ایا پوهېږئ چې په بلجیم کې ډاکټران دری ډوله خدمات وړاندې کوي
په بلجيم کې شخصي ډاکټران د خدماتو د وړاندې کولو او د لګښتونو له مخې په دری ډوله دي.
- قراردادي ډاکټران
- نيمه قراردادي ډاکټران
- خپلواک ډاکټران
قراردادي ډاکټران:
په بلجيم کې د روغتیا بیمې شرکتونه له ځينېو ډاکټرانو سره یو تړون کوي چې د هغې له مخې ډاکټران خپل خدمات د دغه بيمې شرکت غړو ته په ارزانه بیه وړاندې کوي.
هغه ډاکټران چې له د روغتیا له بیمې شرکت سره یو تړون یا قرارداد لري د شرکت غړو ته ټیټ نرخ ورکوي. مثلا کله چې تاسې د ډاکتر کتنځي یا معاینه خانې ته ورځئ، هغو ته باید تاسې پیسې ورکړئ، کله چې ستاسې ډاکټر ستاسې د بيمې له شرکت سره قرارداد ولري، ډاکټر ممکن له تاسې څخه هېڅ پیسې وانخلي او یا ډېره کمه اندازه پیسې واخلي. یا ستاسې شرکت هغه پیسې تاسې ته ټولې بېرته در استوي.
همدا شان دا ډاکټران باید ټاکلي او په ښه کیفیت سره خدمات وړاندې کړي چې دا د ناروغانو لپاره یو ښه ډاډ دی ولې دا ډاکټران بیا نوي وړاندیزونه او نوي درمل تاسې ته نشي درکولای ځکه چې دوی د بیمې شرکت او روغتیا وزارت قوانين په پام کې نيسي چې له همدې امله د دوی خدمات محدود وي.
نيمه قراردادي ډاکټران:
دا ډاکټران بیا نيمه قراردادي ډاکټران دي چې کله تاسې د کتتې لپاره ورځئ، ممکن ستاسې د بیمې شرکت ستاسې د کتنې ټولې پیسې بېرته درنکړي. یوه اندازه پیسې د بیمې شرکت تاسې ته درکوي، ولې ټولې بېرته نشئ ترلاسه کولای. د بېلګې په ډول کله چې تاسې یوه ډآکټر ته ورځئ، تاسې 30 ایرو ورکوئ، بیا ستاسې د بیمې شرکت تاسې ته یوازې 25 ایرو بېرته در استوي. 5 ایرو ستاسې له جیب څخه ځي.
دا ډول ډاکټران بیا ځينې وخت تاسې ته وايي چې د دغو خدماتو دومره اندازه تاسې ته بېرته د بیمې شرکت درکوي او دا نورې پیسې باید تاسې ورکړی.
خپلواک ډاکټران:
دا ډله ډاکټران بیا د بیمې له شرکتونو سره قرارداد یا تړونونه نه لري، دوی له تاسې څخه په خپله خوښه پیسې اخلي او ستاسې شرکت بیا د هغې خدماتو ستنډرد یا له لایحې سره سم قیمت تاسې ته درکوي او نورې اضافه پیسې ټولې ستاسې له جیب څخه دي.
د دغه ډول ډاکټرانو ګټه دا ده چې دوی هغه موډرنه تکنالوژي یا خدمات وړاندې کوي چې د بلجيم د روغتیا له ستنډرد څخه لوړ دي او یا هلته لا نه دي شامل شوي. خو ستونزه یې دا ده چې دوی له تاسې څخه ممکن څو برابره ډېرې پیسې واخلي.
ددې لپاره چې پوه شئ ستاسې د خوښې ډاکټر تاسې د بیمې له شرکت سره قرارداد لري که نه، ددې لپاره تاسې باید خپل شرکت سره اړیکه وکړئ او ترې پوښتنه وکړئ او یا یې په ویب سایټ کې وګورئ چې دا ډاکټر قراردادي ډاکټر دی که نه؟
په بلجيم کې د روغتیا بیمې د شرکتونو دا لېنکونه درسره په لاندې ډول شریکوم:
د سي ام شرکت
https://www.cm.be/selfservice/zorgverleners/app
د سوليډاریس
https://www.solidaris-vlaanderen.be/geconventioneerde-artsen-en-zorgverleners
که چېرې مو دا معلومات خوښ شوي وي، له موږ څخه د ملاتړ لپاره دا پوست له خپل فېسبوک څخه هم شریک کړئ.
