ځینې خلک د کار بازار پریږدي ترڅو خپل ځان په لنډمهاله یا دایمي توګه د خپلو ماشومانو تعلیم ، کورنۍ ، خیریه کارونو یا بل څه ته وقف کړي. دا هغه فعالیتونه دي په کوم کې چې دوی د کارموندنې قرارداد پورې تړلي ندي.
که دوی دا په خپله خوښه ترسره کوي یا د ځينو مشکلاتو له مخې مجبور وي، دا ګام دوی ته له مالي پلوه زیان رسوي. ځکه چې هغه کسان چې کار پریږدي معاش نه ورکول کیږي، ځکه دوی په ټولنیز ملاتړ سیستم کې کومه ونډه نه لري.
په داسې حالاتو کې دوی مجبور دی چې خپل مېړه یا مېرنې پور وتړل شي او د هغوی له مرستې برخمن شي ولې له ټولنیز ملاتړي سیستم څخه څه مرسته نه ترلاسه کوي.
که چېرې تاسې کار کوئ او پرېکړه کوئ چې نور خپل کار بند کړئ او په کور کې کېنئ نو تاسې له ټولنیز ملاتړ سیستم (سوسیال) سیسستم څخه مرسته نشی ترلاسه کولای. تاسې به اړ یاست چې په خپل مېړه یا مېرمنې پسې وتړل شئ، تاسې به یوازې د هغوی لخوا ټولنیز سیستم ته لاس رسۍ ولرئ.
که چېرې تاسې دا پرېکړه په داسې وخت کې کوئ چې تاسې د بېکارۍ د ملاتړ پیسې ترلاسه کوئ په دې وخت کې تاسې باید په ولونیا کې د onem او فلنډر کې د RVA له دفتر سره په اړيکه کې شئ او ورته ووایاست چې تاسې نور نه غواړئ کار وکړئ.
ستاسو د ټولنیزو حقونو د جوړولو او ساتلو په اړه د هرې پوښتنې لپاره (ټولنیز امنیت، د ماشومانو ګټه، تقاعد، او نور)، کولای شئ د ټولنیز امنیت له مختلفو ادارو سره اړیکه ونیسئ.
که چېرې تاسې د لنډ مهال لپاره غواړئ ګار ونه کړئ په دې صورت کې تاسې ممکن ځينې داسې لارې ولرئ چې په هغه سره ځينې خدماتو ته لاس رسۍ ولرئ. د بېلګې په ډول
– که چېرې تاسې له حکومت سره کار کوئ تاسې ممکن د وخت کرېډېټ ولری چې د لنډ مهال لپاره کار بند کړئ
– کېدای شي تاسې د خپل کال له څېښتن سره موافقه وکړئ چې تاسې ته د لنډ مهال لپاره پرته له معاش څخه رخصت درکړي.
– که چېرې تاسې اوس د بېکارۍ پیسې ترلاسه کوئ، تاسې کولای شئ د دریو کلونو لپاره پرته له معاش څخه پاتې شئ. ددې لپاره تاسې باید په ولونیا کې د onem او فلنډر کې د RVA له دفتر سره په اړيکه کې شئ او په دې اړه ترې پوښتنه وکړئ.
