بلجیم د ژبني ټولنو له مخې درې مختلف تعلیمي سیسټمونه لري. فلیمش، فرانسوي او جرمني. د زده کړې مراحل په لاندې ډول دي:
د وړکتون دوره
ماشومان د ۲.۵ یا ۴ کلنۍ څخه وړکتون ته تللی شي. دا مرحله تر پنځه کلنۍ پورې جبري نه ده. کېداى شي څوک يې کور پالنه او ښوونه وکړي.
لومړنی ښوونځى
دا دوره له ۶ کلنۍ څخه پیل کیږي او ۶ کاله دوام کوي.
ثانوي يا منځنۍ ښوونځی
د منځنۍ ښوونځی دوره په دريو مرحلو وېشل شوی ده.
لومړۍ مرحله*: معمولاً له ۱۲ څخه تر ۱۴ کلنۍ پورې دوام کوي.
*دویمه او دریمه مرحله*: دا دوره هم له ۱۴ څخه تر ۱۸ کلنۍ پورې دوام کوي. دا زدکړې عمومي، تخنیکي، هنري یا حرفوي زده کړو باندې وېشل شوي چې هر برخه يا څانګه يې د زده کوونکو له سويې او فعالیت سره سمه ټاکل کېږي. که چېرې زده کوونکى ونشي کولاى لوړې نمرې ترلاسه کړي عمومي زدکړو ته نشي داخلېدى، اړ دي چې حرفوي زدکړې وکړي او يا ټاکل شوي کرېډېت پوره کړي.
لوړې زده کړې
- د ثانوي ښوونځي له بشپړولو وروسته، زده کوونکي کولی شي پوهنتونونو یا تخنیکي کالجونو کې زده کړې وکړي.
د ښوونځیو ډولونه
په بلجیم کې درې اصلي ډوله ښوونځي شتون لري:
د ټولنې ښوونځي*: د دولت لخوا تمویل کیږي او د مذهب په اړه بې پرې دي. دلته د مذهب په اړه زده کوونکو ته زدکړې نه ورکول کېږي.
سبسایډي عامه ښوونځي: د ښاروالیو یا ولایتونو لخوا اداره کیږي. دا هم د ښارواليو د قوانینو پر بنسټ په لږ بدلون سره د عمومي دولتي ښوونځيو په څېر دي.
سبسایډي شوي وړیا ښوونځي: ډیری یې د مذهبي سازمانونو لخوا پرمخ وړل کیږي، په ځانګړي توګه کاتولیک ټولنو لخوا. دا ښوونځي تقریبا وړيا دي، ولې دا چې دا ښوونځي ډېره بسنه ترلاسه کوي، درسي نصاب يې له نورو ښوونځیو سره توپیر کوي.
اجباري زده کړې
په بلجیم کې اجباري زده کړې په ۵ کلنۍ کې پیل کیږي او تر ۱۸ کلنۍ پورې یا د ثانوي ښوونځي تر بشپړیدو پورې دوام کوي.
#بلجيم #قانون #معلومات