هر وخت، هر ځای او هرچیرې چې یاست، په تلیفون کې د خبرو پر وخت لاندې اته (۸) ټکي په پام کې ولرئ.
۱ـ تل هڅه وکړئ چې لومړی د اړيکې پر وخت ځان معرفي کړئ. کله چې د کار په ځای کې وئ او د تلیفون غوږولۍ پورته کوئ، نو ووايئ: سلام، سهار مو نیکمرغه، ماښام په خیر… فرهاد افغان یم، د حساب دراۍ له څانګې در سره په اړېکه کې یم.
کوښښ مه کوئ، چې په نامناسبو کلماتو سره خپل اړيکې نیوونکي ته ځواب ورکړئ، مثلا: بلې، هو، اې، څوک او نور… ددې پر ځای ووایئ: سلام، پلانی ــــــــ خبرې کوم.
کله چې غواړئ یو معلوم ځای، دفتر، ریاست … سره په اړيکه کې شئ، نو هم لومړۍ خپل نوم او بیا د مقابل لوري نوم، چې تاسو غواړئ ور سره اړیکه ونیسئ واخلئ.
مثلا: سلام، زه غفور امانخېل د بېټ نېکه د دارو درملو جوړونې له شرکت څخه در سره په اړېکه کې یم، کولای شم له ښاغلي بهیر صافي سره خبرې وکړم؟
۲ـ خپل غږ ته متوجه واوسئ، تر څو ستاسې غږ له اندازې زیات لوړ، ګڼګڼی او یا توند اوریدونکي ته تر غوږ نه شي. دا ډېره مهمه ده چې خپل غږ مو واضح وي او د خبرو په وخت کې مو پر خپل نفس باور ډېر وي. کله چې ۲ـ په تلیفون کې خبرې کوئ، تر صندلۍ لاندې، ټيټ او یا ډېر ژور ځای کې مه کښېنئ، د خپلو خبرو په وخت کې په یوه آرام، خوندي او صاف ځای کې کښېنئ، تر څو ستاسې خبرې مقابل لوری په ښه ډول درک او واوریدلی شي. که په کور، دفتر یا کوم بل ځای کې د خپل غږ ثبت کوونکی ماشین لرئ، نو ښه ده، چې لومړی مو خپل غږ او اواز د ازمېښت لپاره په ثبتوونکي الې سره وازمایئ، تر څو مخکې له خبرو خپل غږ واورئ، چې ستاسې غږ د نورو لپاره څه ډول دی.
۳ـ مخکې له دې چې له یو چا سره په اړيکه کې شئ، پر دې ښه فکر وکړئ، چې څه غواړئ ووایئ، مهم ټکي په یاد وساتئ. هغه موضوعات چې تاسې غواړئ پر هغې ټاکلې موضوع خبرې وکړئ او یا کومې پوښتنې لرئ، نو لومړی یې له ّځان سره یو یاداښت واخلئ. دا وړاندوینه له ځان سره هم ولرئ، چې ممکن له یوه پیغام ثبتوونکي ماشین سره د خبرو کولو، ځواب ویلو او پیغام ثبتولو لپاره هم مجبور شئ، نو په همدې اساس باید چې ستاسې غږ تر ممکن حده پورې لنډ، واضح او روښانه وي. هېڅکله په دې ډول خپل پيغام مه پرېږدئ، چې ووايئ: سلام زه پلانی خبرې کوم، لطفا له ما سره اړيکه ونیسئ، لږ تر لږه هغه موضوع چې غواړئ په هکله یې خبرې وکړئ له ځان سره د یو عنوان په توګه ونیسئ.
۴ـ هغه څه ته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسې د خبرو او مکالمې د پرې کېدو خنډ کېږي. ستاسې ترڅنګ د ناستو کسانو خبرو او پوښتنو ته د تلیفون پر وخت ځواب مه ورکوئ، هغه کسان چې له تاسې سره پر تلیفون خبرې کوي( اړېکه کې وي) نسبت هغو کسانو ته چې ستاسې خونې (اتاق، دفتر…) یا کار ځای ته را ننوځي او یا هم ستاسې له څنګ تیریږي، تر هغو اولیت لري. خو مهمه دا چې کله مو د خبرو پر وخت یو درنګ وخت او یا وقفه پیدا کړه، نو هغه کس ته ووایئ: هیله ده یوه شېبه زما معذرت ومنئ ستاسې خبرو ته بېرته را ګرځم. کله چې له تلیفوني خبرو خلاص شوئ، خپل د څنګ کس سره د مهربانۍ په ویلو سره خپلې خبرې په دې ډول پيل کړئ: ستاسې له انتظار کښلو مننه!
۵ـ خپلې خبرې مو ډېرې واضح او ارامې پیل کوئ، په ځانګړې ډول کله چې یوه پیغام ثبتوونکي ماشین ته خپل پيغام پرېږدئ، له ماتو ګوډو عبارارتونو، له ځانګړو اصطلاحاتو، شډلو وییوکو،نا مروجو عامیانه کلماتو له کارولو ډډه وکړئ او په ټوله کې په غیر ادبي ژبه خبرې مه کوئ.
د تلیفوني اړېکې د نېولو پر وخت د خپل اواز د ټيټ او جګ اداد کولو په اړه خپل غږ څو ځله له ځان سره تمرین کړئ، تر څو ستاسې غږ په ښه او واضح ډول د نورو تر غوږونو صاف ورسول شي.
۶ـ مخکې له دې چې تاسې یوې ناستې، جلسې، ملاقات ځای، رسټورانټ، هوټل تیاتر، ټولګي، دفتر او یا هر بل ځای ته ننوځئ، خپل ټلیفون مو بند، خاموش او یا په لړزه کې خپل عادت وګرځوئ، ځکه چې ستاسې د تلیفون زنګ ستاسې حواس او هم د نورو خلکو حواس له موضوع لرې کوي او فکر مو در ګډوډوي.
۷ـ تل په خپل تلیفون کې په ارام غږ او یو ډول اواز سره خبرې وکړئ، په ځانګړې توګه کله چې په یو عمومي محیط کې یاست، نو د خپل غږ د لوړیدو او یا تر اندازې ټېټيدو مخه ونیسئ. هغه غوږولۍ چې تاسې یې غوږ ته نیسئ، ستاسې تر غوږ یې باید فاصله یو څه اندازه لرې وي او خپلو خبرو ته غوږ شئ، تر څو دا ځانته معلومه کړئ، چې ستاسې غږ تر اندازې ډېر لوړ او یا ټيټ نه وي.
۸ـ تل هڅه وکړئ، چې په تلیفون کې د خبرو پر وخت خپل حواس، ستاسې په مخ کې پر پرتو شیانو، کتاب، قلم، کاغذ… خوړلو، څښلو په کمپيوټر بوختېدلو او یا هم د تلیفوني خبرو تر څنګ له یو بل کس سره په خبرو بوختېدلو کې مه ور ګډوئ. تر ټولو مهمه دا چې هر څه تاسې بوخت ساتي، له هغه شي او پدېدې سره په یو وخت په تلیفون کې له خبرو کولو ډډه وکړئ.
یادونه: کوښښ او هڅه وکړئ، تر څو له هر چا سره د اړیکې پر وخت له پوره ادب مراعتولو او په پوره درنښت سره خبرې وکړئ.