په بي کویز اپلیکېشن کې د سیالۍ یا (contest) برخه یوه نوې او هڅونکې ځانګړتیا ده. موږ پلان لرو چې هره دوه اونۍ یوه آنلاین سیالي ترتیب کړو. زموږ موخه دا ده چې په بلجیم او نورو اروپايي هېوادونو کې مېشت افغان ځوانان او هېوادوال وهڅوو څو په بېلابېلو مهمو برخو کې خپله پوهه او مهارتونه لوړ کړي. دا برخې د ژبې زده کړه، د موټر چلولو د لایسنس ترلاسه کول، او د افغاني کلتور په اړه معلومات رانغاړي.
*د سیالۍ جوړښت:*
* سیالي به د دوشنبې له ورځې پیل او د جمعې تر ماښامه به دوام وکړي.
* ګډونوال کولی شي د اونۍ په هر وخت کې چې دوی ته مناسب وي، په سیالۍ کې برخه واخلي.
* د بي کویز سیستم په اتوماتیک ډول د سمو ځوابونو او چټکتیا پر بنسټ غوره لوبغاړي ټاکي. سم د لاسه يې هم کتلاى شئ.
*د سیالۍ ځانګړتیاوې:*
* سیستم له درغلۍ څخه خوندي دی او هر کاروونکی یوازې یو ځل د ګډون اجازه لري.
* د سیالۍ په پیل کولو سره، لوبغاړی باید هغه په ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.
* د مبایل سکرین بندول یا له لوبې څخه وتل د سیالۍ د پای ته رسېدو لامل کېږي.
*د پوښتنو محتوا:*
* پوښتنې به د بي کویز د ټاکل شوې موضوع سره سمون ولري.
* د بېلګې په توګه، که موضوع د موټر چلول وي، ټولې پوښتنې به پر دې موضوع متمرکزې وي.
* د پوښتنو شمېر او ځانګړی شوی وخت ممکن د هرې سیالۍ لپاره توپیر ولري.
* د ګډونوالو د تجربو او وړاندیزونو پر بنسټ به موږ د پوښتنو شمېر او وخت تنظیم کړو.
*ډالۍ او هڅوونې:*
* غوره لوبغاړو ته به د بي کویز له خوا مالي او معنوي جایزې ورکول کېږي.
* د بي کویز سکې به په اپلکېشن کې د ډالۍ یوه برخه وي. چې دا به په راتلونکي کې په نغدي ایرو هم د بدلون وړ وي.
* موږ هڅه کوو چې د بلجیم مېشتو افغاني ټولنو، پوهانو، سوداګرو او هېوادپالو افغانانو ملاتړ ترلاسه کړو څو ډېرې ډالۍ وړاندې کړو.
* نورې ممکنه ډالۍ : د موټر چلولو د آزموینې لګښت، وړیا ټکټونه، په افغاني رسټورانټونو کې وړیا خواړه، له افغاني هټیو څخه وړیا توکي، او نغدي جایزې.
*زموږ موخه او پایله:*
دا سیالي یوازې د سرګرمۍ لپاره نه ده. دا ستاسو د شخصي او مسلکي ودې لپاره یو ارزښتناک فرصت دی. د منظم ګډون له لارې، تاسو کولی شئ:
1. خپله پوهه په مهمو برخو کې لوړه کړئ
2. نوي مهارتونه زده کړئ چې ستاسو ژوند به آسانه کړي
3. له نورو افغانانو سره د ښو اړیکو جوړولو او سالمې سیالۍ یو ښه فرصت برابروئ
4. خپل ځان وننګوئ او خپل ځان ته د لاسته راوړنو احساس ورکړئ
5. د ارزښتناکو جایزو ګټلو چانس ولرئ
نو راځئ چې په دې هڅوونکي فرصت کې برخه واخلئ! ستاسو ګډون نه یوازې تاسو ته ګټه رسوي، بلکې زموږ د ټولنې د پیاوړتیا او پرمختګ لامل هم کېږي. په یاد ولرئ: هره پوښتنه چې تاسو ځواب کړئ، تاسو یو ګام مخکې ځئ. د بي کویز سره یوځای شئ، چې د یو نوي څه له زده کولو خوند واخلو او خپل راتلونکی روښانه او خپل ژوند هوسا کړو!
*که چېرې زموږ دا پروګرام مو خوښ شوی وي؟*
زموږ د ملاتړ لپاره لاندې کارونو څخه یو یا څو کولای شئ.
1. دا متن له خپلو ملګرو سره په ټولنیزو رسنیو (فېسبوک، ایکس، یوټیوب، ټیک ټاک، وټساپ) شریک کړئ او زموږ هڅوونکی پاتې شئ. (هرڅوک دا کولای شي)
2. له موږ سره د معلوماتو په ژباړه، اداره د پوښتنو په جوړولو او بیا کتلو، د ټولنیزو رسنیو ګروپونو په تنظیم او اداره کې مرسته وکړئ. (زموږ رضاکار ملګري شئ)
3. زموږ مالي او معنوي ملاتړي شئ. که چېرې تاسې سوداګر یاست، د ټولنې مشر یاست، غوره ټولنيز شخصیت یاست، کولای شئ زموږ مالي ملاتړي شئ.
4. که چېرې څېړونکي او ليکوال یاست، تاسې کولای شئ د بي کویز په فرصتونو، ستونزو او امکاناتو ليکنې وکړئ او موږ ته ددې يون په بریالیتوب کې مشورې راکړئ.
5. بل څه چې دلته یې یادونه نه ده شوې موږ ته د یوې اړيکې او یا شخصي ناستې له لارې نقل راکړئ. (په خپل مناسب فرصت کې موږ ته زنګ ووهئ).
دا اپلکېشن په لاندې لېنک سره خپل اندراید او آیفون مبایل ته ډونلوډ کړئ.
د اپلکېشن او د محتویاتو په اړه مو که چېرې پوښتنه درلوده له موږ سره په اړیکه کې شئ.
د اندرواید لپاره : https://bit.ly/3OjMvdU
…….
د ایفون لپاره:https://apple.co/3XeicbO
