په بلجيم کې یو قبول شوی افغان کډوال څه وخت حق لري چې افغانستان ته سفر وکړي؟
او زما مشخصه پوښته:
زه په بلجيم کې د کډوال په توګه ومنل شوم. بيا څو ځلې افغانستان ته ولاړم، هلته مې واده وکړ، بچيان مې پيدا شول. د بلجیم حکومت زما په دې حالت خبر نه دى. زه اوس غواړم خپل ماشومان او مېرمن بلجيم ته راولم. ايا کولاى شم چې خپل ماشومان بلجيم ته راولم؟
په بلجيم کې افغانانو ته د کډوالۍ دوه ډوله اسناد ورکول کېږي چې يو ډول يې سبدسيډیار اجتماعي يا ټولنيز اسناد دي او بل ډول يې سياسي یا نړیوال خونديتوب دی. که چېرې تاسې سياسي اسناد ولرئ او په دې حالت کې افغانستان ته تللي یاست، هلته مو واده کړى وي او اوس بچيان هم ولرئ، دا حالت د کډوالۍ د قانون خلاف کار دی.
هغه کډوال ته چې په بلجيم کې د نړيوال خوندیتوب د قانون له مخې خوندیتوب (د کډوالۍ اسناد) ورکول شوي وي، نشي کولاى چې هغه هېواد ته چې هلته د ده ژوند ته ګواښ وي سفر وکړي او يا د هغه هېواد کوم سفارت يا کونسلګرۍ ته په بل هېواد کې ورشي. که چېرې د دې خوندیتوب درلودونکى کډوال بيا هم سفر وکړي، په دې حالت کې د ده د نړيوال خوندیتوب حق (د کډوالۍ اسناد) بې اعتباره کېږي. يا په بل عبارت له ده څخه د کډوالۍ اسناد اخيستل کېږي.
د بلجيم د قانون له مخې که چېرې یو چاته اجتماعي یا سبدسيډیار خونديتوب هم ورکړل شي، دوی نشي کولای خپل هېواد یا خپل ولایت ته سفر وکړي.
استثنايي حالت: په افغانستان کې د حکومت له نسکورېدو وړاندې د افغانستان امنيتي حالت په څو زونونو باندې ویشل شوی و، هغه وخت کابل په ډاډمنه سيمه یا ساحه کې و او د اجتماعي اسنادو کډوال کولای شو چې یوازې ډاډمنې سيمې یا کابل ته سفر وکړي او یا د افغانستان له سفارت یا کونسلګریو څخه لیدنه وکړي.
په بلجيم کې د قانون له مخې که چېرې د کډوال په مدني،سیاسی او اقتصادي حالت کې بدلون راځي باید ښاروالۍ او یا بلې اړوندې ادارې ته خبر وکړي. همدا شان د قانون له مخې هر یو کس چې د بلجيم قانوني استوګن وي، کولای شي چې خپل ماشومان او مېرمن بلجيم ته راولي. تاسې کولای شئ د خپلې مېرمنې او ماشومانو د راوستلو لپاره اړين اسناد وړاندې کړئ. دا چې دا یوه پېچلې پروسه ده او هره قضیه کېدای شي ځانګړي شرایط ولري، د دقیقو معلوماتو لپاره، د بلجیم د کډوالۍ ادارې یا یو مسلکي وکیل سره مشوره وکړئ.