که تاسو خپله دنده له لاسه ورکړئ، تاسو ممکن د بیکارۍ پیسو مستحق شئ. دا هغه پیسې دي چې تاسو یې د کار نه کولو پر مهال ترلاسه کوئ که تاسو د یو څه مودې لپاره د کارمند په توګه کار کړی وي، تاسو د بیکارۍ د پیسو مستحق یاست.
که چیرې تاسو د وزګار کیدو دمخه موده کې یو شمیر کاري ورځې کار کړی وي چې په دې کې د شخصي کار ورځې نه شمېرل کېږي تاسې کولای شئ چې د بېکارۍ پیسې ترلاسه کړئ. که چېرې تاسې یو کار په خپله خوښه پرېښود نو تاسې په نورمال ډول د بېکارۍ د پیسو مستحق نه یاست.
که چېرې تاسې له خپلې دندې وزګار شوی، تاسې باید ژر تر ژره په خپله سيمه کې د وزګارتیا د ثبتولو دفتر ته ورشئ او یا که چېرې تاسې د کومې کاري ټولنې غړي یاست تاسې باید هغوی ته خبر ورکړئ. د راجستر کولو پر مهال تاسې باید له خپل کار څخه د ګوښه کېدو سند چې (C4) ورته ویل کېږی له ځای سره یوسئ.
د وزګارتیا د ثبتولو اداره ستاسې لپاره دوسیه جوړوي او په ولونیا کې د onem او فلنډر کې یې د RVA دفتر ته استوي. د RVA اداره ستاسې د دوسیې له کتلو وروسته پرېکړه کوي چې تاسې د بېکارۍ د پیسو مستحق یاست او که نه.
ستاسې د بېکارۍ له ثبتولو څخه وروسته په ولونیا کې د onem او فلنډر کې د RVA دفتر تاسې ته هره میاشت ستاسې د میاشتيني معاش 65 فیصده اندازه پیسې ستاسې د بېکارۍ په لومړیو شپږو میاشتې کې درکوي او له هغه وروسته تر نهو میاشتو پورې 60 سلنه ستاسې د وروستي معاش په اندازه د بیکارۍ پیسې درکوي.
په ځينې استثنايي حالاتو کې د شخص تر حالت پورې دا پیسې او دا وخت تغیر کوي.