کار لرونکي پناه غوښتونکي باید د خپل معاش نيمه برخه د اوسېدو مرکز ته ورکړي
د جولای له لومړۍ نیټې څخه هغه پناه غوښتونکي کډوال چې د فيدازيل د استوګنې په يوه مرکز کې اوسېږي او بيا کار کوي د يوه نوي منل شوي قانون له مخې باید دوى د خپل عايد يا مياشتينۍ ګټې يوه برخه کمپ يا د کډوالو د استوګنې مرکز ته ورکړي.
په حد اکثر ډول يو کډوال باید د خپل معاش 50 فيصده هغه کمپ ته ورکړي چېرې چې دى هلته خواړه خوړي او شپه تېروي.
د بېلګې په توګه که چېرې يوه کډوال د مياشتې 900 ايرو خالص معاش ترلاسه کوي باید 25 سلنه يا 222,25 ايرو د خپل اوسېدو مرکز يا کمپ ته ورکړي. دا فيصدي ستاسې د معاش په لوړېدو سره تر 50 سلنې پورې لوړېږي.
يوازې هغه کډوال چې د مياشتې 265 ايرو ګټي مجبور نه دى چې کمپ ته پيسې ورکړي.
په دې اړه نور معلومات بيا…
You also might be interested in
ډېر خلک د خپل کاروبار پیل کولو او خپل رئیس[...]
د بلجیم د ټاکنو پر مهال ښي اړخو ګوندونو د[...]
په بلجيم کې بشري ویزه څه ډول ویزه ده او[...]
