په بلجيم کې بشري ویزه څه ډول ویزه ده او څوک یې غوښتنه کولای شي؟
که تاسو په بلجیم کې د پاتې کیدو حق نلرئ ، تاسو ځینې وختونه دلته له بشردوستانه یا بشري ویزې سره پاتې کېدای او یا ستاسې د کورنۍ نور غړي راتلای شي.
د کډوالۍ څانګه (DVZ) کولی شي په استثنایی ډول د استوګنې قانون د 9 مادې پربنسټ چاته بشري ویزه ورکړي. بشري ویزه د قانون له مخې بشري حق نه ګڼل کېږي بلکې یو بشري احسان دی ځکه د دې ويزې د ورکولو لپاره هیڅ قانوني شرایط نشته.
د بشري ویزې لپاره غوښتنلیک په ځینو شرایطو کې د قبلېدو ډیر چانس لري. د بېلګې په ډول د کورنۍ د یوځای کېدو پر وخت د کورنۍ هغه غړو ته ویزه ورکول کېږي چې د دوی عمر له اتلسو کلونو څخه کم وي، ولې که چېرې د کورنۍ د غړي عمر له اتلسو کلونو څخه لوړ وي په دې صورت کې دا چانس ډېر دی چې تاسې د کورنۍ د هغه غړي لپاره د بشري ویزې غوښتنه وکړئ.
د بشري ویزې لپاره غوښتنه بلجيمیان او په بلجيم کې سیاسي او اجتماعي قبول شوي کډوال کولای شي.
د بېلګې په ډول د کورنۍ لاندې غړو لپاره تاسې د بشري ویزې غوښتنه کولای شئ:
– هغه ښځه یا سړی چې ستاسې په هېواد کې په قانوني ډول ستاسو واده ورسره شوی نه وي.
– هغه ماشوم چې تاسې په خپل هېواد کې په اولادولۍ نيولی وي
– که چېرې تاسې په بلجيم کې قبول شوی یاست او ستاسې لور یا زوی د بل دریم هېواد تابیعیت ولري
– بوډا مور یا پلار چې هلته ستاسو په هېواد کې د دوی د پاملرنې لپاره بل څوک موجود نه وي
– دغو ته ورته ښايي داسې نور څوک هم اوسي….
د دغې ویزې د ورکولو چانس په دې پورې اړه لري چې تاسې یو بلجيمی یا بلجيمۍ اوسئ، د کډوالوالۍ سیاسي او یا اجتماعي اسناد ولرئ او یا په بلجيم کې د اوسېدو له ورته نورو حقوقو څخه برخمن اوسئ. همدا شان د هغه کس چې ددې ویزې لپاره غوښتنه کوي د دوی په هېواد کې امنیتي وضیعت هم ددې ویزې په رد او قبولي پورې غوڅ تاثیر لري.
د یادونې وړ ده چې دا هم امکان لري چې په بلجيم کې ستاسې اقتصادي وضیعت، کار او باراو روغتیايي حالت ستاسې د کورنۍ د غړو لپاره د دغې ویزې په غوښتنه مثبت او منفي اغیز ولري.
په بلجيم کې د کډوالو اداره د دغې ویزې لپاره ستاسې غوښتنلیکونه په انفرادي ډول څېړي او په اړه یې له تحقیق وروسته پرېکړه کوي.
اړينه ده چې د دغې ويزې لپاره تاسې ټول دلایل، اسناد او شواهد چې فکر کوئ ستاسې د ستونزې په روښانه کولو کې مرسته کوي، راټول او له غوښتنې سره یې یو ځای وسپارئ. د دغې ویزې لپاره تاسې ته غوره لاره دا ده چې تاسې په دې برخه کې له یوه پوه وکيل سره مشوره وکړئ او له هغه څخه وغواړئ چې دوی ستاسې لپاره دا غوښتنه بشپړه او منظمه دوسیه ورته جوړه کړي.
د دغې ویزې د غوښتنې په اړه نور معلومات په بله ویډیو کې درسره شریکوم.
په بلجيم کې څنګه د بشري ویزې غوښتنه کولای شو؟
په بلجيم کې د بشري ویزې د غوښتنې لپاره مو معلومات په تېره ویډیو کې درسره شریک کړل، که چېرې مو هغه ویډیو نه وي کتلې کولای شی له دې ویډیو وړاندې هغه وګورئ.
ددې ویزې لپاره افغانان د بلجيم د سفارت له لارې غوښتنه کولا ی شي. دا چې بلجيم په أفغانستان کې سفارت نه لري نو د افغانانو لپاره کنسلي کارونه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د بلجيم د سفارت له لارې کېدای شي. د هند او پاکستان له لارې د افغانانو لپاره دا کارونه معمول دي.
ددې ویزې لپاره غوښتنه ستاسې د کورنۍ غړی چې بلجيمي تابعیت لري، په بلجيم کې سیاسي پناه او یا په بلجيم کې د اجتماعي کډوالۍ اسناد لري هم د یوه وکیل له لارې کولای شي.
