• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په بیلابیلو کوډونو کې د سیخانو لپاره د کانکریټ محا فظوي پوخ مشخصات

Home انجينیريپه بیلابیلو کوډونو کې د سیخانو لپاره د کانکریټ محا فظوي پوخ مشخصات

په بیلابیلو کوډونو کې د سیخانو لپاره د کانکریټ محا فظوي پوخ مشخصات

ژباړه: انجنیر فرید عاطف

Concrete Cover Specifications for Reinforcement in Different Codes

فکر کیږي چې کانکریټي محافظوي پوخ لومړنی تدبیر دی چې په سیخانو د برید کوونکو کیمیاوي عناصرو مخنیوی کوی.همدا لامل دی چې د کانکریټ پوخ د پیړوالي د ډیزاین او جوړولو پرمهال باید ډیر احتیاط وشي.معمولا د کانکریټي محافظوي پوخ د اوسپنیزساختماني عنصر په ډول او هغه چاپیریال پورې اړه لري چې دا ساختمان په کې جوړ شوی .په دې مقاله کې به د ډیرکاریدونکو کوډونو پراساس د کانکریټي محافظوي پوخ مشخصات د بحث لاندې ونیول شي.

Concrete Cover Specifications for Reinforcement

د کانکریټي محافظوي پوخ اړوند د بیلابیلو کوډونو مشخصات د ساختمان په حالت ،د جوړونې میتود د ساختمان چاپیره چاپیریالي فکتورونه او په جوړونه کې کارول شوو کانکریټ په کیفیت پورې اړه لري.د کانکریټي پوخ پیړوالی نظر د لاندې بیلابیلو کوډونو مشخصاتو ته تشریح شوی .

ACI کوډ
اروپایې کوډ
برطانوي کوډ
د ACI کوډ له مخې د کانکریټي پوخ مشخصات. Concrete Cover Specifications as per ACI code
د (ACI 318-11) کوډ د اوسپنیزکانکریټي ساختمان بیلابیلو عناصرو لپاره د کانکریټو پوخ ترټولو کم پیړوالي ورکړی دی چې په لاندې ډول دی . لومړی جدول

 

د ساختمان ډول کانکریټي پوخ mm
کانکریټ چې په دایمي ډول له خاورې سره تماس کې وي 75
کانکریټ چې له اوبو یا خاورې سره تماس کې وي
 له    57 No   تر    19  No   پورې سیخ 50
No. 16   او تر دې کم  قطر سیخ 40
هغه کانکریټ چې هوا سره مخ وي او د خاورې سره تماس کې وي.
سلبونه دیوالونه
 له    57 No   تر    19  No   پورې سیخ 40
No. 36   او تر دې کم  قطر سیخ 20
بیمونه پایې .
ابتدايي ډول سیخان او ګژدمکونه . 40
المارۍ
No. 19   سیخان او تر زیات قطر 20
No. 16   سیخان او تردې کم قطر. 13

 

د ACI  کوډ یو شمیر شرایط په ګوته کړي چې پورته محافظوي کانکریټو پوخ پیړوالی ورته بسنه نه کوي نو باید زیات شي.په دې شرایطو کې دچاپیریال زیات کیمیاوي برید شونتیا ،داور خوندیتوب او راتلونکې غځونه .د بیلګې په ډول اوسپنیز کانکریټي عنصر له سمندري اوبو سره مخ وي د ACI  کوډ مشخص کوي چې د کانکریټو پوخ باید لږ ترلږه 50mm   وي.دا غوښتل کیږي چې د کانکریټو پوخ پیړوالی لږترلږه 65mm  محاسبه شي او ډاډه شو چې 50mm  پوخ پوره ورکول شوی.

د اروپايي کوډ پراساس د محافظوي پوخ مشخصات .

اروپايي کوډ د کانکریټي پوخ د پیړوالي په اړه مشخصې او روښانه سپارښتنې او تشریح لري.کوډ د هغه هوا اقلیمي شرایطو ته په پام سره چې دا ساختمان ورسره مخ دی له کانکریټي پوخ سره یوځای  د اوبو –سیمنټو نسبت ،کانکریټو مقاومت او ترټولو کم مقدار سیمنټ مشخص کړی.دا سپارښتنې او مشخصات په لاندې ډول دي.

 

د اروپایي کوډ او برطانوي مشخصاتو پراساس د  کانکریټو ترټولو کم محافظوي پوخ. Minimum concrete cover according to the European code and British specifications

 

دویم جدول.

