتونه او یا دفترونه دي چې د ښوونځيو، روغتونونو، د ګاز او برېښنا او داسې نورو شرکتونو مصرفي بیلونه چې خلک یې نه ورکوي. را ټولوي او یا ورسره محکمې ته ځي.
د بېلګې په ډول تاسې نه غواړئ چې د روغتون یو بیل یا فکتور تحویل کړئ، په داسې حال کې بیا روغتون ستاسې دا بیل یوه gerechtsdeurwaarder ته استوي چې دوی یې له تاسې څخه واخلي. دوی بیا تاسې ته د روغتون بیل جمع خپل اداري فيس تاسې ته استوي تر څو هغه تحویل کړئ. که چېرې تاسې بیا هم دا بیل تحویل نه کړئ دوی بیا دوسیه محکمې ته استوي. تر څو په دې برخه کې قاضي پرېکړه وکړي چې تاسې باید دا بیل ورکړئ او که نه.
تر اوسه د حکومت لخوا دا فيس نه و مشخص شوی، وروسته له دې د پور ټولونکي شرکتونه کولای شي چې خپل ادراي فیس 125 ایرو حساب کړي.
د کم عاید لرونکو اشخاصو او کورنیو لپاره د مرستې اتوماتیک سیستم فعالیږي
هغه کسان او کورنۍ چې عاید یې کم دی او د سوسیال مرستې مستحق دي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې به د سیتسم لخوا په اتومات ډول دوی په نښه کېږي چې د دوی عاید کم دی او دوی ته به مرسته استول کېږي.
د بیمې بدلول آسانه کیږي
په بلجیم کې د بيمو له شرکتونو سره د بيمو لپاره باید یو قرارداد ترسره شي چې د هغه له مخې ډېرې بيمې څوک نشي کولای ژر یا د قرارداد تر پایه پورې لغوه کړي. وروسته له دې دا کار شونی دی، یو شخص وروسته له دو کلونو کولای شي خپل د موټر، د کور د اورلګېدنې او داسې نورې بيمې چې هر وخت وغواړي لغوه یا شرکت بدل کړي. ښه ده چې کم تر کمه دوه تر دریو میاشتو پورې وخت ورکړل شي تر څو په دې موده کې شوې پېښې د بيمي تر کنترول لاندې محاسبه شي.
د بریښنا او ګازو ټولنیز نرخونه لوړیږي
د بریښنا او ګازو ټولنیز نرخونه په ترتیب سره ۱۰٪ او ۱۵٪ لوړ شوي، وروسته له دې برېښنا به ۱۰ او ګاز ۱۵ فیصده قيمته شي.