که چېرې تاسې اتلس او یا مو عمر له اتلسو کلونو څخه لوړ عمر ولرئ ددې ویزې د ادارۍ مصرف لپاره د 366 ایرو تحويل کړئ. (دا ایرو کېدای شي کمې یا زیاتې وي، د دقیق رقم لپاره یې په سفارت یا په بلجيم کې له ښاروالۍ څخه پوښتنه وکړئ)
د بشري ویزې د پروسس لپاره اعظمي وخت نه دی ټاکل شوی، ددې غوښتنې ځواب ممکن کم یا ډېرې میاشتې وخت ونیسي. ځکه دا تر دې پورې اړه لري چې دا غوښتنه د چا لپاره ده، که چېرې دا غوښتنه د یوه اړمن کس لپاره وي هغه ممکن ژر ترسره شي او هغه چې ډېره اړينه نه وي ممکن هغه وځنډېږي.
که چېرې تاسې بشري ویزې غوښتنه قبوله شي نو تاسې ته به د بلجيم هغه سفارت چې تاسې ورته ددې ویزې لپاره غوښتنه ورکړې وه، بلجيم ته د سفر لپاره د D ویزه درکړي.
کله چې تاسې بلجيم ته ورسېدی، تاسې به د اتو ورځو په موده کې د خپلې اوسېدو په سیمه کې ښاروالۍ ته ورشئ او هلته به تاسې ځان په یوه ادرس کې راجستر کړئ، چې تاسې چېرې اوسېږئ او له دې سره به تاسې ته د 15 ام سند په نوم یو سند درکړل شي.
کله چې ستاسې ادرس د پولیسو لخوا کنترول او وکتل شي نو تاسې ته به همدې ښاروالۍ له لارې د پېژندګوي A کارت درکړل شي او ستاسې نوم به د همدې ښار د بهرنیو اتباعو د راجستر په کتاب کې وليکل شي.
که چېرې د بشري ویزې لپاره ستاسې غوښتنه رد شوه تاسې کولای شئ چې په بلجيم کې د کډوالو د شخرو شورا RvV ته خپله اعتراضیه غوښتنه وړاندې کړئ او له دوی څخه به د پرېکړې پر وړاندې اعتراض وړاندې کړئ.
ددې ویزې لپاره موږ یوه بله ویډیو هم چمتو کوو چې له دې څخه وروسته یې کتلای شي.
په بلجيم کې د محدودې مودې لپاره د اوسېدو مشروط حق
کله چې تاسې ته بشری ویزه درکول کېږي د کډوالۍ څانګه کولای شي ځينې شرایط او محدودیتونه ورسره ملګري کړي چې په دې ډول په بلجيم کې ستاسې د اوسېدو حق یو څه محدودوي.
د بېلګې په ډول کېدای شي ستاسې د اوسېدو وخت محدود کړي او یا کېدای شي تاسې ته دلته د اوسېدو ځينې امتیازات کم یا زیات کړي.
کله چې تاسې ته د پېژند A کارت درکړل شو له هغه نېټې چې ددې کارت نېټه پای ته رسېږي تاسې باید له 45 تر 30 ورځو وړاندې د خپل دې کارت یا په بلجيم کې د اوسېدو د حق د تمدید لپاره غوښتنه ورکړئ. تاسې مجبور یاست چې د خپلې دې غوښتنې سره ټول هغه اسناد بیا ضمیمه یا مل کړی چې دا ثابتوي چې تاسې بیا هم اړتیا لری چې دلته په بلجيم کې پاتې شی. تر څو په بروکسل کې د کډوالو اداره تاسې ته ستاسې د کارت د تمدید لپاره مثبته پرېکړه وکړای شي.
که چېرې تاسې په بلجيم کې د اوسېدو لپاره هغه شرایط پوره نشي کړای نو تاسې څخه به د اوسېدو حق واخیستل شي او تاسې به اړ واست چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شئ او یا به په د بهرنیو اتباعو د شخړو ادارې یا RvV ته په ټاکل شوې موده کې عریضه او شکایت وړاندې کړئ.
په بلجيم کې ستاسې د اوسېدو حق به هر کال تر پنځو کلونو پورې څېړل کېدای شي، ولې په شپږم کال تاسې ته ممکن په بلجيم کې د نامحدودې مودې لپاره د اوسېدو حق درکړل شي او که چېرې تاسې د بلجیم د تابعیت شرایط پوره کولای شوای نو ممکن تاسې د بلجيم تابعیت ته هم غوښتنه ورکړئ. پرته له هغې تاسې ته بیا د A کارت درکول کېږي.
تاسې ممکن په دې برخه کې ډېرو معلوماتو ته اړتیا ولرئ، هغه پوښتنې چې موږ کولای شو درته ځواب کړو کولای شئ موږ ته په کمنټ کې وليکئ او کومې چې نشو ځوابولای هغه بهتره ده چې د کډوالو په چارو کې له مرستندویه موسسو لکه CaW او خپلواکو وکیلانو څخه وکړئ.
افغان ټپس هڅه کوي چې هغه مسایلو باندې معلومات خپاره کړي چې تاسې ورته اړتیا لرئ، ددې لپاره هیله ده زموږ معلومات له نورو سره هم شریک کړئ.