په بلجیم کې به د پنجشنبې په ورځ یو ملي اعتصاب ترسره شي، چې له امله به یې الوتنې لغوه شي، اورګاډي به له مسافرو ډک وي، او ځینې ښاروالۍ به تړل شوې وي. سربېره پر دې، په بروکسل کې به نورې مهمې پېښې هم ترسره شي، چې ښاري ترافیک به لا ګډوډ کړي.
ټرافیکي ستونزې او اعتصاب
د بروکسل پولیسو خبرداری ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ به د ښار په اوږدو کې سخت ټرافیکي ستونزې رامنځته شي. د ملي اعتصاب او لاریون تر څنګ، د ناټو غونډه، د برایت فېسټیوال، او د اروپا لیګ فوټبال لوبه هم ترسره کېږي.
پولیسو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له مخکې نه چمتووالی ونیسي، د امکان په صورت کې له کوره کار وکړي، یا د ترېن او یا نورو بدیلو ترانسپورتي لارو څخه استفاده وکړئ.
ملي اعتصاب او لاریون
د کارګرو اتحادیو د نوي فدرالي حکومت د پالیسیو پر ضد مظاهرې تنظیم کړي. تمه کېږي چې په زرګونو کارکوونکي، هم د دولتي او هم د خصوصي برخو څخه به په اعتصاب او لارويون کې ګډون وکړي. شاوخوا ۶۰,۰۰۰ مظاهرهچیان به د سهار ۱۰:۳۰ بجې په بروکسل کې د لاریون لپاره راټولېږي، چې له امله به یې خدمات په ټول هېواد کې اغیزمن شي.
عامه ترانسپورت او ترافیک
-د بروکسل عامه ترانسپورتي شرکت به له سختو ګډوډیو سره مخ وي. په تېرو اعتصابونو کې یوازې لومړی لیکه فعاله وه، نور څو ترم او بس لیکې بندې شوې وې.
-په فلندر کې به د بسونو او ترمونو شمېر به کم وي. تازه معلومات به د لین پر ویب سایټ خپرېږي.
- په والونیا کې به ځینې بسونه لغوه شي، دا معلومات هم په ویب سایټ څارلی شئ.
ترېنونه به عادي فعالیت ته دوام ورکړي، ځکه چې د اعتصاب خبرتیا نهده ورکړل شوې، تر څو مظاهرهچیان بروکسل ته ورسوي. خو شرکت خبرداری ورکړی چې ترېنونه به له مسافرو ډک وي.
ټرافیکي خنډونه او لاربندۍ
- د سهار له ۰۹:۰۰ تر ۱۴:۰۰ بجو به ټرافیکي ستونزې ډېرې وي.
- د موټرو لپاره بندیزونه: د نورد او زوید ستېشنونو ته څېرمه سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړئ.
- تونلونه به هم د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه وروسته د بروکسل داخلي حلقوي سړک (R20) پورې اړوند ټول تونلونه به هم تړل شوي وي.
هوایي سفرونه
- د بروکسل هوايي ډګر ټولې الوتنې به لغوه وي. د هوايي ترافیک کنټرول کارکوونکي به هم په دې اعتصاب کې ګډون کوي، نو د سهار ۰۶:۴۵ څخه تر شپې ۲۲:۱۵ ټولې تلونکې او راتلونکې الوتنې ځنډول شوي وي.
- په شارلاروا کې هم ټولې روانې الوتنې لغوه شوې دي.
-نور کوچني هوایي ډګرونه به هم په دې ډول اغیزمن شوي وي.
نور اغېزمن شوي خدمات
- د بي پوست خدمتونه هم په ټپه درېږي ځکه چې کارکوونکي به هم اعتصاب وکړي، نو په خاص ډول په بروکسل او والونیا کې به د لیکونو او پارسلونو سپارنه له خنډ سره مخ شي.
- د کثافاتو راټولول به په بروکسل، انټورپن او ځینو نورو ښارونو کې ترسره نشي. په ځینو ښاروالیو کې له وړاندې خلکو ته ویل شوي چې کثافات دې کوڅې ته نه وباسي.
- د بروکسل ښاروالۍ ځینې خدمات به هم بند وي.
- ښوونځي، ښوونکي هم ددې اعتصاب برخه دي. تېر ځل ۳۰,۰۰۰ ښوونکو اعتصاب کړی وو، او تمه ده چې د پنجشنبې په ورځ هم ښوونځي سخت اغېزمن شي. که د ماشومانو د څارلو لپاره کافي پرسونل نه وي، ښوونځي کولای شي وتړل شي.
- د زندان ساتونکي به هم پراخ اعتصاب وکړي، چې له امله به یې د زندانونو مدیریت هم له ستونزو سره مخ شي.
نور مهمې پېښې
- د Bright Festival چې له پنجشنبې ۱۳ تر یکشنبه ۱۶ فبروري به د بروکسل په ځینو کوڅو کې د ۱۸:۳۰ – ۰۰:۰۰ پورې په لاره اچول شوی چې بېلابېل هنري رڼاګانې نندارې اېښودل کېږي، ممکن څه نا څه اغیزمن شي.
- د اروپا لیګ فوټبال لوبه به د ماښام ۱۸:۴۵ د King Baudouin Stadium کې ترسره شي، چې کېدای شي ترافیکي ستونزې رامنځته کړي.
- د ناټو غونډه: د ناټو یوه مهمه ناسته نن پیل شوې او سبا به پای ته رسېږي. پولیسو ویلي چې دا غونډه به جدي ټرافیکي ستونزې رامنځته نه کړي، خو ممکن ځینې واټونه به د لنډ مهال لپاره بند شي.
د پنجشنبې ورځ به په بروکسل او ټول بلجیم کې ممکن له څه ګډوډیو ډکه وي. که ممکنه وي، د سفر پر ځای له کوره کار وکړئ.
دغسې اوږدې لیکنې ستاسې په نظر څنګه دي؟ موږ اکثره لنډ معلومات خپروو.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.
