موږ ټول شموله کلتوري مرکزونو ته اړتیا لرو چې هم د مذهبي مراسمو لپاره مناسب ځای ولري او هم د بلجيمي ټولنې سره د وصل، د ځوانانو د روزنې او ټولنیزو ناستو مرکز وي.
په کورترېک او اوستندې کې د افغانانو د مسجدونو د جوړېدو پر وړاندې وروستیو خنډونو دا ثابته کړې چې موږ په بلجیم کې د خپل شتون او فعالیتونو بڼې ته یوې بیا کتنې ته اړتیا لرو. په دې برخه کې باید د (په بلجيم کې د افغانانو د ملي یوالي ټولنې) د مشر، ښاغلي خليل الله خدرخېل پخوانیو هڅو ته هم اشاره وشي. نوموړي له وړاندې د داسې یوه ټول شموله مرکز د جوړولو او د افغانانو د سالم ادغام لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو دا چې زموږ د بلجیم مېشتو افغانانو لپاره د دې نوې ټولنیزې اړتیا درک ستونزمن و، هغه هڅې بې پایلې پاتې شوې. دې ترخې تجربې وښوده چې تر څو موږ بلجيم مېشتي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان نشو، د څو کسانو هڅې ځای نه نیسي.
کله چې موږ د دې ستونزې د حل پر لارو چارو ټولپوښتنه وکړه، د خلکو غبرګونونو یو روښانه پیغام درلود. په دې ټولپوښتنه کې تر ټولو زیاتې (۱۴) رایې “د افغان مسلکي او اکاډمیک نسل مخکې کول” انتخاب ته ورکړل شوې دي. دا په ښکاره ډول یو مثبت او پر ځای درک دی؛ ځکه یو باسواده او مسلکي قشر کولای شي د بلجيمي یا ولمس ټولنې او ښاروالیو سره په قانوني او منطقي ژبه تعامل وکړي. خو یوازې د څو اکاډمیکو کسانو مخکې کول کافي نه دي، تر څو چې په محلي کچه بنسټيز کار ونه شي.
د نظرپوښتنې نورو پایلو ته په کتو، موږ باید لاندې عملي ګامونو ته لومړیتوب ورکړو:
په محلي کچه د باور جوړونه: په محلي ډیجیټل ګروپونو کې د خلکو باور ترلاسه کولو ۸ رایې اخیستې دي. دا هغه ځای دی چې موږ کولای شو خپل غږ او کلتوري انځور په غیر رسمي ډول ځایي اوسېدونکو ته ورسوو. له هغوی سره اړیکې جوړې کړو او د هغوی په ټولنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړو.
مستقیم تعامل: پرانیستې غونډې او د ګاونډیتوب اړیکې جوړول (۷ رایې) او همدارنګه ګډ کلتوري او ټولنیز پروګرامونه (۵ رایې) هغه اړینې لارې دي چې د ګاونډیانو د پردیوالي او وېرې احساس له منځه وړي. افغانان خپل اصلي تصویر چې مېړانه، استقامت، احترام او خوش اخلاقي ده، له دې لارې ټولنې ته ښودلی شي.
روښانه ډیالوګ او استازولي: سیاسي او مدني استازولي فعالول (۴ رایې) او له ځایي چارواکو او ګاونډیانو سره شفاف ډیالوګ (۲ رایې) له موږ سره مرسته کوي چې خپلې ستونزې او اړتیاوې په رسمي چوکاټ کې مطرح کړو. له نورو ټولنو سره همکاري (۲ رایې) او د مدني او بشري حقونو بنسټونو شاملول (۱ رایه) هم په دې برخه کې ملاتړ کوونکی رول لوبولی شي.
یوازې یو سنتي مسجد چې یوازې د عبادت لپاره کارول کېږي، نشي کولای د بلجیم په څېر ټولنه کې زموږ د ځوانانو او راتلونکي نسل اړتیاوې پوره کړي او نه هم د ځايي اوسېدونکو حساسیتونه راکموي. د دې پر ځای، یو فعال کلتوري مرکز چې فزیکي ودانۍ یې د ښاروالۍ ټول تخنیکي او خوندیتوب معیارونه (لکه پارکېنګ او د اور وژنې سیستم) پوره کړي وي، کولای شي د افغانانو او ځايي ټولنې ترمنځ د وصل نقطه وګرځي.
دا ډول مرکز به نه یوازې زموږ مذهبي او کلتوري ارزښتونه وساتي، بلکې موږ ته به په دې نوې ټولنه کې د یوه مسؤل او فعال اقلیت په توګه د ګډ ژوند کولو هویت او فرصت راکړي.
درنښت
انجنیر بشير سجاوندی
