په تازه کانکریټو کې داوبو مقدار اندازه کول .Measuring water content in Fresh Concrete
په دې مقاله کې د یوې داسې نوې او پرمختللې وسیلې په اړه بحث کوو چې د تازه کانکریټو د کیفیت په کنترول کې خورا زیات ارزښت لري.دا نوې وسیله SONO WZ نومیږي چې په تازه کانکریټو کې د اوبو مقدار مالوموي.وړاندې له دې چې دا وپیژنو ،په کانکریټو کې د اوبو دمقدار په اړه لنډه رڼا اچو.
کانکریټ له سیمنټو ،درجه بندي شوو میده او غټ دانه ډکوونکو موادو (شګه او جغل ) ،اوبو او خالیګاووڅخه تشکیل شوي وي او کله کله علاوه کوونکي مرکبونه هم ورسره مل وي .اوبه د کانکریټو د یو مهم عنصر په توګه د کانکریټو په ټولو خاصو مهم اغیز لري.په کانکریټو کې د اوبو مقدار کولی شي د کانکریټو محکمیت ښکته او پورته یوسي .په سیمنټو کې اوبه په درې حالتونو کې موجودې وي ،ازادې اوبه (free water)چې د شعریه قوو(Capillarity forces) په واسطه ساتل کیږي ،جذب شوې اوبه (absorbed water)چې د سطحې قوو(surfaces forces) په واسطه ساتل کیږي او ایسارې شوې اوبه (bounded water)چې د کیمیاوي عمل قوو په واسطه ساتل کیږي .د کیمیاوي عمل قوو په واسطه ساتل شوې اوبه دسیمنټو له ذراتو سره تعامل کوي او هایدریشن کې برخه اخلې .په کیمیاوي تعامل کې برخه اخستونکې اوبه د کانکریټو لپاره مهمې دي ځکه سیمنټ پرته له اوبو، نشي کولی له نورو موادو سره ونښلي .
په کانکریټو کې له ټاکلي حد زیاتو اوبو شتون نه یواځې دا چې ضرور نه دی بلکې زیان رسونکی هم دی .ځکه دا اضافي اوبه د کانکریټو له دننه څخه تبخیر کیږي او دباندې راوځي او په کانکریټو واړه واړه سورې له ځانه پریدي.دا واړه سوري د درزونو لامل کیږي او د کانکریټو محکمیټ ټیټوي.په ټوله کې د سیمنټو د وزن 23-25% پورې اوبه دکانکریټ جوړولو لپاره بسنه کوي ،که له دې مقدار اوبه زیاتیږي کانکریټو ته لوی زیان رسیږي.په ورته وخت کې په کانکریټو کې له ټاکلي حد کمې اوبه هم کانکریټو ته زیان رسوي،ځکه په هغې حالت کې سیمنټ نشي کولی کیمیاوي تعاملات په سمه توګه سرته ورسوي.
ددې لپاره چې په کانکریټو کې د اوبو مقدار له ټاکلي حد زیات یا کم نه شي نو په ساحه کې اچول کیدونکي تازه کانکریټ باید چک شي .ددې لپاره پخوا له ډيرو پیچلو ومیتودونو کار اخسته خو نن سبا د عصري وسایلو پرمټ دا ډیره اسانه ده. یو له داسې وسایلو SONO WZ w/c analyzer بلل کیږي .
له SONO WZ وسیلې سره ،د تازه کانکریټو د اوبو مقدار په چټکۍ او دقیق ډول سره په ساحه کې پیداکیږي .دا وسیله د رادار د ټکنالوژۍ پراساس کار کوي او په ساحه کې د کانکریټو کیفیت په ساده شکل کنترولوي.د SONO WZ وسیله یوه میله ډوله حس کوونکي(probe) لري او همدارنګه لیږدونکې اندازه کوونکي وسیله (portable measuring instrument) لري. له 4 تر 5 نمونه یې اندازو په اخستو سره ،په ظرف د 1 تر 2 دقیقو کې په تازه کانکریټو کې د اوبو مقدار په اړه د باور وړ مالومات ورکوي.پخوا به چې په تازه کانکریټو کې د اوبو مقدار پیداکیدو لپاره Darr پیچلی میتود کاریده چې هم یی زیات وخت نیوه او هم دقیق نه وو. SONO WZ کې د رادار نبض په واسطه داوبو حجم مقدار مالومیږي.
