په بیم کې برشي مرکز څه شی دی –د برشي مرکز موقعیت له بیلګو سره . What is Shear Center in Beam – Location of Shear Center with Examples?
د بیم په عرضي مقطع کې برشي مرکز هغه نقطه ده چیرته چې دبارونو واردول د چورلیدو لامل نه کیږي.د برشي مرکز موقعیت د بیم د عرضي مقطعې پورې اړه لري.د بیلګې په ډول ،په متناظره مقطع کې برشي مرکز او ثقل مرکز یو شان وي،مګر په غیرمتناظره(unsymmetrical) عرضي مقطع کې یو پربل منطبق (coincide)نه وي.نو په غیر متناظره مقطع کې ،داخلي قوې به ثقل مرکز پرځای له برشي مرکز څخه تیرې شي که نه تولید شوی د کوږوالي مومنټ به له چورلیدو (twisting)سره مل وي.
8.11 د برشي مرکز موقعیت څنګه محاسبه شي. How to Compute Location of Shear Center?
د یوچینل عرضي مقطع په پام کې ونیسۍ .اوس به مونږ د مستوي موقعیت له هغې پیداکړو چې عمودي بارونه باید داسې عمل وکړي چې ساده کوږوالي تولید کړي ،په داسې حال کې چې x محور د خنثی محور په حیث ومنو.
Fig. 1: Channel Section
کیدای شي داسې فرض شي چې په مقطع کې عمودي عرضي قوه F یواځې د قبرغې په واسطه اخستل شوې.په تاقچو کې به افقي عرضي تشنجات وي کوم چې په q سره ښودل شوي.راځۍ اوس د abcd یوه برخه په پام کې ونیسو چې له لاندې تاقچې څخه د دوه عرضي مقطعو z ،او عمودې مستوي مستوي په واسطه له قبرغې څخه د u په فاصله له اخري انجام څخه قطع شوی.په کششي قوو کې تفاوت ، T+Delta z باید د ad په طرف کې له عرضي قوې سره برابر وي.څرنګه چې پیړوالی کم دی نو په ټول پیړوالي کې دعرضي تشنجاتو ویش یوډول فرضوو.ʃ
qt. Ə z= Ə z= Ə M/Ixʃ y.dA
انتګرال په ab برخه د تاقچې باندې ترسره کیږي .د مقطعې د مرکزي خط په واحد اوږودوالي کې تشنجات .
qt. Ə z= Ə M/ Ə z. I/Ix ʃ y.dA
q=F/Ə.I/Ix ʃ y dA =F.u.t.(h/2)/t.Ix=Fuh/2Ix
نو لیدل کیږي چې q له u سره متناسب دی .نو د q ترټولو لوړ قیمت .
q=Fbh/2Ix (4)
د تاقچې () او قبرغې د نښتلو نقطه کې ،د عرضي تشنجاتو ویش پیچلی دی .نو مونږ کیدای شي پورته معادله کې u=0 او u=b فرضوو.
Fbh/4Ix (5)
د سلب بره او لاندې برخه که طولاني عرضي قوه
(6) Fb2th/4Ix
(دلته 2 عدد د b توان دی )
نظر z محور ته دعرضي قوو جوړه په لاندې ډول لاس ته راځي .
Fb2h2t/4Ix (7)
(دلته 2 عدد د b او h توان دی )
راځۍ فرض کړو چې عمودي عرضي قوه د (0) نقطې په امتداد عمل کوي ،هغه عرضي قوه چې دقبرغې د مرکزي خط له O مرکز نه په c فاصله کې واقع ده .د مقطعې له چورلیدو مخنیوی کیږي که چیرې .
F.C=Fb2h2t/4Ix (8)
(دلته 2 عدد د b او h توان دی )
C=b2h2t/4Ix (9)
کوم چې د عرضي قوې مرکز راښایي.
نوټ .د عرضي مقطعې برشي مرکز یو متناظر محور لري ،کوم همیش د تناظر پرمحور پروت وي.د I بیم په حالت کې ،کوم چې نظر x او y دواړو محورونو ته متناظر(symmetrical) دی ،برشي مرکز د مقطعې هندسي مرکز (centroid)سره منطبق وي.په غیر متناظرو مقطعو کې برشي مرکز یا شیر مرکز پیچلی وي او کیدای شي له لیدو څخه موقعیت ورکول شي.