 

د لوڅیدو شرایط د اوبو سیمنټو نسبتW/C ratio د سیمنټو ترټولو زیات مقدار Kg/m3 ترټولو کم کانکریټي پوخ mm د کانکریټو مارک
وچ 0.65 260 15 C30/37
نمجن
نه یخ وهلی 0.60 280 20 C30/37
یخ وهلی 0.55 280 25 C35/45
د مالګو ویلي کیدل 0.5 300 40 C35/45
سمندري اوبه
نه یخ وهلی 0.55 300 40 C35/45
یخ وهلی 0.50 300 40 C35/45
کیمباوي برید کوونکي
کم 0.55 280 25 –
متوسط 0.50 300 30 –
لوړ 0.45 300 40 –

د یو شمیر څیړونکو لکه  براوون  ایټ  تو وان ډاویز د څیړنو په پایله کې موندل شوې چې په ډیری عملي ساحو کې د کانکریټو محافظوي پوخ په ډیزاین کې له مشخص شوې اندازې څخه کم وي .د بیلګې په توګه براوون ایټ راپور ورکړ چې معمولا دا پوخ د 25mm  پرځای چې په ډیزاین کې مشخص شوي وي په ډيری برخو کې 13.9mm  وي.نو همدا لامل دی چې اروپایي کوډ وايي کانکریټي پوخ پیړوالی باید د 5  او 10mm  په رنج کې د ساحې کانکریټو لپاره او 5mm  د مخکې جوړ شوو کانکریټو لپاره ورزیات شي.

د برطانوي کوډ له مخې د کانکریټي پوخ مشخصات Concrete Cover Specifications as per British standard

د برطانوي کوډ له مخې د کانکریټي پوخ مشخصات د هغې ساحې د اقلیمي شرایطو پراساس په نظر کې نیول کیږي چیرته چې ساختمان جوړیږي.سربیره پردې د کانکریټو مقاومت ،دکانکریټو کیفیت کوم چې د اوبو –سیمنټو په نسبت کې د سیمنټو په مقدار پورې اړه لري.

د برطانوي کوډ له مخې د کانکریټي پوخ پیړوالی او خواص. دریم جدول.

 

چاپیریالي شرایط. د کانکریټو مارک MPa
30 35 40 45 50
د اوبو سیمنټو نسبت
0.65 0.60 0.55 0.50 0.45
د سیمنټو ترټولو کم مقدار, Kg/m3
25 20 20 20 20
کانکریټي پوخ پیړوالی .
متوسط1 25 20 20 20 20
متوسط2 — 35 30 25 20
سخت3 — — 40 30 25
ډیر سخت4 — — 50 40 30
ترټولو زیات شرایط5 — — — 60 50

1 د کانکریټو سطحه له داخلي اقلیم اوهو څخه خوندي وي یا سخت شرایط وي

2 د کانکریټو سطحه له باران او کنګل کیدو ویلي څخه خوندي شوې وي او د اوبو لاندې کانکریټ او د اغیزمنې خاورې سره په څنګ کانکریټ وي

3د کانکریټو سطحه د باران او متناوب لمدیدو او وچیدو پروړاندې لوڅه وي.

4د کانکریټو سطحه د سمندرې اوبو د پاشلو او یا هم د مالګې یا کنګل کیدو ویلي پروړاندې لوڅه وي.

5د کانکریټو د سولیدو سره مخ وي لکه د سمندري اوبه چې جامد ذرات لري او یاهم په pH 4.5 لرونکو اوبو کې حرکت کوي.

د پام وړ سختو شرایطو سره مخ ساختمانونو لپاره ځانګړې مشخصات Special specifications for structures subjected to considerably sever conditions

.

په عام ډول سمندرغاړو ساختمانونه مستقیما د سمندري اوبو سره مخ وي او اړتیا ده چې هغه د دننه سیخانو د زنګ نیونې د مخنیوي په موخه  د خوندیتوب یې ځانګړي احتیاطي تدابیر په پام کې ونیول شي .دلته درې ساحې وي چې کیداشي داوسپنیزکانکریټي ساختمان له سختو اقلیمي شرایطو سره مخ وي.دا درې ساحې هوا ،هغه ساحه چې د سمندر اوبه ورپاشل کیږي،او په اوبو کې ډوب.تر ټولو ډیر خطرناک حالت سپلش زون وي چیرته چې ساختمان د سمندرې اوبو او هوا دواړو سره مخ وي .د  ACI 357  کوډ د سختو اقلیمي شرایطو لپاره د کانکریټو مقاومت ،ساختمان موقیعت او د اوبو-سیمنټو د ترټولو زیات نسبت پراساس د پوخ پیړوالي لپاره سپارښتنې ورکوي.چې په لاندې ډول دي.

د سمندرغاړو  ساختمانونو کې د ACI 357  کوډ د سپارښتنو له مخې د کانکریټي پوخ پیړوالی.څلورم جدول .

 

موقیعت د اوبو سیمنټو ترټولو زیات نسبت w/c په  28  ورځو کې د کانکریټو مقاومت پوخ پیړوالی
اوسپنیز متشنج شوي
هوا 0.4 35 50 75
د سمندر اوبو پاشونکې ساحه 0.4 35 65 90
په اوبو کې ډوب 0.45 35 50 75

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ټک وهل شوي مخکې جوړ شوي کانکریټي میخونه

Nov 15, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف DRIVEN PRECAST CONCRETE PILES ټک وهل[...]

د درز ارزونه او ترمیم . CRACK EVALUATION AND REPAIR

Sep 19, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فرید عاطف په کانکریټو کې د درز[...]

د کانکریټو حجم پیمانه کول – VOLUME BATCHING OF CONCRETE

د کانکریټو حجم پیمانه کول – VOLUME BATCHING OF CONCRETE

Jan 2, 2018

 ژباړه: انجنیر فرید عاطف د کانکریټ حجم پیمانه کول څه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022