په 2023 کال کې، 55,213 کسانو د بلجیم تابعیت ترلاسه کړی او 51 کسانو له لاسه ورکړ. دا ارقام د سټیټبل، د بلجیم احصایې ادارې لخوا خپاره شوي.
په بلجيم کې د تابعیت ترلاسه کونکو ټاپ پنځه هیوادونه
- مراکویان: 5,289 تنه
- سورییان: 3,776 تنه
- رومانیايان: 3,460 تنه
- افغانان: 2,551 تنه
- ایټالویان: 2,091 تنو د بلجيم نشنليتي ترلاسه کړې. د تابعیت ترلاسه کول او ادغام
د بلجیم تابعیت ترلاسه کول د یو افغان لپاره لویه لاسته راوړنه ده، خو د ادغام بهیر یو اوږد او پیچلی سفر دی. د ښه ادغام لپاره ځینې مهم ټکی په لاندې ډول دي.
- د ژبې زده کړه: د بلجیم ژبو زده کړه (فرانسوي، هالندي یا جرمني) د ښه ادغام لپاره ضروري ده. ژبني مهارتونه په ټولنه کې د اړيکو او دندې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
- د کارموندنې فرصتونه: د دندې ترلاسه کول او د مسلکي مهارتونو پرمختګ د اقتصادي پلوه د پرمختګ لپاره مهم دي. افغانان باید د کارموندنې پروګرامونو کې برخه واخلي او خپلو مسلکي مهارتونه باید لوړ کړي.
- کلتوري ادغام: د بلجیم ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو درک او درناوی کول د ادغام بهیر یوه برخه ده. د کلتوري توپیرونو احترام او د بلجیم قوانین او دودونه مراعاتول به د ټولنیز اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي.
- ښوونه او روزنه: د ماشومانو او ځوانانو لپاره ښوونه او روزنه د ادغام بهیر یوه مهمه برخه ده. ښوونځي او تعلیمي ادارې کولی شي افغان ماشومانو ته د ښه راتلونکي لپاره مهم مهارتونه او زده کړې برابرې کړي.
بلجيم کې د تابعیت ترلاسه کول اسانه دي؟
د بلجیم تابعیت ترلاسه کول یو رسمي او پیچلی بهیر دی چې مشخص شرایط او معیارونه لري. دا بهیر د غوښتنې په ورکولوسره یو شخص باید پنځه کاله پرله پسي بلجیم کي اوسیدلي وي
د هیواد رسمي ژبي (فرانسوي، هالنډي یا جرمني) څخه یې یوه زده کړې وي. ټاکلې اندازه یې باید قانوني کار یا زده کړې کړي وي. د ادغام ټاکل شوی قانون یې باید لوستي وي، همدا شان باید شخصي مالي او ټولنیز ثبات ښودلی وي.
د کډوالۍ د بهیر سختول
اوس مهال، ځینې ملتپال ګوندونه غواړي د کډوالۍ بهیر لا سخت کړي. دوی باور لري چې کډوال باید د خپل نوي هیواد قوانینو او دودونو ته زیات احترام وکړي. د افغانانو لپاره دا مهمه ده چې د بلجیم ټولنیزو او کلتوري قوانینو احترام وکړي او د یو مسؤل او فعال غړي په توګه ځان ثابت کړي.
د بلجیم تابعیت ترلاسه کول یوه لویه لاسته راوړنه ده، خو د ادغام بهیر یې یو اوږد او پیچلی سفر دی. د افغانانو لپاره د ژبې زده کړه، دندې ترلاسه کول، کلتوري ادغام، او ښوونه او روزنه کلیدي ټکی دي. د کډوالۍ بهیر سختولو په اړه موجوده نظرونو ته په کتلو سره، دا مهمه ده چې ټول افغانان د بلجیم قوانین او دودونو احترام وکړي او د یو مسؤل غړي په توګه په ټولنه کې برخه واخلي.
ددې تر څنګ اړينه ده چې په خپلو ټولنو کې خپلې اړيکې له یو بل سره پیاوړې کړي تر څو په دې ډول د زدکړې پروسه د یو بل پر مټ چته او غښتلې کړي او بلې خوا خپل افغاني ارزښتونه د خپلو ماشومانو سره وساتي.
راځئ چې د افغانانو لاسته راوړنې یوځای ولمانځو او د بلجیم په ټولنه کې یو روښانه راتلونکي ته په ګډه ګامونه واخلو!