پرون په بلجيم کې د ښاروالیو په سطحه سيه اييزې ټاکنې ترسره شوې.
د بلجیم سیمهییزې ټاکنې تر تمې ډېرې ګډوډې او د ډېرو انګېرنو خلاف وې. که څه هم ښي اړخ په فلندر کې پرمختګ وکړ، خو منځلارو او چپ اړخو ګوندونو لکه PS په بروکسل او والونیا کې خپل قوي ځایونه وساتل. چپ اړخي ګوند PTB-PVDA په یو شمېر ښارونو کې بریالیتوب ترلاسه کړ.
دا لومړۍ ټاکنې وې چې په فلندر کې رایه ورکول اجباري نه وو، چې له امله یې د ګډون کچه شاوخوا ۶۳ سلنه وه. په نینوو ښار کې ښي ښي اړخي ګوند ۴۷.۴٪ رایو سره مطلق اکثریت وګاټه. دا په بلجیم کې لومړی ځل دی چې ښي اړخ ګوند یو ښاروالۍ پرته له ائتلاف څخه ګټي.
د بارت دي ویور په مشري کې د N-VA ګوند په انتورپن کې په ټاکنو کې ۳۷.۲٪ رایې وګټلې، چې له چپ اړخي کارګر ګوند څخه (۲۰.۲٪) په لوی توپیر مخکې و، چې د انتورپن ښاروالۍ مقام یې ددې ګوند لپاره ګټلی دی.
زرغون ګوند په بروکسل کې ښې لاسته راوړنې نه درلودې، د MR ګوند ښه پایلې ترلاسه کړې.
سوسیالېسټ ګوند (PS) په مهمو سیمو کې خپل قوي موقف وساته، لکه د بروکسل ښار، مولنبیک او سینټ-ګیلس.
د بلجیم د کارګر ګوند (PTB-PVDA) په ځینو ښارونو کې پام وړ پرمختګ وکړ، په ځانګړي توګه په مولنبیک او سینټ-ګیلس کې. سربېره پردې، نوی چپ اړخی ګوند “ټیم فواد احیدار” په بروکسل کې شاوخوا ۳۰ څوکۍ وګټلې، چې په سیاسي ډګر کې یې خپل حضور پیاوړی کړ.
د اېکولو او زرغون ګوندونو بیا د شپږو کالو مخکې بریالیتوبونه تکرار نه کړل. هغوی په ډېرو ښارونو کې شاوخوا پنځه سلنه رایې له لاسه ورکړې، خو په ایګزلز Ixelles کې یې د ښاروالۍ مقام وساته.
په والونیا کې MR او PS ګوندونو سخته سیالي وکړه. په مونز کې د PS نیکولاس مارټین په ټاکنو کې ۴۴.۹٪ رایې وګټلې، او د MR مشر جارج لوئس بوشېز (۲۸.۳٪) ته یې ماتې ورکړه. په شارلروآ کې، د PS مشر پاول ماګنیټ به ښايي واک خپل ځای ناستي توماس درمین ته وسپاري، ځکه چې PS ۴۳.۷٪ رایې خپلې کړې دي.
په ليج کې، PS خپله مشري وساتله که څه هم لږه کمه شوې، خو بیا هم ۲۹.۳٪ رایې یې وګټلې. په ورته وخت کې، په نامور کې د لیس انګاجیس ګوند مشر مکسیم پرووټ غوڅه بریا خپله کړې ده، چې ۴۳٪ رایې یې ترلاسه کړې.
په سږنیو ټاکنو کې د افغانانو په استازیتوب هم ګنو افغانانو له بېلابېلو ګوندونو څخه ځانونه کاندید کړي وو. له دې ډلې ښاغلی حسيب غوثي په اوستندې ښار کې وکولای شوای چې ښاروالۍ ته بریالی شي. ښاغلی غوثي لومړنی افغان شو چې په اوستند ښار کې به د افغان په نوم ګډون کوي. په اوستندې کې ښاغلي بشير آرش او ښاغلي عمران شيرزاد هم له کاګر ګوند څخه ځان کانديد کړی و.
په انتورپن کې افغان کاندید صديق الله اکبري د افغانانو په کچه تر ټولو ډېرې رایې 1.798 ترلاسه کړي.