سلامونه قدرمنه /قدرمنې
ډېره مننه چې د پښتو ژبې او افغان ولس د ښوونې او لارښوونې لپاره خپل وخت راکوئ.
په بلجيم کې موږ افغانان د نورو ملتونو په پرتله له هر اړخه د معلوماتو له کمښت سره مخ یو او له همدې امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان یو چې یو له هغو څخه د موټر چلولو لېسنس ترلاسه کول دي.
د موټر چلولو لېسنس په اروپا کې د ژوند، اړيکو او دندې موندلو په برخه کې یو اړين سند دی. ددې لپاره چې په دې برخه کې موږ یو څه مرسته کړي وي، موږ د بلجيم ترافيکي قوانين پښتو ته را ژباړلي او د افغان ټپس له لارې مو په بريښنايي ډول خپاره کړي.
خو دا چې نړۍ د تکنالوژۍ په برکت هره ورځ بدلېږي، په هغه زړه طریقه زموږ خپاره شوي معلومات هومره ګټور نه دي. په همدې خاطر موږ وغوښتل چې دا معلومات د یوې لوبې،ګيم یا کویز په ډول ترتيب کړو تر څو له هغو افغانانو سره مرسته وکړو چې غواړي په بلجيم، هالنډ،جرمني،فرانسې او یا بل کوم هېواد کې د موټر چلولو لېسنس ترلاسه کړي.
دا معلومات په رسمي ډول د کارولو وړ نه دي، یوازې کولای شي چې زموږ د یوه افغان ترافيکي پوهې کچه لوړه کړي. دا معلومات په هېواد دننه او د نړۍ په ګوټ ګوټکې له هغه افغان سره مرسته کوي چې د هغه هېواد په رسمي ژبه بشپړ نه پوهېږي. په پښتو په دې اړه پوهېدو وروسته بیا کېدای شي د هغه هېواد په رسمي ژبه د تیوري آزموینه ورکړي او د موټر چلولو لېسنس ترلاسه کړي.
اوس ستاسې څخه ډېر منندوی یو چې په افتخاري ډول حاضر یاست په دې برخه کې مرسته وکړئ تر څو دا معلومات په پښتو ژبه سم او منظم کړو. ددې لپاره چې تاسې دا مرسته راسره وکړای شئ، لاندې ګامونه اړين دي.
- اندرواید مبایل ولری. (ایفون نه اوسي – د ایفون لپاره به ژر تیار شي)
- د بي کویز اپلکېشن په کې انسټال کړئ. (لېنک یې لاندې دی)
- اپلکېشن ته داخل شئ، (اپلېکشن په انګلیسي ژبه دی،خو مواد یې په پښتو دي)
- تاسې ته به موږ د اپلکېشن ټولو برخو ته د ننوتلو اسانتیا برابره کړو.
- تاسې به دا مواد (پښتو متن)وګورئ که چېرې څه تېروته وه.
- کېدای شي هغه تېروتنه ريپوټ کړئ او یا یې د بي کويز په وټساپ ګروپ کې سکرین شاټ شریک کړئ چې موږ یې سمه کړو.
- که چېرې تاسې اډمېن یاست کېدای شي تاسې خپله پیدا کړې تېروته سمه کړئ او یا په وټساپ ګروپ کې راپور شوې تېروتنه سمبال کړئ.
دا کار یوازې د پښتو ژبې او خپلو خلکو لپاره پرته له حق الزحمې ترسره کېږي. تاسې چې هر وخت او هر څومره کولای شئ دا مرسته وکړئ موږ او زموږ خلکو ته منظوره ده او د بدل لپاره یې درته دعا کوو.
کېدای شي تاسې کومه پوښتنه ولری، هر وخت کولای شئ چې دا پوښتنه وکړئ، که چېرې تاسې د ځان په څېر نور داسې کسان پېژنی چې ورته همکاري کولای شي هیله ده چې زموږ ډلې ته یې را وغواړئ.
ستاسې له همکارۍ، احساس او ملګرتیا د زړه له تله منندوی یو.
Download BQuiz Now – Google Play
Download BQuiz Now – Apple store (Comming Soon)
Joint our Community – WhatsApp Group
Joint our Afghan Drive Group – Facebook Group
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونګ شي
