د ګېنت ښار چې د ختيځ فلندر مرکزي ښار دی ټول 269597 تنه اوسېدونکي لري چې له دې ډلې 46837 تنه هغه ګينتنار دي (د ګېنټ ښار اوسېدونکي) چې دوی، یا یې مور او پلار له بلجيم څخه بهر زږېدلي دي. دا ګېنتنار ټول له 105 مختلفو هېوادونو څخه دي.
د بهرني الاصله بلجيمیانو په کتار کې بلغاریانو 11.604 تنه په لومړي سر کې، ترکانو 3956 تنو نفوس په درلودو سره په دوهم، هالنډیان د 3040 تنو اوسېدونکو په درلودو دریم، سلواکیان د 1931 تنو اوسېدونکو په درلودو سره څلورم او افغانان د 1810 تنو اوسېدونکو په درلودو سره پنځلمه لویه کتله جوړوي.
اوکراینیان، هسپانویان، ايټالویان، مارکویان او پاتې نور له افغانانو وروسته د نورو 105 بهرنیانو په کتار کې هغه خلک دي چې په ګېنټ ته په دایمي ډول اوسېږي او د بلجيم نشنليټي لري.
ددې ښار په سیاست کې ترکان، عربان، هالنډیان، هسپانویان، ایټالویان، پولنډیان او نور ګڼ شمېر اقلیتونه ځواکمن لاس لري، افغانان په دې ښار کې له تېرو دیرشو کلونو څخه اوسېږي او شمېر یې هم له مراکویانو، ایټالوینانو او فرانسویانو ډېر دی، ولې تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د ددې ښار شورا او حکومت ته لاره پیدا کړي.
د ګېنت ښار د بلجيم د سترو او ځواکمنو ښارونو په کتار کې راځي چې هم اقتصادي او هم د تعليمي بنسټونو په درلودلو سره له نورو ښارونو سره سیالي کوي. په دې ښار کې د زدکړو او کار ګڼ شمېر فرصتونه شته چې یو کډوال کولای شي په ډېرو برخو کې خپلې وړتیاوې ځواکمنې کړي.
افغانان په دې ښار کې ګڼ شمېر شخصي کار او بارونه او مارکېټونه لري. خو د افغانانو د خپل منځني اختلافاتو له امله په دې ښار کې افغانان له مسجدونو پرته بل کوم کلتوري مرکز نه لري او ټولنې یې هم په فزيکي ډول غیر فعاله او د لویو فرهنګي غونډو د جوړولو جوګه نه دي.
د 2019 کال له ټاکنو تر دې دمه په دې ښار کې لبرال ديموکراتان (Open VLD) او چاپېریال ساتونکي (زرغون ګوند) په لوی اکثریت کې په واک کې دي او په ګډه حکومت کوي.
په دې ښار کې د موټرونو د بندیز، د جريمو د زیاتوالي او داسې نورو مسایلو په لوړېدو سره، لبرال ديموکراتانو له سوسیال دیمکراتانو او CD&V د زرغوند ګوند پر وړاندې د (Vooruit-Gent) اتحاد جوړ کړی او غواړي په دې ډول زرغون ګوند په بشپړ ډول ددې ښار له سیاست څخه بهر کړي.
زموږ يو افغان ورور شکيب اميري په دوهم ځل د ګېنت ښاروالۍ شورا ته د (Vooruit-Gent) د اتحاد لخوا ځان کاندید کړى. ددې دو ډلو له سیالۍ بهر زه هيله لرم چې موږ وکولای شو دا ځل ددې ښار ښاروالۍ ته خپل افغان بریالۍ کړو او دا کار ددې جوګه شي چې ګېنت مېشتي افغانان په نورو برخوکې هم وهڅېږي، د ځان او خپل نسل د پایښت لپاره په ګډه له یو بل سره د اوږدمهاله همکارۍ جوګه شي.
بشير له ګېنت څخه
یادښت: ذکر شوي ارقام د بلجيم د ملي احصایې له ویب سایټ statbel څخه اخيستل شوي.
