• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په بیمونو کې جانبي ټورژن کړوپیدل څه شي دی ؟ What is Lateral Torsional Buckling in Beams?

Home انجنیريپه بیمونو کې جانبي ټورژن کړوپیدل څه شي دی ؟ What is Lateral Torsional Buckling in Beams?

په بیمونو کې جانبي ټورژن کړوپیدل څه شي دی ؟ What is Lateral Torsional Buckling in Beams?

په بیمونو کې جانبي ټورژن کړوپیدل څه شي دی ؟ What is Lateral Torsional Buckling in Beams?
پیژندنه .
ټورژن هغه وخت منځ ته راځي ،کله چې یو جسم له سلنډري یا عرضي مقطعې سره لکه سیخ، په خپل محور وچورلیږي(twisted) . چورلونکې قوه چې په یو جسم عمل کوي ټورګ(torque) بلل کیږي او ددې قوې د عمل په نتیجه کې پیداکیدونکي تشنجات برشي تشنجات یا شیر سترس(Shear stress) نومول شوي .که جسم ددې په نتیجه کې د قوې دجهت په امتداد تغیرشکل کوي نو ترلاسه شوی تغیر شکل نسبي اوږدیدل یا سټراین (Strain) بلل کیږي.دلاس د ګوتو ترمنځ د تورې تختې د تباشیر چورلیدل ترهغې چې مات شي د ټورژن قوې یوه ښه بیلګه ده .په انجینرۍ کې د ټورژن عامه بیلګه داده کله چې ټرانسمیشن چلولو شافت (لکه موټر) د تاویدو قوه له انجن ترلاسه کوي.

جانبي -ټورژن کړوپیدل د کړوپیدو هغه پیښه ده چې په نه محدود شوې (unrestrained)بیمونو کې لیدل شوې.کله چې یو بیم له بارونو سره مخ شي ،هغې کې د جانبي بې ځایه کیدو او په خپل محور چورلیدو دواړو لامل کیږي،نو بیا ویل کیږي دا بیم د جانبي –ټورژن کړوپیدو سره مخ شوی .د بیمونو د جانبي ټورژن –کړوپیدو پیښې عوامل او نښې نښانې لاندې تشریح شوې.
په بیمونو کې د جانبي کړوپیدو لاملونه . Causes of Lateral Deflection in Beams

جانبي ټورژن کړوپیدل په هغو اوسپنیز بیمونو کې لیدل شوي چې محدود شوي نه وي .غیر محدود شوي اوسپنیز بیمونه هغه بیمونه دي جې فشاري تاقچه (flange)یې په جانبي سمت د حرکت یا بې ځایه کیدو او دوران پروړاندې ازاد وي .له بار لاندې د بیم فشاري تاقچه هڅه کوي چې بیم په جانبي اړخ باندې کوږ کړي.په ورته وخت کې د بیم کششي تاقچه هڅه کوي چې بیم سیده وساتي.
Fig.2. Lateral Movement of Compression and Tension Flange; Image Courtesy: www.newsteelconstruction.com
د بیم د جانبي کوږوالي له امله یو شمیر احیا کوونکې قوې پیداکیږي.دا احیاکوونکې قوې(restoring forces) د بیم د جانبي کوږوالي پروړاندې مقاومت کوي او کوشش کوي بیم سیده وساتي.
په بیمونو کې ډ ټورژني اغیز لاملونه .Causes of Torsional Effect in Beams
په تاقچه (flange) کې قوې نه یواځې داچې د بیم د کږیدو لامل کیږي بلکې همدارنګه غواړي د بیم د طولې محور(longitudinal axis) په امتداد وچورلیږي. چورلیدو پروړاندې د بیم د مقطعې مقاومت د بیم د مقطعې ټورژني مقاومت پورې اړه لري.
د ټورژن سختوالی(torsional stiffness) د بیم د تاقچې د پیړوالي له مخې کنترول کیږي .ځکه نو هغه بیمونه چې د تاقچې غټ پیړوالی لري دکوږوالي پروړاندې د هغه بیم په پرتله ښه محکمیت لري چې د بیم تاقچه یې کم پیړوالی لري.
هغه فکتورونه چې په بیمونو کې جانبي –ټورژن کړوپیدل اغیزمنوي. Factors Affecting Lateral Torsional Buckling in Beams
درې اساسي فکتورونه دي چې په بیمونو کې په جانبي –ټورژن کړوپیدو باندې اغیز لري.
1) د وارد شوو بارونو موقعیت .
2) د وارد شوي کوږوالي مومنټ بڼه .
3) د اتکاګانو انجامونه .
لومړی.د وارد شوو بارونو موقعیت . Location of the load applied
د جانبي –ټورژن کړوپیدو د اغیزو پروړاندې د بیم د مقطعې زیامنیدل یا اسیب پذیري د وارد شوي بار موقعیت او برشي مرکز(shear center) ترمنځ فاصلې له مخې ټاکل کیږي.د بیم مقطع به د جانبي –ټورژن کړوپیدو څخه ډیر اسیب پذیر یا زیامنونکی وي،که چیرې بارونه د مقطعې د برشي مرکز څخه پورته وارد شوي.که چیرې بارونه د برشي مرکز په امتداد وارد شي نو اغیز به یی کم وي.که چیرې بارونه له برشي مرکز څخه لاندې وارد شي نو اغیز به یی ډیر کم وي او د جانبي –ټورژن کړوپیدو ډیر لږ جانس شته .هغه بارونه چې له برشي مرکز پورته وارد شي بی ثباته کوونکي بارونه (destabilizing loads) بلل کیږي .هغه بارونه په برشي مرکز او یا ترې لاندې وارد شي نه بې ثباته کوونکي بارونه(non-destabilizing loads) بلل کیږي.
دویم .د کوږوالي مومنټ بڼه . The Shape of Bending Moment
د اوږودوالي په امداد د یو شان کوږوالي مومنټ درلودونکې مقطع د هغه بیم مقطعې په پرتله د کړوپیدو پروړاندې لږ مقاومت لري چې د کوږوالي مومنټ ویش یې یو شان نه وي.
دریم .دانجامي اتکا شرایط. End Support Conditions
کله چې دبیم مقطعې انجامي اتکاګانې ډیرې محدودې وي د بیم دکړوپیدو مقاومت یې لوړیږي.هغه انجامي اتکاګانې لږ محدودیت ولري د کړوپیدو پروړاندې یې مقاومت هم کمیږي

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

سیاسي ګوندونه په ترکیه کې

سیاسي ګوندونه په ترکیه کې

Jun 8, 2015

لیکنه: نظیم سمون د ترکیې اساسي قانون په ترکیه کې[...]

په ژوند کې د بریا دېرش مهم ټکي
Successful Strategy. Conceptual Photography.

په ژوند کې د بریا دېرش مهم ټکي

Sep 29, 2015

ژباړه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ له قضاوت څخه[...]

زورکی

زورکی

Feb 3, 2016

ليکنه: اتل مشواڼی په پښتو ژبه کې د واوېلونو پېژنده[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022