په بلجيم کې اسلامي ټولنه یا اسلامي مرکز هغه رسمي مرکز دی چې په بلجيم کې د ټولو مسلمانانو مذهبي استازیتوب کوي او هر کال له حکومت څخه تقریبا شپږ لکه ایرو بسپنه ترلاسه کوي.
په بلجيم کې د عدلیې وزیر وينسېن وان کوېکنبورنې نن ورځ له یو راډیو سره په خبرو کې وویل چې دی غواړي په بلجيم کې له اسلامي ټولنې څخه رسمیت واخیستل شي او نور دا ارګان په رسمیت ونه پېژني.
ښاغلی وينسېن ددې ستونزې ريښه داسې په نښه کوي چې په دې ټولنه کې رهبري او سمه اداره موجوده نه ده.
ددې ټولنې په حساب ورکولو کې شفافیت نشته، تشکیل او جوړښت یې نا څرګند دی، اوس هم داسې ښکاري چې په دوی کې له مراکو او ترکیې څخه لاسونه دي. څو میاشتې وړاندې په یوه راپور کې وویل شول چې ددې ټولنې مشر محمد عثمان لا هم له سخت دریځو سره لاس لري.
وينسېن زیاتوي چې سږ کال هم ده له دې ټولنې سره دوه ځله خبرې کړي، خو له دوی څخه د رسمېت پېژندلو پروسه باید پیل شي او له دوی څخه دا حق واخیستل شي او نه دوی ته بسپنه ورکړل شي.
ځکه چې دوی په زاړه فکر او سیستم سره روان دي او دوی ځوانانو او ښځو ته د ګډون حق نه ورکوي، دوی هڅه کوي خپل دین له زاړه فکر سره وساتي او ځوانانو دا حق نه ورکوي چې د دوی په جوړښت کې دخالت وکړي. موږ له موډرن اسلام څخه ننګه کوو چې هغوی کې د هېواد ټول مسلمانان یو شان حق ولري، یوازې په ترک او مراکو پورې باید منحصر نه وي.
سره له دې چې دوی ژمنه کړې چې تر اپرېل پورې به دوی نوی جوړښت معرفي کړي خو دی هڅه کوي چې له دوي څخه رسميت واخیستل شي.
بل خوا د بلجيم د اسلامي مرکز مشر محمد عثمان وايي چې دا غوښتنې ددې وزیر شخصي غوښتنې دي دا په ده پورې اړه نه لري دا چې دوی څنګه جوړښت لري او څنګه اداره کوي دا ددې ټولنې یا مرکز کار او حق دی.
اوس عدليې وزیر وينسېن غواړي چې له دې ټولنې څخه رسمیت واخیستل شي او دوی ته نوره بسپنه ونکړل شي، ددې پر ځای دوی کولای شي چې د هر مسجد دوسیه، جوړښت، ساختمان او شفافیت په انفرادي ډول وڅېړي او دوی ته بسپنه ورکړي او یا دوی د جوړښت سپارښتنه وشي.