دا څنګه کار کوي. How does it work?
دا ټکنالوژي د TDR پراصولو کار کوي،چې رادار کیبل هم ورته ویل کیږي.په پروسو کې ،د حس کوونکي په اوږدو کې په وسیله کې لوړې فریکونسۍ لرونکې TDR نبض تولیدیږي او د حس کوونکې(probe) شاخوا الکترومقناطیسي ساحه ایجادیږي .د کنډکټور په اخرکې ،نبض یا ضربان مکمل انعکاس کوي او اصلي منبع ته ستنیږي. SONO WZ د کانکریټو مخلوط کې د ټولو اوبو مقدار مالوموي.په دې کې داوبو موثر مقدار ،په ډکوونکو موادو(aggregate) کې اوبو او همدارنګه هغه علاوه کوونکي (additives) چې د اوبو خاصیت لري.
په ساحه کې د باور وړ کیفیت کنترول .اسانه او ساده سمبالول .Reliable on-site quality control Easy and simple handling
د اندازه کولو تسلسل یې ساده دی او کوم ځانګړی ترتیب نه غواړي.د اندازې نتیجه کې د اوبو مقدار لیتر پر مترمکعب کې دی .د اوبو مقدار له پیداکیدو وروسته w/c نسبت په اسانه پیداکیږي.معمولا د ازمایښت لپاره 12 لیتره سطل کاریږي. حس کوونکې میله په سطل کې ننویستل کیږي او بیا د بټن په کیکا ګلو سره حس کوونکی کار پیلوي.د دقیقې او باور وړ نتیجې ترلاسه کولو لپآره ،په یو سطل کې څلور تر پنځه اندازه ګیري کیږي .نتیجه یې په یو یو ډیجټلی آلې کې چې له حس کوونکې میلې سره وصل وي اخستل کیږي.ټول ازمایښت له دوه دقیقو کم وخت نیسي. د SONO WZ وسیله دکانکریټو د نوو ډولو لکه فیبر او SCC کانکریټو لپآره هم کاریدای شي.
د کارولو په اړه لنډ مالومات .
1. وسیله . The device
په لاس اندازه کوونکې وسیله اسانه کاریږي ،یواځې څلور بټنې لري.دوه افقي کتار بټنې د سټنګ لپآره دي او دوه یې د اندازه کولو (measure) بټنې اپشن لپاره کاریږي .
2. له اندازه کولو وړاندې سټنګ . Pre-measurement settings
د اندازو له اخستلو وړاندې پارامترونه باید په کې داخل کړای شي.د پړسوب کثافت(bulk density) ،د کانکریټ خواص او عمومي سټنګ باید ترسره شي.د نمونې قیمت باید داخل شي نو بیا کیدای شي د کانکریټو غوښتونکې کثافت ورکول شي.څومره چې د د ډکوونکو موادو ذرات میده دانه وي نو هومره به د اوبو مقدار زیات وي.په عمومې سټنګ کې باید د کانکریټو ډول داخل کړای شي.
3. اندازه کول . Measuring
په عام ډول د SONO WZ analyzer د کارولو لپآره 12 لیتره سطل کاریږي چې ¾ له کانکریټو ډکیږي .ترټولو ښه پایله به د سطل بیلابیلو برخو له 4 تر 5 اندازو اخستلو ترلاسه شي چې یو له بله له 70 تر 90 درجو کې تغیر موقعیت ولري.وروسته له دی چې حس کوونکې اله ننویستل شي ،کانکریټ باید څنګونو ته ټپک کاري شي .بیا د چالانولو بټن ته زور ورکول کیږي او وسیله خپل کار شروع کوي.
4. د اندازه کولو پایله . Measurement results
یوه بله ډیجټلې وسیله چې له probe سره وصل ده په تازه کانکریټو کې د اوبو مقدار راښایي،چې دقت یې تر +/- 3 l/m³ پورې دی .وروسته له دې نو د w/c محاسبه کول ساده کار دی چې له مخې د کانکریټو سټندرډ تولید په ډاګه کیږي.
You also might be interested in
یو شمیر اړین انجینري واحدات. 1. Kg=9.81 N 1 2.[...]
ژباړه: حضرت عثمان نوري که تاسې له منځنېو زده کړو[...]
لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی په ټولنه کې دخلکو ترمنځ بې باوري[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی